لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

آیا عمران خان د خپلې میرمنې د ړومبي خاوند مرسته کوي؟


عمران خان، میرمن یې، او پرکټۍ یې

د پاکستان سترې محکمې د وزیراعظم عمران خان د اوسنۍ میرمنې ړومبي خاوند او د پنجاب ایالت د پولیس یو لوړپوړي چارواکي ترمینځ د شخړې از خود اورېدنه کیس کښې په اعلې کچه د پلټنو امر جاري کړی دی.

اعلی عدالت په دې معامله کې د ککړتیا او د پولیس افسر د ځورولو پر سر پوځي استخباراتي ادارې آی اېس آی حاضر سرویس چارواکي ته خبرداری هم ورکړ.

بل خوا په اډیاله زندان کې بندي د حکومت مخالفه مسلم لیګ نواز ګوند قاید او پخوانی وزیراعظم نواز شریف نن یو ځل بیا په سخت حکومتي حفاظتي ولکه کې احتساب عدالت ته وړاندې کړل شو.

د پنجاب ایالت پاکپتن سیمه کې د ځایي پولیسو مشر یا ډي پي او، او د وزيراعظم عمران خان د میرمنې بشری بي بي ړومبي خاوند خاور مانیکا د شخړې د کیس ازخود اورېدنه د سترې محکمې درې کسيزه بینچ کې شوې ده.

په دې موقع خاور مانیکا د عدالت په وړاندې دریځ خپل کړ چې گني د هغه د لور سره بده رویه شوې وه او د خاور مانیکا په وینا چه دی کله د شخړې ځای ته ورسید نو پولیس چارواکی نشه کې وو.

سترې محکمې دغه تور پلټنو سره د خاور مانیکا او ډې پې او د شخړې په اعلی کچه د پلټنو کولو امر هم جاري کړ.

د ډې پې او رضوان ګوندل تور دی چه هغه د عمران خان د میرمنې له کورنې سره د پولیسو ناوړه چلن تورونو پلټنو ته غاړه اېښې وه.

خو په لوړه حکومتي کچه پر هغه باندې فشار اچول کیده چې د عمران خان د میرمنې له ړومبي خاوند نه دې معافي وغواړي او د خبره نه منلو ورستو دې د خپلې څوکې نه بدل کړای شو.

سترې محکمې په دې معامله کې د تحریک انصاف ګوند د پنجاب ایالت اعلی وزیر او د پولیسو د مشر پر کردار سختې نیوکې وکړې.

اعلې عدالت په دې قضیه کې د ککړتیا پر سر د پوځي استخباراتي ادارې آی اېس آی یو لوړپوری چارواکی هم راغوښتلی و چا باندې چې تور دی چه ګني هغه هم ډې پې او رضوان ګوندل ته دړکې ورکړې وې.

مطبوعاتې رپوټونه وایي چه سترې محکمې کرنل طارق نومي دغه چارواکي ته په راتلونکې کې داسې کولو نه د ډډې او د محتاط اوسیدلو خبرداری ورکړ.

دا په داسې مهال چه مرکز او پنجاب کې واک ترلاسه کوونکی تحریک انصاف ګوند دریځ خپلوي چې ګني دوی د تیرو پنځو کلونو راهیسي په خیبر پښتونخوا کې مثالي حکومت چلوي او دا چې دغلته پولیس د هر قسمه لاس وهنې نه آزاد کړل شوی دی.

خو څیړنې وایي چې پاکپتن سیمه کې د وزیراعظم نیږدې خپلوانو سره د شخړې پر سر دا یو لوړ پوړي پولیس چارواکي په ضد کاروايي د ګوند په دغه دعوو سوالونه راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG