لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي چارواکي به د عمران خان څخه کومې غوښتنې کوي؟


عمران خان به د گل/دوشنبې په ورځ له صدر ټرمپ سره په وایټ هاوس کې وگوري

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ به نن د ګل / دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ یا واېټ هاوس کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره په لومړي ځل خبرې اترې او د امریکايي چارواکو تر مخه په دغه ملاقات کې به صدر ټرمپ د عمران خان نه په افغانستان کې د سولې تر څنګ په پاکستان کې د موجودو ترهګرو پرضد د نورو سختو ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

د امریکا د قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کرټېس وایي د صدر ټرمپ او عمران خان په دغه ملاقات کې به د دواړه هیوادونو د مستقیمو مرستو، د افغانستان د سولې پروسه وړاندې بوتللو او پاکستان په دې هڅول چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو او تندلارو ډلو پرضد نور کوټلي ګامونه پورته کړي او دغې ته دوام ورکړي.

لیزا کرټېس نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د یو خبري کانفرنس په مهال خبریالانو ته ویلي چې امریکا ته د عمران خان د سفر مقصد دوه خبرې دي، او هغه دا چې "د افغان سولې د پروسې په پرمختگ کې د پاکستان پر کلکې همکارۍ ټینگار وشي او پاکستان دې ته وهڅول شي چې پخپلې خاورې کې د تندلارو او ترهگرو د ځپلو دپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې، جاري وساتي او لا پسې قوت ورکړي."

د پاکستان دننه د ترهګرو ډلو ستونزه

د امریکا د ملي امنیت یا قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي آسیا د برخې مشره، لیزا کرټېسوایي واشنگټن ته د پاکستان د وزیراعظم رابلل، داسې یوه موقعه ده چې په هغه کې "مونږ غواړو پاکستان ته دا پیغام ورکړو چې د تعلقاتو د بیا ترمیم او د دوامداره پارټنرشپ د جوړولو دپاره ور پرانیستی دی، هغه هم که پاکستان د ترهگرو او تندلارو په اړه خپلې پالیسۍ بدلې کړي."

له دې معلومیږي چې امریکا لا تر اوسه د پاکستان په پالیسۍ کې کوم سنجیده تغییر نه دی لیدلی.

کله چې له میرمن کرټېسنه د حافظ سعید د گرفتاره کیدو په اړه وپوښتل شول، نو هغې وویل چې له ٢٠٠١ کال راهیسې، دا اووم ځل دی چې حافظ سعید په پاکستان کې گرفتاره کیږي، خو هر ځل مخکې، بیرته خوشې شوی دی. هغې زیاته کړه چې امریکا اوس انتظار باسي چې وگوري پاکستان دا ځل له حافظ سعید سره څه کوي.

په پاکستان کې دننه د ترهگرو ډلو د فعالیت او د پاکستان له خفیه ادارو سره د هغو پر ممکنه اړیکو چې کله پوښتنه وشوه، نو لیزا کرټېسوویل: "مونږ د داعش په شان ځینو تروریستي ډلو پرضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خفیه ادارو سره همکاري لرو، خو د نورو ترهگرو ډلو په اړه چې لا تر اوسه په پاکستان کې دننه فعالیت کوي، لکه جیش محمد، لشکر طیبه، او د حقاني شبکه، زمونږ اندیښنې لا پرځای پاته دي."

د ډاکټر شکیل افریدي قضیه

د مېرمن کرټېسوینا ده چې د ډاکټر شکیل افریدي قضیه هم صدر ټرمپ او د امریکې خلکو ته خورا مهمه ده. امریکايي چارواکو بیا بیا د پاکستان نه د ډاکتر شکیل افریدي د خوشي کولو غوښتنه کړې.

ډاکټر شکیل افریدي په کال ۲۰۱۱م کې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د القاعده مشر اوسامه بن لادن په لټون کې د مرستې په لړ کې نیول شوی. د نیول کیدو ورسته، نوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ، خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.

لیزا کرټېس زیاته کړه چې امریکا غواړي شکیل افریدی دې زر تر زره خوشې شي: "پاکستان کولای شي د ډاکټر افریدي په خوشې کولو سره، چې اوس مهال په غیرمنصفانه ډول پاکستان کې قید دی، په خطه او په نړېوالې ټولنې کې خپل مخکښه رول څرگند کړي."

د افغانستان د سولې مسئله

د افغانستان د سولې د پروسې په اړوند، واشنگټن وایي چې امریکې ته د وزیراعظم عمران خان بلل، یوه موقعه ده چې پاکستان وهڅول شي څو د افغان سولې د پروسه د پرمختگ دپاره، "پر طالبانو خپل ټول اثر رسوخ وکاروي."

لیزا کرټېسد افغان سولې په برخه کې هغه گامونه چې پاکستان تر اوسه اخیستي دي، ابتدائي وبلل، او زیاته یې کړه: "مونږ د سولې کوششونو کې د پاکستان ابتدائي تسهیلاتي اقدامات ستایو، خو اوس په دې پروسې کې یو مهم پړاو ته رسېدلي یو او له پاکستانه غواړو چې پر طالبانو فشار واچوي څو دایمي اوربند ته غاړه کیږدي او په بین الافغاني خبرو کې چې افغان حکومت هم په کې شریک وي، برخه واخلي."

په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره له اوه پړاوه خبرو وروسته هم، طالبان تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې ډزبندي وکړي او یا له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته کښیني.

د تجارتي تعلقاتو مسئله

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان به سبا پخپلو خبرو کې د تجارت او اقتصاد په اړه هم بحثونه ولري. امریکایي چارواکي وایي چې دواړه هیوادونه کولای شي د تجارت په برخه کې ښې همکارۍ ولري.

د امریکا د قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي آسیا د چارو مشره لیزا کرټېسبیا ویلي چې امریکا د پاکستان له لارې، د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي تعلقاتو د پراخیدو هیله لري. هغه زیاته کړه: "مونږ به پاکستان دې ته تشویق کړو چې په خطه کې د اقتصادي پراختیا او فعالیت دپاره موقعې مهیا کړي. د مثال په توگه، مونږ به پاکستان وهڅوو چې د هند او افغانستان ترمنځ د پاکستان د لارې ترانزیتي تجارت باندې محدودیتونه راکم کړي."

د امریکا د قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کرټېس وایي چې لومړی به ولسمشر ټرمپ له وزیراعظم عمران خان سره دوه په دوه ملاقات او خبرې ولري، او وروسته به د غرمې د ډوډې پر مهال، د دواړو هیوادونو د نورو جگپوړو چارواکو په حضور کې خبرو ته دوام ورکړي.

د مېرمن کرټېسوینا ده چې دا خبرې به په سیمه کې د سولې، ثبات، او اقتصادي سوکالۍ په برخو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړي کیدو ترکیز ولري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG