لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: وزیراعظم عمران خان د پېښور او جلال اباد ترمنځ د بس د بحالولو امر کړی


پاکستان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره دې اقتصادي مرسته وکړي. څېړونکي ګڼي چې پاکستان په غیر مستقیم ډول کوښښ کوي چې نړیواله ټولنه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څیر تسلیم کړي خو خپله یې لا داسې کولو نه ډډه کړې ده
پاکستان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره دې اقتصادي مرسته وکړي. څېړونکي ګڼي چې پاکستان په غیر مستقیم ډول کوښښ کوي چې نړیواله ټولنه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څیر تسلیم کړي خو خپله یې لا داسې کولو نه ډډه کړې ده


وزیراعظم عمران خان ویلي اسلام اباد به هغه 50000 مېټرک ټنه غنم پاکستان دلارې افغانستان ته د لېږدول کېدو اجازه ورکوي چې هندوستان یې افغانستان ته ورکولو لوظ کړی دی.

د پاکستان د حکومت د یو بیان ترمخه افغانستان ته د غنو د وړلو طریقه کار به هندي او پاکستاني چارواکي ټاکي خو نیټه یې نه ده ښودل شوې.

د بیان ترمخه عمران خان افغانستان ته د پېنځه بېلین روپو مالیت امدادي سامان د لېږلو او د پېښور او جلال اباد ترمنځ د مسافرو بس د بحالوولو امر هم کړی دی.

د بیان ترمخه پاکستاني وزیراعظم د افغانستان په اړه دغه احکامات د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان انټرمنېسټیریل کوارډینېشن سېل، ای ايي سي سي، د غوڼدې په موقع جاري کړل.

د بیان ترمخه دغه سېل یا نوي څانګه د پاکستان د حکومت په مختلفو وزارتونو مشتمل ده او افغانسان سره د مرستې دپاره جوړه کړی شوي ده.

د اګست په میاشت کې د طالبانو په افغانستان د واکمنېدو راهسې پاکستان د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر جنرل فېض حمید د افغانستان سفرونه کړي او د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي هم اسلام اباد ته ورغلی وو او د پاکستاني مامورینو سره یې لېده کاته کړي دي.

پاکستان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره دې اقتصادي مرسته وکړي. څېړونکي ګڼي چې پاکستان په غیر مستقیم ډول کوښښ کوي چې نړیواله ټولنه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څیر تسلیم کړي خو خپله یې لا داسې کولو نه ډډه کړې ده.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان ویره څرګندوي چې د مېرمنو او د انساني حقونو په برخه کې چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کوم پرمختګ شوی طالبان یې په شا بوتلل غواړي.

د حکومتي بیان ترمخه، افغانستان سره د مرسته کوونکي څانګې د غونډې په موقع عمران خان وویل په افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوي دپاره نړیواله ټولنه دا اجتماعي ذمه واري لري چې د افغانستان سره مرسته وکړي. هغه وویل افغانان په ځمکه په بهادرو قومونو کې شامل دي او د هر قسم دښمن سره مقابله کولی شي خو دنیا دا ذمه واري لري چې د کلونو راهسې د جنګونو وروسته دا خبره یقیني کړي چې افغانان په باثباته او په امناکه چاپيریال کې ژوند وکړي.

وزیراعظم ټولو وزارتونو ته امر کړی د "انتهايي" حد پورې دې د افغانانو مرسته وکړي. هغه افغانستان سره د پنېځه بېلین (ارب) روپو مالیت امداداي شیانو د مرستې اعلان هم وکړو چې پکې به غنم، د بېړني طبی امداد الات، د ژمي په موسم کې د سرپناه او نور شیان شامل دي.

وزیراعظم په هغو پاکستاني مصنوعاتو د ځینو ټېکسونو کمولو فېصله هم وکړه چې افغانستان ته صادرېږي.

عمران خان دا هم وویل چې پاکستان ته راتلوونکو افغانانو دپاره دې د وېړیا کرونا وېکسین سهولت جاري وساتل شي. د بیان ترمخه پاکستان د نومبر د 15 نېټې راهسې افغانانو ته وېړیا وېکسین شروع کړي دي.

د بیان ترمخه پاکستان به هغه افغانانو ته هم د پاکستان دلارې هېواد ته د ستنېدو اجازت ورکوي چې د علاج دپاره هندوستان ته تللي وو خو اوس په هند کې ایسار شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم چارواکو ته امر وکړو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسافرو د اسانتیا دپاره دې د پېښور او جلال اباد ترمنځ بس بحال کړی شي.

د پاکستان د بزنس رېکارډر ورځپانې ترمخه د پېښور او جلااباد ترمنځ د بسونو تګ راتګ د 27 کلونو د ځنډ وروسته په 2006 کې بیا شروع شوی خو په کال 2016 بیا وځنډیدو.

افغانستان سره د مرستې دپاره د پاکستاني څانګې غوڼدې ته د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف په افغانستان کې د ورستي اقتصادي صورتحال او افغانستان سره د مرستې دپاره د پاکستان کوښښونو په اړه معلومات ورکړل.

د بیان ترمخه وزیراعظم دا امر هم وکړو چې په پولې دې د عملې صلاحیت نور هم زیات کړی شي او د تجارت په مخې دې پوله په بې دریغه ډول نه تړل کېږي.

د بیان ترمخه د غونډې ګډون والو په افغانستان کې په خرابېدوونکو حالات تشویش څرګند کړو او ویې وېل چې پاکستان به "د ضرورت په دې وخت کې افغانان" هېر نکړي.

عمران د افغانستان انټرمنېسټیریل کوارډینېشن سېل، ای ايي سي سي، د غوڼدې مشري کوله په مختلفو وزارتونو مشتمله افغانسان سره د مرستې دپاره د پاکستان د حکومت نوي جوړه شوي څانګه یا سېل دی. په غونډه کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي، خزانې دپاره د عمران خان مشیر شوکت ترین، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف او د حکومت او د پوځ نورو لوړ رتبه چارواکو شرکت وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG