لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ: دهندي پوځيانو په ډزو يې يو عسکر وژل شوى دى


پاکستان پوځ: دهندي پوځيانو په ډزو يې يو عسکر وژل شوى دى
پاکستان پوځ: دهندي پوځيانو په ډزو يې يو عسکر وژل شوى دى

د پاکستان پوځ وائي داتوار په سحر په کشمير کې خودساخته پولې يا لا ئن اف کنټرول باندې دهندي پوځ لخوا په ناتاره ډزو يو پاکستانى پوځي وژل شوى دى.

د پاکستان دپوځ لخوا جاري کړل شوي بيان کې وئيل شوي دي دډزو دغه پيښه دپاکستان تر ولکې لاندې کشميردجنوبي ضلعې راولاټ کوټ په بټل سيکټر کې رامينځته شوې ده.
دبيان له مخې دلا ئن اف کنټرول دواړو اړخونو څخه په دمې دمې سره ډزې روانې دي.
دپاکستان دپوځ وينا ده دکال 2003ء په وروستيو کې شوي داوربند په دغه نوې سرغړونه هندي پوځ ته سخت احتجاج شوى دى او دلوړپوړو پوځي چارواکو دغونډې رابللو غوښتنه هم شوې ده.
داطلاعاتو له مخې دهندي پوځ وياند دغه تور رد کړى چې گنې دډزو پيل دهندي پوځ لخوا شوى .
داوربند دتړون څخه وړاندې به دپاکستان او هند دپوځونو لخوا دگوله بارۍ تبادله اکثره کيدله خو ددغه تړون څخه وروستو په دوه اړخيزو ډزو کې تر زياته حده کمى راغلى.
ددواړو هيوادونودپوځونو ترمينځ په يو بل دډزو پيښې اوس هم کله کله رامينځته کيږي چې تور يې دواړه په يو بل اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG