لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په کشمیر کې پوځیان سترگې په سترگو دي، فیصله د هندوستان ده


Assef Ghafoor
Assef Ghafoor

د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي عسکرو له مرگونې چاودنې وروسته، لا هم د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ په بشپړه توگه له منځه نه دی تللی، او د پاکستان پوځ وایي چې عسکر یې په کشمیر کې ماشه په لاس دي.

د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور سي اېن اېن سره په مرکه کې دا منلې چې هند او پاکستان جنگ ته سره نږدې شوي و، خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان له خوا د هندي پائیلټ ابهي نندن آزاد کیدو، د دغسې یو جنگ مخه ونیوله.

با وجود د دې، جنرال آصف غفور ویلي چې په کشمیر کې لا هم د هند او پاکستان عسکر سره سترگه په سترگه دي.

د جنرال غفور وینا ده چې اوس نو دا هند پورې اړه لري چې د کړکیچ د ختمولو په لور ځي او که د تاوتریخوالي. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي: «که هغوی د حالاتو د کړکیچن کولو فیصله وکړي، دا حالات به پسې خراب شي.»

د پاکستان او هند ترمنځ د پلوامه د برید نه وروسته چې کوم کړکیچ رامنځته شو، او بیا پر پاکستان د نړېوالو فشار هم زیات شو، په پاکستان کې چارواکو اعلان وکړ چې د پخواني قامي اېکشن پلان پر پیروي یې د ټولو تندلارو ډلو پرضد پراخ گامونه اوچت کړي او ۴۴ تنه یې گرفتاره کړي دي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې د تندلارو ډلو پر ضد دا گامونه هند ته د سر ټیټولو په معنی نه دي او نه یې هم وجه د نړېوالې ټولنې فشارونه دي.

د پاکستان د پوځ ویاند له امریکایي ټلویژن، سي اېن اېن سره د نهې یا سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي چې د تندلارو پرضد د دوی اقدامات، د پاکستان د داخلي تگلارې یوه برخه ده. جنرل آصف غفور په دې مرکه کې زیاته کړې: «مونږ د هیچا تر فشار لاندې څه نه کوو»، او دا یې هم ویلي چې پاکستان به هره هغه ډله له بیخ او بنیاده ورکه کړي چې د هغه هیواد له منځه ترهگر فعالیتونه وکړي، ځکه «زمونږ دا خیال دی چې داسې فعالیتونه د پاکستان په گټه نه دي.»

د نهې یا سې شنبې په ورځ پاکستان اعلان وکړ چې د کالعدم تنظیمونو ۴۴ غړي یې نیولي چې ویل کیږي په هغو کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر ورور، مفتي عبدالرؤف او زوی یې حماد ازهر هم شامل دي.

هند پاکستان ته د پلوامه د برید په اړه یوه دوسیه سپارلې چې په کې د همدې دوو کسانو نومونه هم درج شوي دي.

په اسلام آباد کې د کورنیو چارو وفاقي وزیر، اعظم خان د نهې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه کسان په پیشگیرانه قید کې نیول شوي، خو پرخلاف یې کوم ثبوت په واک کې نشته.

خو د هند د خارجه چارو وزارت وایي چې پاکستان ته په سپارل شوې دوسیې کې یې داسې ځانگړي جزییات شامل کړي چې د پلوامه په برید کې د جیش محمد ډلې لاس لرل څرگندوي او دا هم ښیي چې مشرتابه یې په پاکستان کې دی.

که څه هم د یوې خوا هند د دغسې شواهدو د سپارلو خبره کړې، او له بلې خوا پخپله جیش محمد ډلې په کشمیر کې پر هندي عسکرو د وروستۍ مرگونې چاودنې ذمه واري پرغاړه اخیستې، خو د پاکستان چارواکي لا هم دا نه مني چې د جیش محمد ډلې د مشرانو خلاف دې څه ثبوتونه د دوی په اختیار کې وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG