لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندي پوځي افسر وايي پاکستان په کشمیر کې د پولې سره نژدې د کرونا مريضان جمع کړي


په کشمیر کې د لاین اف کنټرول سره نژدې د هندي پوځ يه یو پوسټ د هندوستان بېرغ لیدل کیږي

د هندوستان انتظام لاندې کشمیر کې مېشته د هندوستان د پوځ یو لوړ رتبه افسر ویلي پاکستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې د کرونا وایرس مریضان د پولې سره نژدې جمع کوي. پاکستان د هندي پوځي افسر دغه خبرې رد کړي دي.

د برطانيي خبري ادارې ترمخه، بي بي سي ترمخه د هند د انتظام لاندې کشمیر په مرکزي ښار سرينګر کې د هندي پوځ د ۱۵ کور یا برخې کمانډر لېفټیننټ جنرل بی ایس راجو په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان اوس هم د لاین اف کنټرول (اېل او سي) خلاف ورزي کوي او د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې "دراندازي" کوي او پاکستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې د کرونا مريضان جمع کوي.

د پاکستان پوځ د جنرل راجو خبرې رد کړې او د پوځ د مطبوعاتو څانګې، ايي اېس پي ار، د ټوېټر دلارې وویل د هندي جنرنل خبرې نه یوازې بې بنیاده دي بلکې مقصد یې د هندوستان دننه حالاتو نه توجه لېرې کول دي.

پاکستاني پوځ وویل هندوستان باید توجه په ملک کې دننه کرونا وایرس دلاسه پېدا شوي صورتحال او په کشمیر کې کرکیچنو حالاتو ته وکړي.

کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ تقسیم دی خو دواړه ملکونه پرې د ملکیت دعوه کوي. اېل او سي په کشمیر کې د دواړو ملکونو ترمنځ راښکل شوي کرښه ده چې دواړو خواو ته تر د پاکستان او هند پوځونه پراته دي او وخت په وخت په یو بل د ډزو الزامات لګوي.

په داسې حال کې چې د نورې نړۍ غوندې پاکستان او هند هم د کرونا وایرس د مخنیوي په هلو ځلو بوخت دي، په کشمیر کې د دواړو ملکونو د پوځونو ترمنځ د نښتو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د هندي پوځ د معلوماتو له مخې وایي، چې د پاکستان پوځ یوازې د مارچ په میاشت کې د هغې جنګ بندۍ ۴۱۱ ځله سرغړونه کړې چې په ۲۰۰۳م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ‌ شوی وو. رایټرز دا تر ټولو غټ‌ شمېر ګڼلی، وایي هندي پوځ د تېر کال په مارچ میاشت کې د پاکستان له خوا د ۲۶۷ سرغړونو دعوه کړې وه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ای ایس پي‌ آر) ویاند مېجر جنرل بابر افتخار رویټرز ته ویلي: "د پاکستان پوځ هیڅ وخت پر لاین آف کنټرول باندې د ډز بندۍ د سرغړونې ګام نه دی اخیستی، بلکې تل یې په مناسبت انداز د هندي پوځ‌ ناببره ډزه ته جواب ویلی دی".

د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار بیا دعوه کړې چې دوی د روان ۲۰۲۰م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د هندي پوځ‌ له خوا د جنګ بندۍ د سرغړونې ۷۰۵ پېښې ثبت کړې دي، خو هندي پوځ بیا په همدومره موده کې د پاکستان له خوا ۱۱۹۷ سرغړونې ثبت کړې دي.

هندوستان دا هم وايي چې پاکستان د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو خلاف جنګېدو دپاره مسلح بېلتون خوښه رالېږي. پاکستان دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG