لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا کې په کشمیر د بحث هرکلی او هند یې مخالفت کړی


د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر
د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر

د پاکستان وزیراعظم عمران ویلي هغه په جمو او کشمیر کې په روانو حالاتو د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د شوي بحث هرکلی کوي.

عمران خان په خپل ټوېټر پېغامونو کې وویل په نړیواله کچه منلی شوې د جمو او کشمیر مسله د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په ایجنډا پرته ده او په دغه مسله د امنیتي شورا غور کول په دغه سیمه کې روانو حالاتو د سنجیدګۍ منلو عکاسي کوي.

عمران خان وویل د جمو او کشمیر مسله د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د قراردادونو او د کشمیري اولس د خواهشونو په رڼا کې حل کول پکار دي. نوموړي ویلي دوي به د کشمیر خلکو ته ترهغه وخت پورې اخلاقي، سیاسي او سفارتي مرستې ورکوي ترڅو چې هغوي د خپلواکۍ حق نه وي ترلاسه کړی.

که څه هم د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډه د بندو دروازو شا ته شوې، خو د ملګرو ملتونو لپاره د چین سفیر زینګ ژون نیویارک کې خبریالانو ته ددې پخلی کړی چې امنیتي شورا د هند د انتظام لاندې کشمیر حالاتو ته کتنه کړې.

بخلوا هندوستان د چین نه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د کمشیر مسله راپورته کولو نه دې ډډه وکړي. د هندوستان حکومت په یو بیان کې وویل کشمیر د پاکستان او هندوستان ترمنځه دوه اړه خیزه مسله ده.

د هندوستان حکومت بیان کې وویل چین له د کشمیر په لانجه نړیوال تفاهم عکاسي کول پکار دي او دا چې دغه لانجه دې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې نه راپورته کوي.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا کې زیاتره 15 ملکونو په هندوستان او پاکستان باندې زور راوړی چې دغه مسله خپل ترمنځ د خبرو اترو د لارې حل کړي. خو د شورو په ورځ ملګرو ملتونو کې د چین سفیر خبرداری ورکړی وو چې د هند د کنټرول لاندې کشمیر کې د روان حالاتو په سر د پاکستان او هندوستان ترمنځ تاو تریخوالی نور زیاتېدی شي او طمع یې څرګنده کړې چې امنیتي شورا به د دغه دواړه ملکونو ترمنځ د کشمیر مسلې یو حل راویستو کې مرسته وکړي.

د امریکې په سفر د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي د ملګرو ملتونو نمایندګانو او په هند او پاکستان کې دملګروملتونو پوځي څارونکې ډلې د امنیتي شورا غونډې ته د هند د ولقې لاندې کشمېر په حالاتو باندې تفصیل وړاندې کړی.

د پاکستان خارجه وزیر په یو بیان کې ویلي ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې پخلی کړی چې د تېرکال اګست په پنځمه نېټه د هندوستان لخوا پورته کړل شوو ګامونو په سیمه کې تاو تریخوالی زیات کړی او دا چې په کشمیر کې دننه امنیتي وضع بده شوې، سیاسي مشران نیولی شوي او د انټرنیټ او مواصلاتو په نظام بندیزونه پرځای کړی شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG