لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که هند د ملگرتیا یو گام اخلي، پاکستان به دوه پورته کوي


په کرتارپور کې د سیکانو گوردواره صاحب
په کرتارپور کې د سیکانو گوردواره صاحب

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د هغه حکومت، د پاکستان ولس او پوځ د هندوستان سره تعلقات ښه کولو په اړه په یوه پاڼه دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، عمران خان دا خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هندوستان سره نوي سرحدي لار د پرانستلو دستورې ته وکړه.

عمران خان وویل د هغه حکومت، د هغه خپل سیاسي گوند، پاکستان تحریک انصاف، پوځ او د پاکستان ولس او ریاستي ادارې "په یوه پاڼه دي" چې د هندوستان سره تعلقاتو کې دې پرمختگ وشي.

پاکستاني وزیراعظم زیاته کړه چې که چېرې "هندوستان یو گام په وړاندې اخلي، مونږ به دوه گامونه اخلو."

پاکستان د هندوستان سره نوي سرحدي لار په داسې حال کې پرانځي چې د افغانستان سره په "ډیورنډ کرښه" ازغن تار لگوي او د اسلام اباد او د کابل تعلقات اکثر د تاوتریخوالي سره مخامخ وي.

د هند او پاکستان ترمنځ د نوي سرحدي لار د بنیاد تيږه د پاکستان د ناروال ضلعې په کرتارپور کلي کې کښېودل شوه. په دغه کلي کې د سیک مذهب باني بابا گورو نانک د خپل ژوند اخېری وخت تېر کړی و او د سیک مذهب منوکي دغه ځای مقدس مقام گڼي. پاکستان ویلي نوي لار د هندوستان نه د کرتارپور زیارت ته راتلونکو سیکانو د اسانیتا دپاره پرانځي.

د وي او ای اردو څانگې ترمخه پاکستان د هندوستان خارجه وزیرې شسما سوراج ته هم بلنه ورکړې وه چې د سرحدي لار د سنگ بنیاد کېښودو په دستوره کې برخه واخلي خو هغې د گډون نه انکار وکړو. رپورټ وايي په دستوره کې ځینو نورو هندوستاني وزیرانو په غیر رسمي ډول شرکت وکړو.

د پاکستان او د هندوستان ترمنځ د کرتارپور سرحد د پرانیستلو گامونه په داسې وخت اخیستل کیږي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې د وسله والو د برید ١٠ کاله پوره شول. د نومبر د میاشت په ٢٦ مه نېټه په ممبۍ کې په حملو کې د ١٦٠ نه زیات تنان ووژل شو. هندوستان د حملې ذمه واري په پاکستان کې میشته لشکر طیبه وسله والې ډلې اچولې ده.

د ممبۍ د حملو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو تعلقاتو یو وارې بیا د تاو تریخوالي ښکار شول او هندوستان د پاکستان سره د خبرو اترو لړۍ وځنډوله.

که څه هم په کال ٢٠١۴ کې د پاکستان پخواي وزیراعظم نوازشریف په نوي دلې کې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي سره ولیدل خو د گاونډي هېوادونو په تعلق کې بهتري وه نه لیدل شوه.

د رپورټونو ترمخه، د هندوستان خارجه وزېرې شسما سوراج د کرتارپور لار د پرانیستلو کېدو په اړه وویل د لارې پرانیستل کېدلو دا مطلب نه دی چې گنې د پاکستان سره مذاکرات هم زر پېل کېدل شي.

بلخوا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د بي بي سي خبري ادارې سره مرکه کې وویل کرتارپور د خبرو اترو، د یوځای کښېناستلو او د فاصلو د لرې کولو لار ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG