لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کشمیر کې د هند د پوځي اقداماتو په اړه د عمران خان سخت غبرگون او نړېوالو ته یې خبرداری


د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د اتوار/یکشنبې په ورځ پر هند دا الزام ولگاوه چې گني په کشمیر کې یې پر عامو بیگناه خلکو داسې وسلې کارولي چې نړېوالو قوانینو هغه منعه کړي دي.

عمران خان شیبه مخکې یو لړ ټویټونه خپاره کړل او د ملگرو ملتونو پر امنیت شورا یې غږ وکړ چې په کشمیر کې دې د هند د وروستي گام نوټس واخلي.

وزیراعظم عمران خان خبرداری ورکړی دی چې د هندي ځواکونو لخوا د نویو اقداماتو له امله، په کشمیر کې حالات مخ په خرابیدو روان دي او دا حالات کولای شي د خطې یا سیمې په کچه یو بحران وزیږوي.

عمران خان پخپل ټویټ کې لیکلي: "زه د لاین آف کنټرول پورې غاړې پر غیرپوځي بیگناه وگړو باندې د هند حمله او د نړېوال بشري قانون او د معینو متعارفو وسلو په ١٩٨٣ کنوینشن کې پخپله د هند د کړو تعهدونو خلاف ورزي غندم. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا باید سولې او امنیت ته د دغه بین الاقوامي گواښ نوټس واخلي."

عمران خان زیاته کړې ده چې اوس د "مقبوضه کشمیر" د خلکو د رنځ او کړاو د ختمېدو وخت رارسېدلی او "جنوبي آسیا کې د سولې او امنیت یواځینۍ لار" د کشمیر د لانجې سوله ییز هواری دی.

د پاکستان د وزیراعظم دا خبره کیدای شي د جنوبي آسیا دپاره د امریکې د استراتیجۍ په تړاو وگڼل شي چې اصلي محور یې په افغانستان کې د جگړې ختمول گڼل کیږي.

بل پلو عمران خان یو ځل بیا د کشمیر په مسئلې کې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ پر منځگړیتوب یا وساطت ټینگار کړی دی. صدر ټرمپ، کله چې عمران خان سره یې په واشنگټن کې خبرې کولې، آمادگي وښوده چې کولای شي د کشمیر د کشالې پر سر، د هند او پاکستان ترمنځ وساطت وکړي. خو هند سمدستي دا خبره رد کړله او ویې ویل چې هند همیش غوښتي چې له پاکستان سره یې غټې مسئلې یوازې په دوه اړخیز ډول حل شي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې په ۳۰م او ۳۱م جولایي هندي پوځ د پاکستان د ولکې لاندې دکشمیر په نیلم سیمه کې د ټوپو دلارې په خلکو زهرجن ګیس کارولی چې له امله یې دوه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي، خو هندي چارواکو د پاکستان دا دعوه رد کړې ده.

یاده دې وي چې هند د خالي/شنبې په شپه دعوه کړې وه چې په کیرن سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو د هند خاورې ته د ورننوتلو هڅه کړې وه او په دغه د دواړو خواو ترمینځ شویو ډزو کې دپاکستان اووه عسکر وژل شوي دي.

خو دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور د هند دا دعوه رد کړې او ورته یې د پروپیګنډې نوم ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG