لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د هند په یو بل نوي میزایل جوړولو اندیښنې ښودلي


پاکستان د هند نوې میزایل په تجربه اندیښنې څرگندې کړي، او په هند یې تور لگولې چې سیمه د وسلو په زغل کښې ښکېل کول غواړي.

میډیا سره خپله اونیزه وینا کښې د پاکستان خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل وېلي " د هند نوې میزایل تجربه باندې مونږ سخته اندیښنه لرو، دا نه یواځې د پاکستان لپاره بلکه د ټولې سیمې لپاره د اندیښنې خبره ده. د هند دا هڅه چې په ټولې سیمې خپل اثر رسوخ زیاتوي دې هڅو په سویلي اسیا سورې راوستلې او د پاکستان قواوې هر خطر وړاندې د خپل سرحدونو دفاع لپاره چمتو دي".

هند او پاکستان دواړه وخت په وخت د میزایلو تجربې کوي. د څیړنو ادارې د پاکستان په اېټمي وسلو هم زیاتې اندېښمنې دي.

د جنورۍ په دریمه نیټه پاکستان د زمکې نه په زمکه او زمکې نه هوا کښې هدف وېشتونکې میزایل یا توغندي کامیابې تجربې اعلان کړې وه. د "هربه" په نوم دا نوې میزایل پاکستان سره د وړاندې څخه موجود کروز میزایلو چې پاکستان ورله د بابر نوم ورکړې، یو قسم دې او د تر ٧٠٠ کلومیټره پورې گزار کولې شي.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنگونه او یو شمیر وړې جگړې کړي او په وروستویو کښې د دوي ایټمي وسله زغل نور تود شوې.

دواڼه گاونډیان د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله د نوې جنگ تگلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنگ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

پاکستان د خپل بودیجې ډیره برخه په دفاع خرڅ کوي او هند په ورستویو کښې د خپل پوځونو سپکې او درنې وسله کښې جدت لپاره د ٢.۴ بلین ډالرو لگخت منصوبه هم اعلان کړې.

د پاکستان او هند په دفاع د ناروا لگخت پرته د دواڼو گاونډیانو اولس په سخت غربت کښې ژوند کوي.

د ملگرو ملتونو د اندازو ترمخه د پاکستان ٣٩ فیصده ابادي غربت سره مخ ده چې په ښارونو کښې د غربت کچه په سلو کښې ٩.٣ فیصده او په کلیوال سیمو کښې د اولس ترمنځ د غربت کچه ٥۴.٦ فیصده یادیږي.

د ورلډ بېنک ترمخه د هندوستان په هر پنځو وگړو کښې یو غریب دې او د هیواد د کلیوالو سیمو ٨٠ فیصده ابادي غربت سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG