لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور په زندان کې کرونا دلاسه مړ تن د اټلي نه پاکستان ته لېږل شوی و


کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پاکستان پوځ پرځای کړی دی
کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پاکستان پوځ پرځای کړی دی

پاکستاني چارواکو ویلي د لاهور په زندان کې کرونا وایرس دلاسه مړ شوی تن په اټلي کې د نشۍ توکو د قاچاق لر کې نیول شوی او بیا پاکستان ته لیږل شوی یا ډیپورټ کړی شوی و.

چارواکو دا هم ویلي چې دغه لومړ قیدي دی چې په پاکستان کې په زندان کې د کرونا وایرس دلاسه یې ساه ورکړې ده.

د چارواکو په وېنا د لاهور په کوم زندان کې چې دغه تن مړ شوی پکې تر ۳۵۰۰ پورې قیدیان دي.

په پاکستان کې په جېلونو کې ګڼه ګوڼه وي او د انساني حقونو تنظیمونه وايي پاکستاني قیدخانو کې اکثر د ګنجایش نه زیات قیدیان بند ساتل کیږي او دا خت په پاکستان کې د قیدیانو شمیره د ۷۷۰۰۰ نه زیاته ده.

په لاهور کې د هسپتال یو چارواکي وایس اف امریکا ته وویل د کرونا وایرس ناروغه یوازې ساتل شوی و او د جیل مامورینو ته وېل شوي دي چې د ټېسټونو یا معاینې نه بغیر دې د دغه ناروغه تن سره نور بند کسان دې بل ځای ته لا نه منتقلوي.

په سمدستي توګه دا نه معلومه چې آیا یا څومره نور قیدیان یا د جیل عمله د کرونا وایرس ته ښکاره شوي ده.

نړیوالې ادارې وایي ا په پاکستان کې زندانونه د کرونا وایرس د خورېدو مرکزونه جوړېدلی شي.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په یو ورستي رپورټ کې وویل په پاکستان کې په جېلونو کې ګڼه وي او خلک د یو بل نه لرې نشي پاتې کېدلی او د صفايي پکې فقدان وي او د صحت د خېر ښېګړې سهولت هم کم وي نو ځکه پکې د ناروغۍ د خورېدو امکان ډیر دی.

که چیرې حکومت دا وخت کوم ګام وانخیستلو نو پاکستاني جېلونه د کرونا وایرس د خورېدو مرکزونه جوړېدلی شي. دا خبره ساره بلال کوي، جسټس پراجېکټ پاکستان نومې غیر حکومتي ادارې مشره ده. دغه اداره د قیدیانو د حقونو دپاره کارکوي.
په پاکستان کې د کرونا کرونا دلاسه تر اوسه اووه کسان مړه شوي او د ناروغانو شمیره د ۹۰۰ نه زیاته ده. پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې د کرونا زیاتره ناروغان د ایران نه ستانه شوي شعیه زایرین دي.

په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې دوه سفارتکاران هم کرونا وایرس وهلي دي.

په اټلي کې تر اوسه ۶۰۰۰ د کرونا نه مړه شوي دي. د تېرو دوو هفتو راهسې په ټوله اټلي کې په حرکت پابندي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG