لاس رسیدونکی لینک

 
سرفراز بګټي: د 480000 څخه زيات غېر قانوني کسان د پاکستان نه بېرته تللي دي
تازه خبر

سرفراز بګټي: د 480000 څخه زيات غېر قانوني کسان د پاکستان نه بېرته تللي دي


د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه سرفراز بګټي د غېر قانونه ويستل شوو کسانو شمېرې  د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په يوې خبري غونډې کې شريکې کړي دي
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه سرفراز بګټي د غېر قانونه ويستل شوو کسانو شمېرې  د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په يوې خبري غونډې کې شريکې کړي دي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي، د 480000 څخه غېر قانونه بهرنیان د پاکستان نه ستانه شوي دي او 90 فيصد کسان په خپله خوښه تللي دي. د نوموړي په وينا پاکستان کې تر ټولو زيات بهرنيان افغان کډوال دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه سرفراز بګټي د غېر قانونه ويستل شوو کسانو شمېرې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په يوې خبري غونډې کې شريکې کړي دي.

بګټي زياته کړې، غېر ملکيانو ته په پاکستان کې د سياست اجازت نشته، غېر ملکيان نه شي کولی چې پاکستاني سياست کې څه کردار ولوبوي او د بهر ملکیانو د پاکستان په سياسي هلوځلو کې برخې اخستو باندې بنديز دی.

هغه زياته کړې، په سياسي هلوځلو کې ککړ غېر ملکيان ويستل کيږي د لسو پورې کسانو پېژندګلو شوې چې په سياسي هلوځلو کې ککړ وو، که بهرنيان په هر ډول اسنادو پاکستان ته راغلي وي که په سياسي هلوځلو کې معلوم شو بې د وخت لګولو به ويستل کيږي.

بګټي دا هم ويلي اخر کې به ټول غېر ملکيان ويستل کيږي او که څوک په سفري قانوني اسنادو پاکستان ته راځي، راځي دې.

د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.

سرفراز بګټي په چمن پوله د روان پرلت په حواله ویلي، د هغو سره مذاکرات روان دي.

د افغانستان سره د چمن په پوله زرګونو خلک په پاسپورټ او ويزې په پوله د تګ راتګ د پرېکړې پرضد خواوشا د 50 ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي.

احتجاج کوونکي وايي، د غوښتنو منلو پورې به احتجاجي پرلت روان ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG