د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ويلي تراوسه پورې خواوشا درې لکه افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي، او په راتلونکې يوه مياشت کې دننه به د کډوالو ايستلو عمل سرته ورسي.
سرفراز بګټي دغه خبرې انډېپنټ اردو سره په مرکه کې کړي دي.
هغه ویلي،په ايستل شوو يا لېږل شوو کې زياتره يا د 99 فيصده نه زيات افغان کډوال دي.
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی و او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
سرفراز بګټي د قانوني اسناد لرونکو کډوالو ايستلو په اړه ویلي، "هغه خلک چې له دې امله پاکستان ته راغلي وو چې په خپل ملک کې یې امن نه وو، دوی په بشري بنیادونو راغلي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې سره د پاکستان معاهدې شوې وې، اوس د هغو په ملک کې امن راغلی دی نو خپل ملک ته دې لاړ شي".
هغه زياته کړې، "څوک بهرنی چې په قانوني توګه پاکستان ته راځي، په سمه لار دې راځي هرکلی ورته وايو".
نوموړي د قانوني اسناد لرونکو ايستلو دپاره کومه نېټه نه ده ويلې.
له دې وړاندې د اکتوبر په وروستيو کې هم نوموړي ويلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي هغه لېږل کيږي او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږلی شي.
د پاکستان د جيو ټي وي سره په خبرو کې نوموړي ولي وو،"د ټولو افغانانو دپاره يوه پاليسي ده چې ټول به ويستل کيږي خپل هېواد ته به لېږلی شي".
بګټي زياته کړې وه، "ټول به بيرته ځي د هغو ملک اوس پرامنه شوی دی هیڅ ډول خانه جنګي نشته د هغو په وينا اوس هلته خوشالي ده نو بيرته دې لاړ شي".
کراچۍ —
1
Forum