لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د انټرنېټ آزادي تر پخوا لا کمه شوې او حکومت انټرنېټ پخپل کنټرول کې ساتي - فریډم هاوس


فریډم هاوس تنظیم چې کار یې په نړۍ کې د آزادۍ او جمهوریت د حالاتو څارل دي، وایي چې د نړۍ ګڼ شمېر حکومتونو د کروناوایرس وبا د کنټرول په بهانه په انټرنېټ کې د څارنې یا سروېلانس نوې آلې لګولي او د انټرنېټ په برخه کې یې د خلکو آزادۍ کمې کړي دي.

فریډم هاوس پخپل تازه کلني رپوټ کې چې فریډم آن دې نېټ یا په انټرنېټ کې آزادي نومیږي، د نړۍ په بېلابېلو ملکونو کې د انټرنېټي آزادیو جاج اخیستی دی. په دې رپوټ کې د پاکستان په اړه ویل شوي دي چې په دې ملک کې انټرنېټي ماحول په کلکه د حکومت په کنټرول کې دی. پاکستان سږکال د انټرنېټي آزادۍ له اړخه د سلو نه شپږ ویشت نمبرې (۲۶/۱۰۰) اخیستي دي، خو یو کال مخکې یې د سلو نه اووه ویشت (۲۷/۱۰۰) نمبرې اخیستې وې.

فریډم هاوس پخپل رپوټ کې زیاتوي چې د پاکستان چارواکي اوس هم د انټرنېټ د بندولو، د وېب سایټونو د بلاک کولو، او د آنلاین اېکټویزم په خاطر د خلکو د ګرفتارولو په عمل لاس پورې کوي چې په دې طریقه غواړي هغه ویناوې چې د دوی نه خوښیږي، هغه وټکوي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې په پاکستان کې خلک اکثره د خپل آنلاین فعالیتونو یا اېکټویزم په خاطر عدالت ته راکشیږي، او اکثره سختې سزاګانې ورباندې راوزي. په رپوټ کې د مثال په توګه یادونه شوې ده چې په تېر یو کال کې دوه کسان په دې الزام چې په آنلاین توګه یې د اسلام مذهب سپکاوی کړی و، په اعدام محکوم شوي، خو کېسونه یې اوس په اپیل کې دي.

فریډم هاوس د پاکستان د انټرنېټي آزادیو په اړه دا هم وایي چې د انټرنېټ صارفین د خپل آنلاین فعالیتونو، رپوټ ورکولو، مباحثو، او یا سیاسي فعالیتونو په خاطر اېرول کیږي، بلېک مېل کیږي، یا هم ورباندې تشدد کیږي. د مثال په توګه یادونه شوې ده چې په یو کال کې کم از کم یو آنلاین کارکن په قتل رسېدلی دی.

د رپوټ په یوه بله برخه کې لیکل شوي: چارواکو په لویو ښارونو او نورو سیمو کې بیا هم انټرنېت بندولو، په خصوص په پخوانۍ فاټا قبایلي علاقو کې د انټرنېټ اوږدمهاله بندېدل بیا هم لیدل کېده چې له امله یې د هغه ځای خلک د کروناوبا په دور کې، د انټرنېټي آګاهیو او نورو سهولتونو نه بې خبره پاته کېدل.

د فریډم هاوس وینا ده چې د حکومتي شمېرو تر مخه، په پاکستان کې نهه لاکه (۹۰۰۰۰۰) ویب سایټونه بند کړی شوي چې په هغو کې د سیاسي، مذهبي، او ټولنیزو مسایلو ویب سایټونه هم شامل دي. همدا راز د کروناوبا پر مهال، د پاکستان حکومت د خلکو د پیدا کولو او تعقیب یا څار یو پټ سیسټم هم کارولی دی، چې په اصل کې د آی اېس آی لخوا د ترهګرۍ ضد مهم ته جوړ شوی.

خو په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې د موبایل فونونو له طریقه انټرنېټ ته د خلکو رسایي په زیاتېدو ده. دا هم ویل شوي چې د انټرنېټ بیعه په تېرو څو کلونو کې ډېره کمه شوې ده خو د انټرنېټ ټېکسونه ډېر زیات شوي دي او اکثره خلک نشي کولی انټرنېټ وکاروي. مګر با وجود ددې، فریډم هاوس وایي چې اکثره پاکستانیان نړېوالو خبري ذرایعو او نورو خپلواکو رسنیو، د غټو سیاسي ګوندونو ویب سایټونو، او یا د نړېوالو بشري سازمانونو ویب سایټونو ته لاس رسی لري.

د فریډم هاوس د دې تازه رپوټ او څرګندونو په اړه د پاکستان حکومت غبرګون تر اوسه مخې ته ندی راغلی.

فریډم هاوس وایي په شمالي کوریا او ایران کې په انټرنېټ باندې سخت بندیزونه دي
فریډم هاوس وایي په شمالي کوریا او ایران کې په انټرنېټ باندې سخت بندیزونه دي

د نړۍ نور ملکونه:

فریډم هاوس پخپل تازه کلني رپوټ کې ویلي چې د نړۍ ریاستونو د کروناوایرس په بهانه په خلکو باندې خپل آنلاین څارنه او د معلوماتو راټولول او د تنقیدي ویناوو سېنسرشېپ زیات کړي دي.

د رپوټ له مخې، دا پرله پسې لسم کال دی چې په نړۍ کې د انټرنېټ آزادي په کمېدو ده او د هغو پنځه شپېتو (۶۵) ملکونو له جملې نه چې فریډم هاوس پخپل تازه رپوټ کې ارزولي، شپږ ویشتو (۲۶) کې یې حالات تر پخوا خراب شوي او په دوه وېشتو (۲۲) کې یې حالات د تېر کال په نسبت يو څه ښه شوي دي.

د رپوټ ترمخه، په تېر یو کال کې په میانمر (برما)، هند، قرغېزستان، اېکواډور، او نایجریا کې انټرنېټي آزادۍ د پخوا په نسبت ډېرې کمی شوي دي. همدا شان ویل شوي چې په امریکا کې هم دا څلورم پر له پسې کال دی چې انټرنېټي آزادي په کمېدو ده.

همدا شان رپوټ زیاتوي چې په حد اقل پنځه څلوېښت (۴۵) ملکونو کې فعالان، صحافیان، او د ټولنې نور کارکنان کروناوبا پورې اړوند د انټرنېټي بیاناتو په خاطر، د خلافکارۍ او جرمونو په الزام ګرفتاره شوی دي.

د فریډم هاوس په حواله، چین د شپږم کال دپاره، بیا هم د نړۍ په کچه د انټرنېټي آزاديو تر ټولو ستر سرغړوونکی هېواد پېژندل شوی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG