لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي وسلوالو تښتولي ایراني امنیتي عسکر یې ژغورلې دي


د پاکستان ایران سرحدي دروازه
د پاکستان ایران سرحدي دروازه

پاکستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دې خبرې تصدیق کړی دی چې وسلوالو تښتولي د ایران پنځه سرحدي محافظین یې ژغورلي دي او د نورو ایراني عسکرو د موندلو دپاره لټون روان دی.

یوه میاشت وړاندې د ایران مخالف تتظیم جیش العدل د ایران ١٢ سرحد ساتونکی د ایران په میرجاوه سیمه کې ونیول او پاکستان ته یې واړول.

تهران په اسلام اباد غږ کړی و چې ایراني عسکر په موندلو کې دې مرسته وکړی.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل په اسلام آباد کې د معمول خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان قانون نافذ کونکو ادارو او پاکستاني ځواکونو ایراني عسکر موندلي دي او ژغورل شوي عسکر په صحت سم دي.

د پاکستان د اعلان نه وړاندې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو مشر مېجرجنرل محمد علي جعفري خبریالانو ته وویل چې ایراني سرحدي مخافظین ژغورل شوي دي.

جیش العدل د نیولو شویو ایراني عسکرو په بدل کې د خپلو قیدیانو د ازادۍ غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG