لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هالي ووډ ايکشن فلم اسلام اباد کې


ایبټ آباد کې هاغه کور چرته چې د اوسامه بن لادن وژل شوی دی
ایبټ آباد کې هاغه کور چرته چې د اوسامه بن لادن وژل شوی دی
د پاکستان هاغه ټي وي کتونکو چې اکثره د هالي ووډ ايکشن فلمونه پۀ خپلو پړدو کتل خوښوي، پۀ ناساپي توگه د پاکستان شخصي ټي وي چينلونو ته هاغه وخت راواوړيدل کله چې د زيارت پۀ ماسخوتن اتۀ بجې د اسلام اباد مهمه ځائې کې يوه نوې ډرامه پيل شوه.
ډرامه يا ايکشن فلم څۀ داسې وو چې د پنجاب ايالت حافظ اباد يو تن محمد سکندر پارليمان ته تلونکو ټولو د درځن نه زياتو امنيتي پوستو ته سره د وسلوداخل شو او يو داسې ځائې کې ئې خپل تور موټر ودرولو کومه چې د امنيت پۀ حواله حساسه گرځول شوې ده. سکندر د خپل گاډي نه دوه ټوپکې پۀ لاس راکوز شو او فقط دوه غوښتنې ئي کولې يو دا چې هيواد کې دې شرعي نظام پۀ سمدستي توگه نافذ کړى شي او بله دا چې موجوده حکومت دې استفعي ورکړي.
مطبوعات وايي سکندر یو غیر حکومتي ټیلې وژن ته دا هم ویلې چې "ما وژنۍ او لکه د اوسامه مړی مې سمندر ته وسپارۍ."
د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي د القاعده مشر اوسامه بن لادن ابیبټ آباد کې د وژل کیدو ورسته ورسته، امریکائي چارواکې وايي د هغه مړی سمندر ته سپارل شوی دی.
سکندر يواځې نه وو بلکې دۀ سره ددۀ ميرمن کنول او دوه د لسو کالو نه کم عمره ماشومان لور فرواه او ځوې عبدالله هم موجود وو، او کله چې د اسلام اباد پوليسو د معاملې نزاکت ووليدو نو دۀ سره ئې د موبائيل فون پۀ ذريعه د خبرو اترو لړۍ پيل کړه. خو سکندر ټينگ ولاړ وو او وئيل ئې چې کۀ ځان مې ځي، تيار يم خو پوليسو ته ځان نۀ سپارم.
دغه دوران کې د پاکستان ټي وي چينلونو نيغ پۀ نيغه ښودل چې څنگه سکندر د گاډي نه راکوزيږي، سيگريټ څښوي او بيا د خپل يو ټوپک نه هوائي ډزې کوي. دغه وخت کې دا هم د ټي وي پۀ پړده ښکاريدل چې د سکندر ميرمن کنول څنگه د پوليسو پيغام خپل ميړۀ او د هغۀ جواب پوليسو ته رسوي او د ډرامې دغه دوران کې ماشومان کله د گاډي نه راکوزشي او کله د موټر پۀ سر لوبو ته ووخيژي.دا هر څۀ نيغ پۀ نيغۀ نۀ يواځې د هيواد دننه بلکې خارج کې هم وطن والو کتل او ټيليفونونه ئې کول چې اسلام اباد کې دا کومه لوبه روانه ده.
اخيري وختونو کې داسې خبرونه راغلل چې گني د فوځ کمانډوز راورسيدل او اوس به دغه تن سکندر پۀ سر وولي او لوبه به ختمه شي خو د پاکستان پيپلز گوند يو مشر او د بيت المال چيرمين زمرد خان د خبرو اترو پۀ بانه د سکندر خوا ته ورغلو او ټي وي وښودل چې څنگه ړومبيه زمرد خان د سکندر ماشومانو سره مينه او بيا ئې پۀ سکندر حمله وکړه. دغه اخو ډب کې سکندر هم ډزې وکړې خو پوليسان ددۀ ژوندي نيولو کې بريالي شول او ددۀ ميرمن کنول ئې هم گرفتاره کړه.
د سکندر پحقله د ړومبيو معلوماتو تر مخه دغه پنجابي دوه وادونه کړي دي او ړومبۍ ميرمن ئې يوه عربه ده چې نوموړي ورسره دوبۍ کې وادۀ کړى وو او ددۀ پنجابي خسرنياز لکهويرا مطبوعاتو ته وئيلي دي چې ددۀ زوم پنځۀ ورځې وړاندې سره د خپلې ميرمن او ماشومانو د مري پۀ چکر لاړو خو دې پنځو ورځو کې څۀ داسې وشول چې سکندر پۀ داسې انتهائي گام پورته کولو مجبوره شو. د سکندر د ميرمن کنول پحقله وئيل کيږي چى اقتصادياتو کې ئې ايم فل کړى دى.
هر څو کۀ دغه تن اوس نيول شوى او د امنيتي ځواکونو ولقه کې دى او پلټنې به تري کيږي چې دۀ ولې او د چا پۀ وينا داسې کار وکړوخو عام خلق پوښته کوي چې د جوهري طاقت لرونکي يو هيواد لپاره ايا داد فکر وړ مقام نۀ دى چى يو تن دې د هيواد حساسه سيمې ته سره د وسلو ورداخل شي او د هالي ووډ د فلمونو غوندې کردار دي پۀ ريښتيا اسلام اباد کې ولوبوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG