لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د استخباراتي ادارو مشترکه مرکز


ددغه مطبوعاتي کانفرنس په مهال ښاغلي نثار دقومي سلامتۍ دتگلارې په ځينو برخو رڼا واچوله اؤ وې وئيل نوې امنيتي تگلاره به په دوؤ برخو کې ويشلې وي ، چې لمړۍ برخه به يې په داخلي امنيتي معاملو اؤ دوهمه به يې دبهرنو خطرو پشان دستونزو دمخنيوي په اړه وي.
ددغه مطبوعاتي کانفرنس په مهال ښاغلي نثار دقومي سلامتۍ دتگلارې په ځينو برخو رڼا واچوله اؤ وې وئيل نوې امنيتي تگلاره به په دوؤ برخو کې ويشلې وي ، چې لمړۍ برخه به يې په داخلي امنيتي معاملو اؤ دوهمه به يې دبهرنو خطرو پشان دستونزو دمخنيوي په اړه وي.
دپاکستان حکومت دترهه گرو سيوا شوؤ فعاليتونو سخت پريشانه کړى اؤ غواړي دترهگرۍ په ضد دنوې تگلارې په اساس هيواد کې دگډو استخباراتو يو داسې مرکز پرانزې کوم چې به شپه اؤ ورځ په کار بوخت وي اؤ د ترهگرۍ د پيښو په اړوند اطلاعات به د اگاهو څخه راټولوي اؤ دهغې دمخنيوي کوټلي پلانونه به عملي کوي.
دغه اعلان دپاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د نهې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته وروستو لۀ هغې کړى چې ددغه هيواد وزيراعظم ميانوازشريف ته د ترهگرۍ په ضد دنوې تگلارې په اړه هم دنهې په ورځ د کورنيو چارو په وزارت کې حال احوال تير کړل شوى دى
چوهدري نثار وويل حکومت هيواد کې دامنيت د ټينگښت دپاره دسولې لارو ته تيار دى خو ددې ترڅنگ دترهه گرۍ په ضد جگړې کولو څخه هم عاجز نۀ دى اؤ په بشپړ ډول چمتووالى ورته لري.
دهغه وينا وهکۀ جنگ راپيښ شو نو دزړۀ دتل نه به جنگ کوؤ اؤ قام بايد ددې لپاره تيار وي
داخله وزير وويل غواړو ټولې ستونزې دمذاکراتو له لارې هوارې کړو، خو کۀ د ټولو گوندونو غونډې دجگړې ملاتړ وکړو نو ١٠٠ فيصده عمل به پرې کولى شي، که پوځي کارروائي کول هم راپيښه شوه نو اتفاق به پرې کول وي.
بايد وويل شي لۀ دې وړاندې چې په پاکستان کې دپيپلز پارټۍ حکومت ؤ اؤ هغه مهال د حکومت مخالفه ياغيانو په ضد پوځي عمليات کيدل نو د موجوده واکمن گوند مشرانو پرې نيوکې کولې چې پردى جنگ په مخکښې وړي اؤ بايد د جنگيالو سره خبرې وکړل شي.
خو اوس چې پخپله د يوولسمې مئ دانتخاباتو په نتيجه کې دپاکستان دننه دمسلم ليگ ن حکومت رامينځته شوى اؤ په دغه هيواد کې دترهگرۍ پيښې ورځ تر ورځه سيواکيږي نو د تندلارو په ملاتړ د تورن دغه گوند حکومت پخپله هم وايي چې کۀ د تندلارو په ضد عملياتو باندې ټولې خواوې يوه خلۀ وي نو چمتو دي چې په ضد يې عمليات وکړي.
کله چې په دغه پريس کانفرنس کې خبريالانو چوهدري نثار ته ورياده کړه چې تاسو خو تر اوسه دترهگرۍ په ضد روانې جگړې ته پردى جنگ وئيلو نو د هغۀ ځواب ؤ چې دنائن اليون وروستو مونږ دغه جنگ ته ورديکه کړى شوي ضرور يوخو دغه جنگ زمونږ نۀ ؤ
نوموړي د خپل زوړ موقف په دفاع کې وويل يو پوځي امر د ټيلي فون د يو کال لۀ لارې دغه جنگ په پاکستان مسلط کړى ؤ اؤ هغوئ تر ١٣ؤ کلونو ددې خبرې مخالفت کړى.
ددغه مطبوعاتي کانفرنس په مهال ښاغلي نثار دقومي سلامتۍ دتگلارې په ځينو برخو رڼا واچوله اؤ وې وئيل نوې امنيتي تگلاره به په دوؤ برخو کې ويشلې وي ، چې لمړۍ برخه به يې په داخلي امنيتي معاملو اؤ دوهمه به يې دبهرنو خطرو پشان دستونزو دمخنيوي په اړه وي.
هغه وويل پاکستان ته دامنيت په اړه گڼې ستونزې پيښې دي چې په ښې طريقې سره دهوارولو لپاره به يې دائي ايس ائي، ايم ائي اؤ دپاکستان دنورو لويو استخباراتي ايجنسو سره په شريکه جوائنټ انټلي جنس سيکرټريټ جوړولى شي اؤ دغه سيکرټريټ به څليريشت ساعته کار کوي.
هغه وويل ائي ايس ائي، انټلي جنس بيورو اؤ ملټري انټلي جنس به په مربوطې طريقې سره کار کوي اؤ استخباراتي راپور به په يو صورت کې هم چا سره نۀ شي شريکولى.
دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دحکومت لخوا داعلان کړل شوي ټول گونديز کانفرنس درابللو په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې داخله وزيروويل دغه غونډه به هم په روانه مياشت کې ترسره کيږي اؤ پکې دشاملو گوندونو په رايې به هرممکن عمل کولى شي ، ځکه چې يو گوند په يواځې ځان هيواد دستونزو څخه نۀ شي ويستلى.
دهغه وينا وه په تيرو وختونو کې خلک وژل کيدل خو چا دقومي سلامتۍ دتگلارې په اړه سوچ نۀ ؤ کړى، خلک ذبح کيدل اؤ چا دقومي تگلارې يادونه هم نۀ وه کړې.
هغه وويل خو اوس دمسلم ليگ حکومت يوه داسې اداره جوړول غواړي ، چې دټولو امنيتي معاملو څارنه وکړي اؤ داستخباراتي ادارو ترمينځ اړيکې پياوړې کړي.
دکورنو چارو دوزير وينا وه ترهه گر دامنيتي ايجنسو څخه هم وړاندې تلي اؤ هغوي اوس دخودکش جيکټونو برخې په ليپ ټاپ کې وړي راوړي.
هغه وويل چې اوس اوس په باره کهو کې جومات کې شوې ناکامه ځانمرگي حمله کې ککړه ډله په عصري ټيکنالوجۍ سمباله وه.؛

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG