لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: ازادۍ مارچ کې ورانی به د حکومت کار وي


په سکهر کې مولانا فضل الرحمان لاریون ته هم وینا وکړه او ویې ویل د حکمرانانو سره یې سیاسي جنگ شروع کړی دی او د دې جنگ نه به وروسته نشي
په سکهر کې مولانا فضل الرحمان لاریون ته هم وینا وکړه او ویې ویل د حکمرانانو سره یې سیاسي جنگ شروع کړی دی او د دې جنگ نه به وروسته نشي

د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي فیصله یې کړې ده چې د پاکستاني ادارو سره به په ټکر نه ورځی او که چېرې د هغه په قول داسې څه صورتحال جوړیږي نو دا به د حکومت او یا د اېجنسو د طرفه وي.

د سند په سکهر ښار کې د وي او ای اردو څانگې سره مرکه کې مولانا فضل الرحمان وویل دوی ثابته کړې ده چې دوی خپله او د دوی غونډې پرامنه وي. هغه وویل که چېرې په ازادۍ مارچ کې چا څه ورانی وکړو نو دا دغه وران کارۍ به د حکومت نماینده گڼل کیږي ځکه چې د حکومت خلک د دوی د لاریون د تباه کولو کوښښ کوي.

د اردو څانگې د رپورټ نه داسې نه ښکارېده چې مولانا فضل الرحمان د کومو ثبوتونو په بنیاد په حکومت د هغه د ازادۍ مارچ د تباه کولول الزام لگوي خو وزیراعظم عمران خان ویلي د حکومت خلاف هغه گوندونه یوځای شوی دي چې د هغه په قول په بډو رشوتونو کې ککړ دي.

عمران خان د گل دوشنبې، په ورځ د پنجاب په ننکانا صاحب ښار کې یوې غونډې ته وویل د بډو رشوتونو په معامله به د هیڅ چا سره جوړ جاړی ونکړي.

که څه هم حکومت یا د احتساب ادارې په مولانا فضل الرحمان او یا د جی یو ايي (ف) په بل کوم مرکزي مشر تراوسه د بډو رشوتونو کوم الزام نه دی لگولی خو د حزب اختلاف گوندونه وايي حکومت دا ډول الزامات د مخالفینو په ضد د سیاسي الې په توگه استعمالوي.

مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان د مستعفي کېدو، د پوځ د څارنې لاندې د نوو انتخاباتو، د اسلامي دفعاتو د تحفظ او د سویلین ادارو د بالادستۍ غوښتنه کوي. د جی یو ايي مشر دا هم غوښتنه کوي چې د هغه په ازادۍ مارچ کې دې کوم خنډ را ولاړ نکړی شي.

د وي او ای اردو څانگې سره خپله مرکه کې مولانا فضل الرحمان د جی یو ايي د یو مرکزي رهنما مفتي کفایت الله گرفتاري او د سنېټر حمدالله د شناختي منسوخي دواړه د نا پوهۍ اقدامات وبلل او چې د هغه په وینا ټوله دنیا پرې خنده کوي. د شهریت په لړ کې مولانا فضل الرحمان وویل هغه ته هم څوک ویلی شي چې نیکه دې د افغانستان څخه راغلی و نو ځکه پاکستانی نه يي، داسې به څوک هم محفوظ نه وي.

مولانا فضل الرحمان وویل د حزب اختلاف نور گوندونه هم د ازادۍ مارچ حمایت او د جی یو ايي نه په زیات پر جوش انداز کې د نوو انتخاباتو او د وزیر اعظم د استعفا غوښتنه کوي.

مولانا فضل الرحمان وویل د جی یو ايي په زیلي تنظیم انصارالسلام د حکومت د پابندۍ فیصله نه مني. هغه وویل جی یو ايي او د گوندې نورې څانگې قانوني حېثیت لري او د الیکشن کمیشن سره یې نوم لیکنه یا رجسټرېشن شوی دی.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د جی یو ايي د ازادۍ مارچ برخه وال د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کراچۍ نه روان شوي او د گل، دوشنبې، په ورځ سکهر ته ورسیدل. مولانا فضل الرحمان په سکهر کې د وي او ای اردو څانگې سره خبرې وکړې.

په سکهر کې مولانا فضل الرحمان لاریون ته هم وینا وکړه او ویې ویل د حکمرانانو سره یې سیاسي جنگ شروع کړی دی او د دې جنگ نه به وروسته نشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG