لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې دوضعيت خرابيدو له امله کاروبارونه تړل شوي دي


لساني ډلې ايم کيو ايم بيا اعلان کړى چې ترڅو په عباس ټاؤن کې ترسره شوې چاؤدنه کې ککړ ترهه گر نۀ وي نيول شوي تر هغې به داحتجاج په ډول سندهـ اؤ ځانگړي ډول کراچۍ کې کاروبارونه بند وي
لساني ډلې ايم کيو ايم بيا اعلان کړى چې ترڅو په عباس ټاؤن کې ترسره شوې چاؤدنه کې ککړ ترهه گر نۀ وي نيول شوي تر هغې به داحتجاج په ډول سندهـ اؤ ځانگړي ډول کراچۍ کې کاروبارونه بند وي
دپاکستان تر ټولو ستر کاروباري ښار کراچۍ کې دشورو په ورځ سياسي تاؤتريخوالى نور هم سيوا شوى چې له دې امله په دغه ښار کې ټول کاروبارونه تړل شوي دي.
دسندهـ ايالت حکومتي چارواکو تور لگولى چې دکراچۍ دوضعيت په خرابولو اؤ کاروبار تړلو کې دحکومت څخه اوس اوس جدا شوې سياسي ډله لاس لري.
خو لساني ډلې ايم کيو ايم بيا اعلان کړى چې ترڅو په عباس ټاؤن کې ترسره شوې چاؤدنه کې ککړ ترهه گر نۀ وي نيول شوي تر هغې به داحتجاج په ډول سندهـ اؤ ځانگړي ډول کراچۍ کې کاروبارونه بند وي.
په عين حال کې دپاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني هم کراچۍ ته رسيدلى اؤ هغه ته دکراچۍ دامنيت په اړه احوال تير کړل شوى دى.
دشورو په ورځ په کراچۍ کې دنامعلومو کسانو له لوري دډزو په پيښو کې ددريوؤ کسانو دوژلو څخه وروستو په دغه ښار کې سخته ويره ترهه خوره شوه اؤ کاروباريانو خپل کاروبارونه وتړل.
ددې ترڅنگ په سړکونو گاډو هم چلن نۀ کولو.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې دتاؤتريخوالي له امله دکراچۍ ښار دبيلا بيلو برخو څخه خلکو په وخت ځانونه کورونو ته ويستل ، چې له دې امله دغرمې څخه وروستو دکراچۍ په لويو سړکونو دټريفک رش جوړ شو.
دکراچۍ دټرانسپورټرانو اتحاديې دامن وامان دگډوډ وضعيت له امله دټرانسپورټ دبندولو پريکړه کړې ده.
همدغه راز دال سندهـ صرافه ايسوسي ايشن صدر هم دشورو په ورځ اعلان وکړو چې په کراچۍ کې به دامن دخراب وضعيت له امله دصرافۍ مارکيټ تړلى وي.
دټول کراچۍ ښار په زياترو سيمو کې دويرې له امله اليکټرونکس مارکيټونه اؤ پيټرول پمپونه هم تړل شوي دي.
دکراچۍ په لانډهي سيمه کې نامعلومو کسانو دمسافرو يو بس ته اور هم لگولى دى.
په دغه ستر کاروباري ښار کې د وضعيت خرابيدو سره سم دکراچۍ په بندرگاه دتجارتي مال ليږل اؤ ترلاسه کول اودرول شوي دي.
دسندهـ اسمبلۍ نائب سپيکرې شهلا رضا دشورو په ماذيگر په وزيراعلي هاؤس کې يو بيړني مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دکراچۍ په وضعيت خرابولو کې هاغه سياسي ډله لاس لري چې اوس اوس دحکومت څخه بيله شوې ده.
هغې که هر څو دکوم گوند نوم وانۀ خستو ، خو په کراچۍ کې څو ورځې وړاندې لساني ډلې ايم کيو ايم دحکومت څخه داختلافاتو له امله خپلې لارې بيلې کړي دي.
شهلا رضا وويل ترڅو چې دغه خلک په حکومت کې وؤ نو څه يې نۀ وئيل ، خو اوس چې دحکومت څخه ووتل نو په حکومت يې ټکونه هم شروع کړل اؤ ديو ساعت دننه يې په خلکو کاروبارونه هم وتړل.
بل لوري ته دلساني ډلې ايم کيو ايم درابطه کميټۍ غړي رضا هارون هم بيړني مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې اعلان وکړو چې حکومت دعباس ټاؤن په چاؤدنو کې ککړ خلک ترهه گر تر دې مهاله نۀ دي نيولي اؤ نۀ يې دغه پيښه کې دزيانمن شوؤ خلکو ډاډگيرنه کړې ده، ځکه نوايم کيو ايم به دحکومت خلاف په سندهـ کې احتجاجي تحريک پيل کوي.
هغه دکراچۍ داوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل کاروبارونه بند وساتي.
هم دشورو په ورځ دپاکستان سپريم کورټ کراچۍ دوسلو څخه دپاکولو په اړه دامنيتي ادارو راپور مسترد کړى اؤ دوفاقي حکومت اؤ خفيه ادارو چارواکو ته يې امر کړى چې په 8م مارچ دې عدالت ته حاضر شي.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ دسپريم کورټ دکراچۍ په رجسټرۍ کې دعباس ټاؤن دچاؤدنو دپيښې اوريدنه وکړه.
داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري پخپلو څرگندونو کې وويل په ښار کې دامنيت په ټينگښت کې رينجرزځواکونه په مکمل ډول ناکامه شوي اؤ حکومت هم په دغه معامله سنجيده نۀ ښکاري.
دهغه وينا وه کراچۍ کې د11,000ؤ رينجرز ځواکونو دموجودگۍ باوجود دترهه گرۍ پيښې روانې دي سره ددې چې رينجرز ته دپوليس اختيارات هم ترلاسه دي.
عدالت دوفاقي حکومت اؤ خفيه ادارو چارواکو ته امر کړى چې په 8م مارچ دې عدالت ته حاضر شي اؤ دملير دپوليسو دمشر ايس پي راؤ انور دمعطلۍ هدايت يې هم کړى.
تيره اوونۍ دکراچۍ په عباس ټاؤن سيمه کې په دوؤ زوردارو چاؤدنو کې خواؤشا 50 کسان وژل شوي اؤ 200 نور ژوبل شوي وؤ اؤ دپاکستان ستره محکمې ددغه پيښې پخپله نوټس اخستى اؤ دکيس اوريدنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG