لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بالاکوټ کې د هندي ځواکونو بمباري له پاکستانه بغیر بل هیڅ هیواد نه ده غندلې


د پاکستان پوځ دا عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د هندي طیارو بمونه هسې په خالي ځایونو کې لویدلي دي
د پاکستان پوځ دا عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د هندي طیارو بمونه هسې په خالي ځایونو کې لویدلي دي

د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د هندي هوایي ځواکونو له حملې وروسته د پاکستان دننه ډېر غبرگونونه راپاریدلي دي، خو په عالمي کچه هیڅ کوم بل هیواد تر دې دمه هند په دې نه دی غندلی چې ولې یې د پاکستان پر خاوره حمله کړې ده.

چین چې په نړېواله کچه د پاکستان نږدې ملاتړی گڼل کیږي، هم په همدې بسنه کړې چې هند او پاکستان ته د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل کولو سپارښتنه وکړي، خو په واضحه ټکیو کې یې د هند مذمت نه دی کړی.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او سیاسي څیړونکی حسین حقاني هم پر خپل ټویټر دې خبرې ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي: «نړېواله ټولنه، د چین په شمول، دواړه اړخونو ته سپارښتنه کړې چې له زغم نه کار واخلي. تر اوسه هیڅ ملک د "هندي یرغل" یا "پر حاکمیت د تیري" پرضد د پاکستان ملاتړ نه دی کړی.»

دا چې د پاکستان پر خاورې د هند د هوایي حملې په هکله نړېوالو سوړ غبرگون ښودلی او هغه یې نه دی غندلی، پاکستان کې دننه د څیړونکو او خبریالانو له سترگو پټه نده پاته شوې. یوې خبریالې او د بشري حقونو کارکنې، مروي سرمد پر خپل ټویټر په مزاحیه انداز سره لیکلي: «هڅه کوم چې د هغو هیوادونو نوملړ راغونډ کړم کوم چې له مونږ سره یې یووالی ښودلی یا یې د پاکستان پر خاورې د هند حمله غندلې ده. او له شاتو نه خواږه د پاکستان ملگري به څنگه غبرگون ښودلی وي؟ چاته پته شته؟»

پس له هغه چې هند وویل جهازونو یې د پاکستان په بالاکوټ کې بمبارۍ وکړې، یورپي اتحاد هم د نهې/سې شنبې په ورځ پر اسلام آباد او نوې ډېلي ډواړو غږ وکړ چې له اعظمي صبر او زغم څخه دې کار واخلي.

د یورپي یونین ویاندې مایا کوچیانجیچ خبریالانو ته وویل: «مونږ له دواړو هیوادونو سره په تماس کې یو او زمونږ په باور، هغه څه چې مهم دي دا دي چې ټول له اعظمي زغم نه کار واخلي او د کړکیچ له زیاتیدو دې ډډه وکړي.»

مگر سره له دې بیانه، یورپي اتحاد پر هند انتقاد نه دی کړی چې ولې یې د پاکستان دننه هوایي بریدونه کړي دي.

امریکا او همدا راز د پاکستان گاونډی هیواد، افغانستان تر اوسه د هندي جهازونو د تیرې شپې د حملو په اړه څه رسمي غبرگون نه دی ښودلی.

د متحده قامونو د امنیت شورا مشر د نیویارک په وخت نن سهار د وایس آف امریکا خبریالې ته وویل چې تر اوسه د هند د برید په تړاو، د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې کومه غوښتنه نه ده شوې.

پاکستاني چارواکو دا ومنله چې هندي طیارې یې د ملک هوایي حریم ته ننوتلي دي او بمونه یې هم اچولي، خو دا یې بیا نه ده منلې چې گني په دې عمل کې دې چا ته مرگ ژوبله اووښتي وي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور د هندي پوځیانو دا دعوه چې گني د هند جهازونه ٢١ مینټه (دقیقې) د پاکستان د خاورې پر سر الوت کړې و، له حقیقته لیرې وبللې.

په پاکستان کې د بهرنیو ځواکونو شپني عملیات نوې خبره نه ده. د ٢٠١١ کال په مئی میاشت کې د امریکایي ځواکونو دوه پوځي هلیکاپټرې هم د افغانستان له لوري په نیمه شپه د پاکستان زړه ته ننوتلې، په ایبټ آباد کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د کور څنگ ته کیناستلې، ترې عسکر راښکته شول، بن لادن یې وواژه او مړی یې هم بیرته په هلیکاپټرو کې یووړ.

خو د پاکستان پوځ د امریکایي هلیکاپټرو په راتگ او د هغو پر عملیاتو، ناخبري وښوده.

دا ځل پاکستان منلې چې هندي جهازونو یې د خاورې پر سر الوت کړی او بیرته ستنې شوې دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG