لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: د بالاکوټ د بمبارۍ وروسته په کشمیر کې امنیتي حالات بهتره شوي دي


هندي کشمیر
هندي کشمیر

هند وایي له هغه وخته چې د پاکستان په خاوره کې دننه په بالاکوټ یې بمبارۍ کړي دي، په جمو او کشمیر کې امنیتي حالات څو برابره ښه شوي دي او د "سرحد" نه هم د تندلارو په اووښتو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

د هند د داخله چارو وزیر نیتیانند رای نن د نهې/سې شنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې په بالاکوټ سیمې باندې د هندي جهازونو له حملو وروسته، د "سرحد" نه د اوړېدونکو تندلارو په شمیر کې ۴٣ فیصده کمی راغلی.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، د داخله چارو وزیر نیتنیانند رای زیاته کړې چې "د امنیتي ځواکونو د هماهنگو او څنگ ترڅنگ هڅو په نتیجه کې، [د کشمیر] په صوبه کې د کال په لومړۍ نیمایي کې، د ٢٠١٨ کال د همدې مودې پرتله، حالاتو بهتري موندلې ده."

هغه وویل چې د اووښتونکو تندلارو په شمیر کې د کمیدو وجه، د سرحد او لاین آف کنټرول پره اوږدو کې د هندي قواوو د څو کرښو ځای پر ځای کول، سرحدي فینس یا خنډونه جوړول، د استخباراتو قوي کیدل، او هندي پوځیانو ته د نوې ټکنالوژۍ وسلې په واک کې ورکول دي.

هندي رسنیو د چارواکو له قوله دا هم ویلي چې په جنگ ځپلي کشمیر کې د ترهگرو په شمیر کې هم ۴٠ فيصده او د ترهگرۍ په پیښو کې ٢٨ فیصده کمی لیدل شوی دی.

که څه هم هندي چارواکي د حالاتو دغه بهتري، د خپلو ځواکونو، امنیتي گامونو، او استخباراتي چارو پیاوړي کیدل په گوته کوي، خو بل پلو پر پاکستان هم د نړېوالې ټولنې، په خصوص د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف لخوا سخت فشار راغلی چې د ترهگرو ډلو د مالي سرچینو پر ضد دې کلک اقدام وکړي، او پاکستان ویلي چې په دې برخه کې یې سنجیده گامونه اخیستي دي.

سږکال د فرورۍ میاشت کې د هند او پاکستان ترمینځ تاوتریخوالي کې زیاته اضافه لیدل شوې وه او هندي الوتکو د پاکستان په بالاکوټ سیمه بمي برید هم کړی و، چې وروسته پاکستاني چارواکو د دغه برید ځواب کې د دوو هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه وکړه او یو اسیر شوی پایلټ، ابهې نندن یې بیرته هند ته وسپاره.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG