لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله ځنډېدلی د پولیو ضد کمېپېن به دا میاشت شروع کیږي


د جنوبي وزيرستان اېډيشنل ډپټي کمېشنر فريدالله ډيوه ته وويلي د صحت محکمې، امنيتي ادارو او ضلعې انتظاميه لخوا د کمپېن پورا تيارۍ نيولي دي
د جنوبي وزيرستان اېډيشنل ډپټي کمېشنر فريدالله ډيوه ته وويلي د صحت محکمې، امنيتي ادارو او ضلعې انتظاميه لخوا د کمپېن پورا تيارۍ نيولي دي

د صحت نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او د خېبرپښتونخوا د حکومت چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې به د دې مياشت په شلمه نېټه د کرونا وبا له وجې ځنډېدلی د پوليوضد کمپېن به بيا پېل کيږي.

په پاکستان کې د مارچ مياشت نه راپدېخوا د کرونا وبا خوريدو له عمله د پوليو ضد قطرې ورکولو کمپېنونه ځنډيدلې وو.

په خېبر پښتونخوا کې د ډبليو اېچ او تېکنيکي صلاح کار ډاکټر سرفراز افريدي ډيوه ته وويلي دا کمپېن به په اولني پړاؤ کې يواځې په جنوبي وزيرستان کې وي او ۹۵ زره د پينځو کالو نه کم عمر ماشومانو ته به قطرې ورکول کيږي۔

ډاکټر سرفراز وايي د قطرې ورکونکي ټېمونه به د کرونا وايرس نه ځان ساتنې ټول اختياطي تدابير خپلوي

"د لوي اختر نه پس په نورو ضلعو کې هم د پوليو ضد قطرې وکولو پلان لرو چې د کرونا وبا خوريدو کچې ته په کتو سره به نېټې اعلانو، که د کرونا خوريدو کچه هم دې موجوده وخت شان وه نو تمه ده چې د نورو کمپېنونو نېټې به اعلان شي "

ډاکټر سرفراز زياتوي جنوبي وزيرستان کې په نزديو کې د پوليو کېس هم رپورټ شوې وو او د نورو سيمو په نسبت پکې د کرونا کېسونه کم دي نو ځکه يي د اولني کمپېن د پاره د دغې سيمې انتخاب کړې دي.

د جنوبي وزيرستان اېډيشنل ډپټي کمېشنر فريدالله ډيوه ته وويلي د صحت محکمې، امنيتي ادارو او ضلعې انتظاميه لخوا د کمپېن پورا تيارۍ نيولي دي.

" زمونږ ټولو متعلقه ادارو خپلې تيارۍ پورا کړې او خپل مينځ کې په رابطه کې دي "

څيړونکي وايي د تېرو کلونو په نسبت روان کال په پاکستان کې د پوليو کېسونه زيات شوي دي، په کال ۲۰۱۷ کې اته، کال ۲۰۱۸ کې ۱۲ ، په کال ۲۰۱۹ کې ۱۴۷ کېسونه او کال ۲۰۲۰ کې تر اوسه ۶۰ د پوليو کېسونه رپورټ شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG