لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان ته تګ دپاره د اجازت نامې نظام غیرقانوني دی، د پېښور هايي کورټ فیصله


سجاد احمد محسود وي او ای اردو ته وویل د ۲۰۱۹ د شروع ورځو راهسې د جنوبي وزیرستان انتظاميي سیمې ته تګ دپاره د راهدارۍ سند ضروري کړی و
سجاد احمد محسود وي او ای اردو ته وویل د ۲۰۱۹ د شروع ورځو راهسې د جنوبي وزیرستان انتظاميي سیمې ته تګ دپاره د راهدارۍ سند ضروري کړی و

د پېښور هايي کورټ جنوبي وزیرستان ته تګ دپاره د انتظاميي نه د اجازت نامې اخیستلو د راهدارۍ نظام غیر قانوني وبللو.

د صوبې اعلا عدالت د دوو ججانو ډلې د راهدارۍ خلاف په یو خواست د بحث وروسته خپله فیصله کې وویل چې په ملک کې یو ځای ته هم سفر دپاره د اجازت نامې ضرورت نشته.

د جنوبي وزیرستان په اړه عدالت دغه فیصله په داسې حال کې کړی چې د ضلعې د محسود قبيلې غړي په ټانک کې د درېو مياشتو راهسې په احتجاج ناست دي او غوښتنه کوي چې د راه نجات پوځي عملياتو په مهال دوی ته د اوختي تاوان معاوضه دې ورکړی شي.

په نژدې ورځو کې د سیمي اوسېدونکو د انټرنیټ د نیشت والي خلاف هم احتجاجونه کړي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې کرونا وایرس د مخنیوي په غرض لاک ډاون پرځای کړی شوی دی او تعلیمي ادارې بندې دي خو انټرنیټ دلارې زدګړی ورکوي، د جنوبي وزیرستان د طالب علمانو غوښتنه ده چې انټرنیټ د نیشتوالي له امله دوی خپل تعلیم جاري نشي ساتلی.

جنوبي وزیرستان ته د سفر دپاره د اجازت نامې خلاف د سیمې وکیل سجاد احمد محسود پېښور هايي کورټ ته خواست کړی و.

د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي د سجاد احمد محسود هايي کورټ ته د راهدارۍ خلاف خواست کې دریځ یې خپل کړی خو چې د انتظاميي دغه ګام غیرقانوني ځکه چې د پاکستان ایین شهریانو ته د ملک دننه د سفر ازادي ورکوي.

سجاد احمد محسود وي او ای اردو ته وویل د ۲۰۱۹ د شروع ورځو راهسې د جنوبي وزیرستان انتظاميي سیمې ته تګ دپاره د راهدارۍ سند ضروري ټآکلی و. هغه وویل د اجازت نامې میعاد ۱۰ ورځې وو او دا به نه یوازې جنوبي وزیرستان ته تګ دپاره ضروري وه بلګې په سیمه کې دننه به د دې نقل هر امینتي چیک پوسټ ته ورکړی کیدو. د سجاد احمد محسود په وینا دغه اجازت نامه به یوازې د نورو سیمو خلکو دپاره لازمي وه بلکې د سیمې اوسیدونکو دپاره به هم ضروري وه.

سجاد احمد محسود وویل د راهدارۍ خلاف د پېښور هايي کورټ د فیصلې وروسته به د جنوبي وزیرستان خلکو دپاره خپلو سیمو ته تګ اسان شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG