لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو درې نوي کېسونه رپورټ شوي



په لکي مروت کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغۍ ۱۲ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دغه ضلع کې د پولیو ۳۲ کېسونه رپورټ شوي وو
په لکي مروت کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغۍ ۱۲ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دغه ضلع کې د پولیو ۳۲ کېسونه رپورټ شوي وو

د خېبرپښتونخوا په کرک، لکي مروت او ټانک ضلعو کې د پولیو د ناروغۍ درې نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

د صوبې د صحت د څانګې چارواکو ترمخه د پولیو تازه کېسونه په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په سیمه کې د کرونا وایرس له امله ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو مهم ودرول شوی و.

د خېبرپښتونخوا په کومو دریو جنوبي ضلعو کې چې د پولیو نوي پېښې رپورټ شوي دي پکې لکي مروت تر ټولو زیاته متاثره ضلع ده.

په لکي مروت کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغۍ ۱۲ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دغه ضلع کې د پولیو ۳۲ کېسونه رپورټ شوي وو.

د دې نه وړاندې د مارچ د میاشت په شروع ورځو کې په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو ۲۹ پېښې مخې ته راغلي وې. په پاکستان کې تېر کال د پوليو ۱۴۶ پېښې ثبت شوې وې.

پولیو ماشومانو ته لګېدونکي داسې ناروغي ده چې د یو انسان د فضلې دلارې نورو انسانانو ته خورېدی شي او انسان د ټول عمر دپاره معزوره کړي.

ماشومان د پولیو محفوظ ساتلو دپاره ورته د دې ناروغۍ ضد وېکسین ورکول کیږي خو ماهرین وايي په پاکستان او په خصوصي توګه د پښتنو په سیمو کې د پولیو وېکسین په اړه د منفي ګنګوسو له امله اوس هم ګڼ خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي نه ورکوي.

د زیاتره نړۍ تعلیمافته او پر وړاندې تللو هېوادونه په خپلو سیمو کې د پولیو په ختمولو کې کامیاب شوي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ داس ډول ملکونه دي چې د پولیو رنځ پکې اوس هم موجود دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG