لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت ولې خېبرپښتونخوا ته د بجلۍ خالص منافع نه ورکوي؟


د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار حمایت الله خان دعوه کوي چې د بجلۍ خالص منافعې په مد کې پر مرکزي حکومت د صوبې ١٢٨ بلینه روپۍ اووښتي دي خو وفاق ېی نه ورکوي.

دا خبرې وروسته له هغې مخه ته راغلي دي چې د شورو، چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا صوبې د مرکزي حکومت سره د بجلۍ د خرڅ یوه لوظنامه لاس لیک کړه.

د صوبې اعلی وزیر ویلي دي چې د لوظنامې ترمخه به پښتونخوا صوبه په صوابۍ، سوات او کوهستان کې د وړو ډېمونو نه پېدا کړې شوې ٧١ مېگاواټه بجلي په مرکزي حکومت خرڅوي او د دې نه به ورته هر کال د بجلۍ خالص منافعې په مد کې ٢ بلینه روپۍ امدن راځي.

حمایت الله خان ویلي دي چې د پاکستان د ائین ترمخه مرکزي حکومت د دې خبرې پابند دی چې په کومه صوبه کې د اوبو د منصوبو نه بجلۍ پېدا کېږي هغې صوبې ته به د بجلۍ نه په گټلو شویو پېسو کې مقرره منافع، پېسې ورکوي.

د پاکستان مرکزي حکومت په کال ١٩٩١ کې د ټولو صوبو او د بجلۍ جوړولو او ترسیل ادارې واپډا سره په گډه یو قانوني طریقه کار جوړ کړی وو چې ورته ای جي اېن قاضي فارموله ویلې کېږي.

د خېبرپښتونخوا د صوبې سلاکار حمایت الله خان وايي چې د ټاکل شوې فارمولې د لاندې په اوله کې د شریکو گټو کونسل کې دا فېصله شوې وه چې مرکزي حکومت به هر کال د خېبرپښتونخوا حکومت د خالص بجلۍ منافعې په مد کې 6 بلینه روپۍ ورکوي خو حکومت یوکال هم دغه پېسې پوره نه دي ورکړی.

د واپډا یو پخواني افسر امتیاز قزلباش وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې وروسته د خېبر پښتونخوا د حکومت په غوښتنه په دې کې بدلون راوستې شوی دی او ورسره دا ومنل شوه چې د بجلۍ خالص منافع تر6 بلینو روپیو پورې نشي محدوده پاتې کېدلی ځکه چې بجلي که زیاته پېدا کېږي یا ېی بیعه لوړیږي نو باېد خالص منافع ورسره هم په هغه حساب زیاته کړی شي.

حمایت الله خان وايي چې د کال ١٩٩١ نه وروسته په کال ١٩٩٣، ١٩٩٧، ١٩٩٨، ٢٠١٦ او بیا په ٢٠١٨ کې پنځه ځله د شریکه گټو کونسل کې بیا بیا د فارمولې دلاندې صوبو ته د بجلۍ خالص منافعې منظوري ورکړی شوې ده خو عمل پرې نه کېږي.

د واپډا پخوانې انجېنئرامتیاز قزلباش وايي چې خېبر پښتونخوا ته به مستقبل کې د بجلۍ خالص منافعه نوره هم زیاتېږي ځکه چې مرکزي حکومت اوس د مومندو ډیم باندې هم لاس پورې کړی دی، دغه منصوبه به کال ٢٠٢٣م پورې سرته اورسي او ددې منصوبې نه به ٨٥٠ مېگاواټه بجلي پېدا کېږي.

انجنېئر قزلباش زیاتوي چې پاکستان کې د ډېمونو نه تر یو لاکه پورې د بجلۍ جوړولو گنجائش شته خو دې تور لگوي چې په واپډا کې پنجابي انجېنئرانو په تېرو وختونو کې دا نه غوښتله چې د اوبو ډېمونو نه دې بجلۍ جوړه شي.

قزلباش وايي چې دغه خلکو د خپلو کمېشنونو په خاطر د تېلو نه د بجلۍ پېدا کولو منصوبې پېل کړلې چې په نتیجه کې پاکستان دا وخت د تواناېی د غټ بحران سره مخ دی.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG