لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښتونخوا کې دې د متاثره ښځو د پېلغتوب معلومولو دوه ګوتې ټېسټ بند کړی شي - قرارداد


د جبري زنا یا رېپ په پېښو کې د تشدد ښکار ښځو د عزت او وقار تحفظ دپاره، پنجاب صوبه کې د لاهور هائیکورټ لخوا د متآثره ښځو د پېغلتوب معلومولو دغه طبي معاینې باندې بندیز لګولو نه پس، په صوبه خیبرپښتونخوا کې په لومړي ځل داسې قرارداد مخې ته راغلی چې غوښتنه کوي په خیبرپښتونخوا کې هم په دغه قسمه غیراخلاقي طبي معاینې باندې بندیز ولګیږي.

دا قرارداد د حکومتي ګوند د صوبائي اسمبلې یو زنانه غړې اسمبلې ته وړاندې کړی دی.

په دې قرارداد کې ویلی شوي چې دغه د دوو ګوتو سره د یوې ښځې د پېغلتوب د معلومولو ټېسټ، د یو ظلم ښکار ښځې بې عزتي ده، او د جسماني او نفسیاتي اذیت وجه جوړیږي، دا څه کیمیايي ټېسټ نه دی او نه د دې څه طبي اهمیت دی او په پوره نړۍ کې دغه په دوو ګوتو سره کېدونکی ټېسټ، د انساني حقونو خلاف ورزي ګرځولی شوی ځکه دا ټېسټ یا د طبي معاینې کولو عمل دې په خېبرپښتونخوا کې هم بند کړی شي.

همدا شان زیاته شوې چې د جبري زنا په پېښو کې دې ساینسي او عالمي معیار مطابق تفتیش وکړی شي.

څو ورځې وړاندې د پنجاب ښار لاهور کې هم د هغې صوبې اعلی عدالت یا د لاهور هائیکورټ یو جج، جسټېس عائشه ملک هم په هغې صوبې کې حکومت ته حکم ورکړی و چې د جبري زنا متاثره ښځو د پېغلتوب معلومولو دپاره دې دغه ټېسټونه فوري بند کړی شي.

د خیبرپښتونخوا اسمبلې کې هم د دغه قرارداد مقصد په خیبرپښتونخوا کې د دغه قسمه غیرساینسي او انسانسي طبي معاینه یا ټېسټ یا عمل باندې بندیز لګول دي.

عایشه بانو په دې هکله وي او اې ډیوه ته وویل، "ښځې، او په خاص طور باندې که هغې واده کړی و او که یې نه و کړی، او که په هر عمر باندې وه، خو دا به د هغې وقار او د هغي عزت ته یوه ډېره د سپکاوي طریقه وه."

یاده دې وي چې د صحت نړېوالې ادارې – ورلډ هېلټ اورګنایزېشن – او ملګرو ملتونو هم دغه طبي معاینه غیر انساني ګرځولې ده.

په پېښور کې د ښځو د حقونو او پوهې دپاره کارکوونکې ادارې، عورت فاونډېشن سره یوه مدني فعاله صائمه منیر هم وایي دا قرارداد یو ښه ګام دی او وایي، په کار ده چې په خیبرپښتونخوا کې هم د زیاتي په پېښو کې کومې کاروایئ نه مخکې دغه کېدونکي غیراخلاقي ټېسټ بند کړی شي.

صائمه منیر وایي: "دا ډېره ښه خبره ده چې زمونږ صوبه داسې قانون راوړي چې چا سره جنسي زیاتی شوی وي، نو له هغې ښځې سره د عزت او احترام سلوک کیږي. مونږ دې قرارداد ته هرکلی وایو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG