لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليو باره کې غټې بد ګمانۍ ـ حقیقت څه دی؟


توليدي نظام باندې اثر غورځول

د خېبر پښتونخوا د پوليو د مخنیوي پروگرام یو تن ډاکتر نديم جان وايي په انکاري والد ېنو کې يو دا تاثر عام دې ګني چې پوليو قطرو ورکولو سره د ماشومانو د بچو پېدا کولو صلاحيت کميږي۔

خو ډاکټر نديم جان وايي دغې بد ګمانۍ يو عقلي دليل دا دې چې پاکستان کې د پوليو قطرې د کال ۱۹۹۴ راهسې ماشومانو ته ورکړل کيږي چې پکې دوه نسلونه رالوي شو خو د پاکستان ابادې اوس هم مخ په زياتيدو ده نو يو په دغه بنياد دا بد ګماني بې ځايه ده، بل سائنسي دليل دا دی چې په دنيا کې کومې ليبارټرۍ موجود دې، په هغې کې تر اوسه پورې دا خبره نه ده ثابته شوي ګني چې پوليو قطرې دې د ماشومانو د بچو پيدا کولو صلاحيت کم کړي.

پوليو کې حرام مواد

ډاکټر نديم جان وايي دويمه لويه بد ګماني په پوليو قطرو کې د خنزير يا بل کوم حرام ځناور د واځگې شامېليدو بد ګماني ده د کومې په اړه چې وويل کيږي د دغو ځناورو اجزا خوراک په اسلام کې حرام دي۔

خو ډاکټر نديم وايي دا خبره هم بې بنياده ځکه ده چې دوی سره د جامعه ازهر، د اکوړي مدرسې علماؤ او نورو يو شمېر ديني علماو فتوې شته ګني چې دا نه دې حرام او نه په ليباټرو کې کوم داسې موادو شتون ثابت شوې ګنې چې هغه په مسلمانه ټولنه کې حرام وي۔ هغه وويل که حرام مواد پکې موجود وو نو بيا ولي سعودي عربستان بشمول د نړۍ يو شمېر مسلمان هيوادونو خپلو ماشومانو ته دغه قطرې ورکولې۔

د نړۍ هيوادونه او حکومت د نورو بيماریو په مقابله کې په پوليو ولې دومره زور اچوي ؟

ډاکټړ نديم وايي دوی ته د انکاري والدينو لخوا يوه پوښتنه دا هم کيږي چې په پاکستان کې نورې يو شمېر مرګونې بيمارۍ دي نو بيا پاکستان حکومت او د دنيا مرستندويه ادارې فقط پوليو قطرو باندې دومره زور ولې راوړي۔

ډاکټر نديم وايي چې دغې بدګمانۍ ځواب دوی داسي کوي چې په قطرو ورکولو نورو هيوادونو په دې رنځ قابو موندلې ده، بل دا وائرس په نوره نړۍ کې د خوريدو امکان لري او دنيا د دې خطې ماشومانو ژغورلو سره سره د خپلو هيوادونو ماشومان هم د دې وائرس نه بچ کول غواړي ځکه چې پوليو وائرس کومه باؤنډري يا پوله نه لري او خوريږي۔

کمپېنونه ولې زيات شوي

د پاکستان د صحت نړيوال تنظيم يا ډبليو ايج او نېشنل مشر ډاکټرسرفراز افريدي وايي دوی نه خلک دا هم پوښتنه کوي چې وړاندې به شپږ مياشتې پس کمپېنونه کيدل اوس ولې په تواتر سره دا کمپېنونه کيږي؟

ډاکټرسرفراز وايي د دې ځواب دوی داسې کوي چې په نړۍ کې د پوليو وائرس صرف پاکستان او افغانستان کې شتون لري اؤ هم دې سيمه کې د پوليو وائرس نه هر کال يو شمېر ماشومان متاثره کيږي، چې کومو سيمو کې ماشومانو ته قطرې ورکول کيږي په هغې کې کېسونه نه راځي خو چې کوم کې انکاري والدينو شمېر زيات دې نو هم هغه سيمو کې کيسونه مخې ته راځي او د نورو له زياتو کيسونو مخه نيولو د پاره کمپېنونه په تواتر سره کيږي۔

د پوليو قطرو ورکولو د پاره زور زياتې ولې کيږي په اسلام کې زور زياتې نشته؟

ډاکټر سرفراز وايي د پوليو انکاري والدېنو انتظامیې ته رپورټ کول او بيا هغوی خلاف د حکومتي چارواکو لخوا کاروائيانې کولو هم د عام اولس په ذهنونو کې سوالونه راپورته کړي خو ډاکټر سرفراز وايي دوی اوس د دغې طريقې بدلولو طرف ته روان دي، او چون کې پوليو وائرس د پښتنو په سيمو کې ډير دې او انکاري والدېن هم دلته زيات دي نو دوی اوس د جرګې د لارې، ننواتي او نورو سيمه ئیزو د پخلاينې طريقې کاروي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG