لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیالکوټ پېښه: سیاستمداران او مذهبي اقلیتونه، حکومت د سختدریځۍ په مخنیوي کې ناکامه ګرځوي


د پاکستان په سیالکوټ ښار کې د توهین مذهب په تور د یو سري لنکايي شهري زړه بوږنوونکي قتل او د هغه نه مخکې د سختدریځۍ له امله راپېښو شوو واقعاتو باندې سیاسي ګوندونو او مذهبي راهنماوو د ژور تشویش اظهار کړی او دا پېښې یې سختې غندلي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کې د یوې کارخانې مزدورانو او د علاقې نورو وګړو په یوه بلوا کې د سري لنکا شهري او د کارخانې یو منېجر، پریانتها کمارا، د توهین مذهب په الزام د تشدد ښکار وګرځاوه او د قتلولو پس یې د هغه جسد هم سرعام وسوځاوه.

د ملکي او نړېوالو ذرائعو په قول، پاکستان کې د سیالکوټ د وروستۍ پېښې ترڅنګ، نور داسې زړه بوږنوونکې پېښې هم مخې ته راغلي چې تعلق یې د مذهبي سختدریځۍ سره دی. د مثال په توګه څه موده وړاندې د خیبرپښتونخوا په چارسده کې بلواګرو د توهین مذهب په یو کېس کې ملزم شخص چې پولیسو ګرفتاره کړی و، هغه یې د پولیسو نه بېرته غوښته چې دوی ورباندې تشدد وکړي، خو پولیسو چې هغه کس ورنکړ، نو بلواګرو تهاڼې باندې برید وکړ او اور یې ورته کړ. همدا راز په قبایلي ضلعو او نورو علاقو کې هم د هدفي قتلونو ترڅنګ، د سختدریځۍ په خورېدو کې اضافه لیدل کیږي.

هغه سیاسي ګوندونه چې د وزیراعظم عمران خان د حکومت سره اختلاف نظر لري او همدا راز د اقلیتي برادریو سره تعلق ساتونکي مشران وایي داسې واقعې په نړېواله کچه د پاکستان او د دې هېواد د قام د نوم بدوالي وجه جوړیږي.

د متحده قومي موومنټ (اېم کیو اېم) یو رهنما، سنېټر فیصل سبزواري، د سیالکوټ وروستۍ پېښه شرمناکه ګرځوي او وایي چې دا لومړۍ واقعه نده او له دې امله یې شرمندګي او وېره شته چې دا شاید وروستۍ واقعه هم پاته نشي.

سنېټر فیصل سبزواري د وایس اف امریکه سره په خبرو کې وویل، "څرنګه چې په مونږ کې د دغسې پېښو حوصله افزائي کیږي، په دې سره څرګنديږي چې د هغو بلواګرو دپاره د قام جوړولو دپاره څه نظریاتي تربیت په کار وه، هغه مونږ ندی ورکړی."

فیصل سبزواري دا هم وویل چې د نړۍ نورو مسلمانو ملکونو کې د مذهب په نوم داسې واقعات مخې ته نه راځي، ځکه چې د پیغمبر اسلام په نوم د چا سره داسې زیاتي کولو نه مذهب ته بل لوی توهین نشي کېدلی.

بل پلو د پاکستان پیپلز ګوند یو رهنما، سنېټر مصطفی نواز کهوکهر وایي، "په بدقسمتۍ سره په تېرو څلوېښتو کالو کې مونږ نه یوازې خپل ملک، بلکې خپل همسایه ملک (افغانستان) کې هم د سختدریځۍ بیانیې خورې کړې چې د نتایجو نه یې نن مونږ کړیږو."

مصطفی نواز کهوکهر زیاته کړه چې اوس هم د عمران خان حکومت د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) سره پټ جوړجاړی/لوظنامه کړې ده او هېچا ته معلومه نده چې د دوی ترمنځ لوظنامې کې څه دي.

پاکستان کې د شیعه ګانو سره تعلق لرونکی د مجلس وحدت مسلمین مذهبي ګوند یو نماینده او نایب مشر، ناصر شیرازي وایي چې د آئین او قانون د عملي کېدو نه بغیر، د ریاست بقا په خطره کې لویدلی شي.

د هغه وینا ده چې پاکستان کې هغه کسان چې د ریاست خلاف وسلې پورته کوي، عام شهریان، بېګناه ماشومان او فوجیان وژني، نن ریاست د هغو سره مذاکرات کوي.

ناصر شیرازي زیاتوي چې که ریاست دا خیال کوي چې د اتیا زره پاکستانیانو د قاتل، د سټراټیجیکو اثاثو تباه کوونکو سره په مذاکراتو به سخت دریځي ختمه شي، نو دا یو خام خیال دی.

د یادونې وړ ده چې د سیالکوټ وروستۍ پېښې په غبرګون کې د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري ویلي و، "مونږ په ټولنه کې ټایم بم لګولی دی، چې اوس چاودي."

د فواد چوهدري دا وینا، د ځینو له خوا دا اعتراف وګڼل شو چې حکومت د سختدریځۍ په مخنیوي کې ناکامه پاته دی.

د مذهبونو ترمنځ د هماهنګۍ په چارو کې د وزیراعظم عمران خان خصوصي مرستیال حافظ طاهر اشرفي وایي چې د فواد چوهدري د دې بیان سمه معنا نده اخیستل شوې.

د طاهر اشرفي په باور، د ځمکې پر مخ د خدای نه پس تر ټولو طاقتوره چې دی هغه ریاست دی.

دا رپوټ د وي او اې اردو سروس د یو تفصیلي رپوټ نه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG