لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت دې ماشومانو دپاره د ان لاین تعلیم بندوبست وکړي، د ماهرینو غوښتنه


پېښور کې مېشت د انفارمېشن ټېکنالوجۍ ماهر ډاکټر فېصل خان وايي صوبايي حکومت کولې شي چې د ائي ټي بورډ او د سوفټ وېر هاوسز په مرسته داسې طريقه کار جوړ کړي چې ماشومان په کورونو کې د انټرنټ د لارې تعليم ترلاسه کړي
پېښور کې مېشت د انفارمېشن ټېکنالوجۍ ماهر ډاکټر فېصل خان وايي صوبايي حکومت کولې شي چې د ائي ټي بورډ او د سوفټ وېر هاوسز په مرسته داسې طريقه کار جوړ کړي چې ماشومان په کورونو کې د انټرنټ د لارې تعليم ترلاسه کړي

د خېبر پښتونخوا حکومت دې هم ماشومانو ته د تعليم ورکولو په لړ کې د سند صوبې په څېر ګامونه پورته کړي او موبايل فون اپليکېشن دې جوړ کړي چې د انټرنټ د لارې ماشومان تعلیم ته رسايي ولري. دا غوښته خبره کار پوهانو کړې ده.

پېښور کې مېشت د انفارمېشن ټېکنالوجۍ ماهر ډاکټر فېصل خان وايي صوبايي حکومت کولې شي چې د ائي ټي بورډ او د سوفټ وېر هاوسز په مرسته داسې طريقه کار جوړ کړي چې ماشومان په کورونو کې د انټرنټ د لارې تعليم ترلاسه کړي. " کوم چې لرې علاقو اوله ماشومان دي، کلو کې دي غريزو علاقو کې دې د هغو د پاره يو دا طريقه کېدلې شي چې سړی آن لائن داسې مواد جوړ کړي کوم چې سپک وي او په اسانۍ سره ډاونلوډ کېږي، استاز چې دې هغه خپل سبق په موبايل ريکارډ کړي او هغه ويډيو بيا د مور پلار په موبايل نمبرو باندې شئير کړي، او هغه بيا ماشوم واوري يا ماشوم ورته مور پلار کښېنوي."

مردان کې د يو شخصې روټ ميلينيم سکول مشره صفيه رحمان وايي د سکول ماشومانو ته د انټرنېټ د لاري تعليم ورکوي او د ماشومانو ترڅنګ والدين ترې هم ډير مطمئن دي. " يو ټايم ټېبل مونږه هغو د پاره جوړ کړېدې او د دوه کلاسونو رووسته هغو ته تفريح د پاره وقفه ورکوو، بيا ماشومان ناست وي او سبق لولي، بيا ورته د کور د پاره کار ورکړې شي او بيا د هغې کار چېکنګ کېږي، نو زه د يو مور په حېث ترې هم مطمئنه يم چې زما د بچو سبق نه دې متاثره شوې."

ماهرين دا هم وايي د خېبر پښتونخوا قبائلي ضلعو کې ماشومانو ته آن لائن تعليم ورکولو د پاره د انټرنټ سهولت ورکول ډېر مهم دي.

د تعليمي چارو کار پوه عمراورکزۍ وايي حکومت له داسې پالسي وضع کول پکار دي چې ماشومان د انټرنټ د لاري کوم تعليم حاصل کړي هغې کې د امتحان ورکولو هم جوګه وي. " د دې له پاره چې سند صوبې کوم اپليکېشن جوړ کړېدې نو هغه په مورنۍ ژبه کې او نورو علاقايي ژبو کې هم تاسو ته مېلاوېدلې شي چې ماشومان هغو کې تعليمي سرګرمې ترسره کړي او هغو کې زده کړې ووکړي، ماشومان نن صبا په کورنو کې ګېمز کوي او نورو هلوځلو کې مصروف وي خو که مونږه ماشوم د سبق او تعليم په کارونو کې مصروفه وساتو نه دا به د والدين او مور پلار د پاره ډېره غټه خبره وي ولې چې د ماشوم هغه توجه بل اړخ ته واونړي"

ا انفارمېشن ټېکنالوجۍ د پاره د خېبر پښتنونخوا وزير اعلی مشير ضياالله بنګش وي او ای ډيوه ته وويل په سرکاري سکولونو کې کمپېوټر لېب جوړ کړې شوې دي او حکومت منصوبه لري چې ماشومانو د پاره ان لاين کلاسونه شروع کړي۔ " کوم هايي سکولونو دي هغو کې کمپيوټر لېب موجود دي انټرکټيو کلاسونه موجود دي، نو هغو ته به استاز آن لائن کېږي او ماشومان به ورته کور کې ناست وي کلاس به اخلي"

نوموړي وېنا وه چې کوم ماشومان سمارټ فون اخېستو توان نه لري نو هغوي به د جاز کمپنۍ سره کنکټ کوو او هلته نه به ورته په ارزانه بعيه دغه موبايل فون مېلاوېږي۔

ياده دې وي چې په ملک کې د کرونا وبا خورېدو سره د شوي لاک ډاون له امله تعليمي اداې د جولائي د مياشتې ۱۵ نېټې پورې تړلې شوېدي خو حکومتي مامورين وايي د دغې نېټې وروسته به هم حالاتو ته په کتو د راتلونکي پرېکړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG