لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور او کراچي ښارونو کې عدالت غوښتونکې مظاهرې وشوې


د پاکستان په لاهور او کراچي ښارونو کې د حقوق خلق تنظيم او عوامي ورکرز پارټې د سوري لاندې شوو مظاهرو کې په جبري توګه د خلکو د بې درکې او د ماورای عدالت وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنې وشوې.

د پيلپز ګوند یو مشر، فرحت الله بابر د حکومت نه وغوښتل چې په جبري توګه د بې درکۍ ضد نړيوال میثاق یا کنوینشن لاسليک کړي.

د اتوار په ورځ لاهور ښار کې د حقوق خلق تحريک د سوري لاندې د عدالت پرته د وژنو او د جبري بې درکې ضد دې مظاهره کې د مدني ټولنې فعالينو او حکومت مخاف پيپلز ګوند مرکزي مشر فرحت الله بابر ګډون درلود.

راپورونه وایي چې احتجاج کې د ساهيوال په پيښه کې د وژلې شویو تنانو د کورنې غړو هم برخه لرله.

په دې موقع د حقوق خلق تحريک مشر پروفيسر عمار علي جان وينا وه چې هغه د کوم تنظيم سره تعلق نه لري او يواځې د هیواد د خلکو تحفظ غواړي.

هغه زیاته کړه چې باید رياست هر تنقيد، بغاوت او هر احتجاج، سازش ونه ګڼي. عمار جان زياتوي بايد چې د رياست د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته غوږ کيږدي، ولې چې د هغوی غوښتنې دستور کې دننه دي.

احتجاج کې شريک د پيپلزګوند مشر فرحت الله بابر په جبري توګه د بې درکه کړې شویو خلکو د خوشې کیدلو غوښتنه وکړه او د قانون د شتونوالي باوجود د خلکو په بې درکې یې انديښنه وښودله.

فرحت الله بابر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

ددې تر څنګ په کراچي ښار کې هم د جبري بې درکو او د عدالت نه بغیر د خلکو د وژنو پرضد د ښاري حقونو د تنظيم او عوامي ورکرز پارټې د سوري لاندې مظاهره وشوه. مظاهره کې د نورو نه علاوه، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالينو هم گدون کړی و.

پدغه احتجاج کې شريک د غورځنګ فعالينو په لاسونو کې بينرې پورته کړې وې چې پرې د امن او د قانون د عمل دارۍ غوښتنې لیکلې وې.

کراچي کې دغه احتجاج ته د پي ټي ايم مشر نورالله ترين هم وينا وکړه او ویې ويل چې د ظلم او بې انصافۍ په بنیاد ولاړ د کور نظام هم څوک نه شي چلولې خو په پاکستان کې د ٢٢ کروړه وګړو هېواد ددغه نظام لاندې چلول کيږي.

نورالله ترين وایي نن د کراچي خلک د تجاويزاتو پرضد راوتلې دي خو پښتانه ژوند بچ کولو په مبارزه کې ښکيل دي .بايد چې د هېواد پوځي او اسخباراتي ادارې په دستوري چوکاټ کې اوسي او ملکي سياست کې لاسوهنه پريږدي، ګني دا ملک نور داسې نه چليدې شي او نه بچ کيدې شي.

د مدني ټولنو لخوا دا احتجاجونه او مظاهرې په يو داسې وخت کې کيږي چې خبريالان او د حقونو تنظيمونه د رياست پرضد د ويناو په سر جيلونو ته اچول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG