لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي


Lahore-Blast-3
Lahore-Blast-3

د پاکستان پنجاب صوبې سرښار لاهور کې نن د ګل په ماښام يوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او د ۷۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي. مطبوعاتي رپورټونه وايي د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د پیښې ذمه واري منلې ده او ويلي يې دي چې يو ځانمرګي بريد کوونکی دا حمله کړې ده.

د لاهور ښار پوليسو ويلي دغه پیښه د چیرنګ کراس په سيمه کې رامنځ ته شوې ده چرته چې يوه احتجاجي مظاهره روانه وه. چیرنګ کراس د پنجاب اسمبلۍ سره په لږه فاصله موقعيت لري.

سرکاري ميډيا پیښه کې د ١١ کسانو د وژل کیدو تصدیق وکړو او وې ویل په دې کې د لاهور د ټرېفک پوليسو مشر ډي ايي جي کیپټن (ر) مبين احمد او اېس اېس پي اپرېشنز زاهد ګوندل هم شامل وو.

رپورټونه وايي په چاودنه کې په موقع هلته خبريالان هم موجود وو. په ژوبلو کې د يو شمیر کسانو حالت مرګونی ښودل شوی دی.

د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله مطبوعاتو ته ويلي چې پوليس بم چاودنه ځانمرګی بريد بولی خو هغه زیاته کړه لا پلټنې روانې دي. په ځايي ټيليويژن چینلو ښکاره د پیښې وډیوز ښايي پوليسو د چاودنې د ځای نه يو مشکوک تن نيولی او نامعلوم ځای ته يې منتقل کړی دی.

د پاکستان په ځايي مطبوعاتو داسې خبرونه چلیږي چې د پنجاب صوبې ترڅنګ په ملک کې د دغه ډول ترهه ګر بريدونو ګواښونه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG