لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت کې د صحت کارکوونکو پولیو مهم نه د بایکاټ اعلان کړی


په لکي مروت ضلع کې ۱ لاکه ۸۳ زره د پنځو کالو نه کم عمر د پوليو څاڅکو هدف دي۔ تير شوي پوليو مهم په دوران دغه ضلعې نه خواؤشا ۵ نيم زره ماشومان د پوليو ضد څاڅکوڅخه بچ پاتې شوي وؤ
په لکي مروت ضلع کې ۱ لاکه ۸۳ زره د پنځو کالو نه کم عمر د پوليو څاڅکو هدف دي۔ تير شوي پوليو مهم په دوران دغه ضلعې نه خواؤشا ۵ نيم زره ماشومان د پوليو ضد څاڅکوڅخه بچ پاتې شوي وؤ

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د صحت کارکوؤنکو د راتلونکي پوليو مهم لپاره په تربيتي غونډو او په کېمپېن کې د برخه اخېستونه د بائيکاټ اعلان کړی دی۔

د لکي مروت ضلعي زنانه صحت چارواکو مشرې فاطمه فرمان وي او اې ډېوه ته وويل چې د پوليو صحت محکمې اعلي چارواکي زنانه کارکوونکي زوروي او بغير د څه وجې یې د نوکرو نه د ويستلو دهړکي ورکوي۔

فاطمه فرمان وايي که متعلقه واکمنو دغه ستونزه هواره نه کړه نو په ضلع کې موجودي۷۵۰ زنانه چارواکي به په راتلونکي پوليو مهم کې برخه نه اخلي۔

فاطمه فرمان وايي '' صحت اعلی چارواکي د زنانه پولیو چارواکو بغیر د څه وجي یو ځايي نه بل ته بدلوي. یوه ز نانه د خپلې سېمې نه بهر کار نشي کولی. که چېرې دغه صحت افسرانو بدلون ونشي نو دوي به په لویه کچه احتجاج پیلوي'' .

په لکي مروت ضلع کې ۱ لاکه ۸۳ زره د پنځو کالو نه کم عمر د پوليو څاڅکو هدف دي۔ تير شوي پوليو مهم په دوران دغه ضلعې نه خواؤشا ۵ نيم زره ماشومان د پوليو ضد څاڅکوڅخه بچ پاتې شوي وؤ۔ د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې شمېرو ترمخه سږ کال ۲۰۲۰کې صوبې نه د پوليو وائرس ړومبي ډول ۲۲ او دويم ډول وايرس ۴۲ پېښې رپورټ شوي دي چي زياتره پکې د لکي مروت نه راغلي دي۔ لکي مروت کې د پوليو وايرس ړومبي ډول ۵ او دويم ډول وايرس ۱۲ د يوي ضلعې نه تر ټولو سېوا پيښې رپورټ شوي دي۔

د لکي مروت د ټيکو څانګي مشر ډاکتر توقير خان وايي په داسې حال کې چې لکي مروت د پوليو وايرس په ضد کې دي۔ د زنانه کار کوؤنکو بائيکات اعلان راتلونکي پوليو کېمپېن لپاره يوه لويه ستونزه ده۔ دوي کوشش کوي چې د هغوي جایزې غوښتنې وومني۔

ډاکتر توقير خان وایي '' په داسې حال چې د سېمې نه د پولیو وایرس پرله پسې کېسونه راځي نو د پولیو زنانه چارواکو بائیکاټ یوه لویه ستونزه ده. دوي هر ممکن کوشش کوي چې د هغوي جائز غوښتني وومني او پوریو مهم کاویاب وچلوي''

. د لکي مروت زنانه پوليو کارکونکي وایي که چېري د سېمې صحت افسران د هغوي زورونه بند نه کړي نو په لويه کچه به احتجاج پيلوي او د راتلونکي پوليو مهم نه به په مکمله توګه بائيکاټ کوي۔

ياده دي وي چې د راتلونکي ۳۰ م نومبر نه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې پوليو مهم پيليږي کوم کې به چې ۶ نيم ميليونه ماشومانوته پوليو ضد څاڅکي ورکولې شي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG