لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حزب اختلاف ګوندونو د پولیو په لړ کې د وزیراعظم عمران خان په حکومت ټکونه کړي


په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ځنډېلی د پولیو وېکسین کمپېن بیا شروع شوی دی. د پاکستان په ۱۳۰ ضلعو کې به د پنځو کلونو نه د کم عمر ۳۴ مېلین ماشومانو ته پولیو نه د بچ کېدو وېکسین ورکول کیږي
په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ځنډېلی د پولیو وېکسین کمپېن بیا شروع شوی دی. د پاکستان په ۱۳۰ ضلعو کې به د پنځو کلونو نه د کم عمر ۳۴ مېلین ماشومانو ته پولیو نه د بچ کېدو وېکسین ورکول کیږي

په سينيټ کى د حزب اختلاف سیاسي ډلو غړو ویلي په ملک کې د پولیو مرض بیا په خپرېدو دی چې زمه واري یې

د وزیراعظم عمران خان د حکومت په غاړه ده.
د پييلز ګوند د سينيټ غړى شېري رحمان ویلي د یو تحريک د لارى یې غوښتلي چې د پوليو مخنيوى په اړه د حکومت پخواني رابطه کار بابر بن عطا په ضد دې د مبینه مجرمانه کردار په تور ګامونه واخیستل شي.
د پارليماني چارو مرستيال وزير علي محمد خان مخالفه ګوندونو ته د بابر عطا پلټنو لپاره اړونده پارليماني کميټى ته وړاندى کوولو کى د حکومتي مرستو باور ورکړيدی.

شېري رحمان یو شخصي ټېلې وژن ته وویل په کال ۲۰۱۹ کې په پاکستان کې د پولیو کېسونه دوو ته راکم شوي وو.

شېري رحمان وویل په خپل تحریک کې یې د حکومت نه غوښتلي چې د سوشل میډیا دپاره د حکومت مشر چې د پولیو دپاره رابطه کار ګمارل شوی و اوس چېرته دی؟ او حکومت دې هغه مېدان ته راولي. شېري رحمان وویل د هغه د غیر ‌‌‌زمه وارانه کردار له امله په پاکستان کې د پولیو مرض بیا زیات شوی.

د اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه په خپل رپورټ کې وايي یاده دې وي چې څرګنده دې وي چې حکومت بابر بن عطا د خپلې څوکۍ نه لېرې کړی دی خو د حزب اختلاف ډلو د پارلیمنټ غړي د هغه خلاف د قانوني اقداماتو غوښتنه کوي.

د دې په ځواب کې د پارلیماني چارو دپاره د حکومت نایب وزیر علي محمد خان وویل حکومت به د بابر بن عطا په ضد په تحقیقاتو کې مرسته کوي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) د پارلیمنټ غړي عایشه رضا ویلي دا وخت پولیو په کومه خاص علاقه کې نه بلکې په ټول ملک کې خپریږي.

هم د پاکستان مسلم لیګ (ن) سېنټر مصدق ملک وویل چې په پاکستان کې داسې قوانین هم عملي کولی شي چې نه سر وي او نه یې پښې خو داسې قانون ولې نشي عملي کېدی چې ترمخه به یې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې ورکول لازمي وي.

حرب اختلاف د نیوکو په ځواب کې د واک من تحریک انصاف سېنټر ولید اقبال د حکومت د دفاع وکړه او ویې وېل په پاکستان کې د پولیو نه ختمیدل څرګندوي چې د تېرو څو لسیزو راهسې په پاکستان کې حکومتونو تعلیم او صحت ته پام لرنه نه ده کړې. هغه وویل دا خبره په هم په پام کې نیول وي چې د پاکستان ولس ډیر په ګرانه کوم وېکسین ته غاړه ږدي.

سېنټر ولید اقبال وویل د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ویلي په دنیا کې د یو شمېر ناروغو د مخنیوي په لاره کې یو مشکل حفاظتي وېکسینو او ستنو ته د خلکو مزاحمت هم شامل دی.

په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ځنډېلی د پولیو وېکسین کمپېن بیا شروع شوی دی. د پاکستان په ۱۳۰ ضلعو کې به د پنځو کلونو نه د کم عمر ۳۴ مېلین ماشومانو ته پولیو نه د بچ کېدو وېکسین ورکول کیږي.

سږ کال تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ۶۵ کېسونه رپورټ شوي دي، تېر کال دغه تعداد ۱۴۷ او په ۲۰۱۸ کې دا شمېره ۱۲ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG