لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سترو سیاسي ګوندونو د انتخاباتو دنېټې د اعلان هرکلی کړی خو وایي باید ټاکنې رڼې وي


سپريم کورټ پخپل حکم کې وويل که چيرې صدر ته د ټاکنو د نيټې په اړه مشوره پکار وه نو د ايين د 187 مادې د لاندې هغه سپريم کورټ ته راتلی شو خو عجيبه خبره دا ده چې صدر هغه اختيار استعمال کړو کوم چې د هغه هډو و نه
سپريم کورټ پخپل حکم کې وويل که چيرې صدر ته د ټاکنو د نيټې په اړه مشوره پکار وه نو د ايين د 187 مادې د لاندې هغه سپريم کورټ ته راتلی شو خو عجيبه خبره دا ده چې صدر هغه اختيار استعمال کړو کوم چې د هغه هډو و نه

د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو د عامو انتخاباتو د نیټې د اعلان هرکلی کړی او دا یې یو مثبت پرمختګ بللی دی.

ملک کې د عمومي ټاکنو د قضيې په اړه د جمعې په ورځ سپريم کورټ پخپله پريکړه کې وويل د صدر او انتخابي کميشن له وجې د عمومي ټاکنو د نيټې معامله په غير ضروري توګه سپريم کورټ ته راغله البته اوس د فريقينو په رضا په اتمه فرورۍ د عامو ټاکنو په کولو اتفاق شوی دی.

سپريم کورټ پخپل حکم کې وويل که چيرې صدر ته د ټاکنو د نيټې په اړه مشوره پکار وه نو د ايين د 187 مادې د لاندې هغه سپريم کورټ ته راتلی شو خو عجيبه خبره دا ده چې صدر هغه اختيار استعمال کړو کوم چې د هغه هډو و نه٠

په حکم کي ويل شوي چې د هغه وخت وزير اعظم د اسمبلۍ ماتولو سره په هيواد کې اييني بحران پيدا کړو٠

سياسى ګوندونو د دي پريکړې هرکلی کړی او هيله یې څرګنده کړې چې ټاکنې به رڼې او بې پلوه وي٠

البته د پاکستان تحريک انصاف ګوند وينا ده که د دوى ګوند ته په ټاکنو کي بشپړه موقعه ورنکړی شوه نو دا انتخابونه به لانجمن شى.

وى او ای ډيوه سره خبرو کي د پاکستان تحريک انصاف سنيټر محمد همايون مومند وويل" نن خو چيف جسټس وويل چې د ټاکنو نيټه ورکول د صدر استحقاق وو خو کله چې صدر په کال 2022 او د کال 2023 په شورو کي خپله رایه ورکړې وه نو هغه وخت تاسو چرته وئ، د هغه وخت چيف جسټس ويلي وؤ چې ټاکنې دي وشي نو تاسو ولې غلي وئ او سپريم کورټ ولې په نورو وړو قضيو کي ځان مصروفه کړی ؤ ؟"

مسلم ليګ نواز ګوند ويلي انتخابونو ته چمتو دی او دې اعلان سره به هيواد کي روان غير يقينى سياسى صورتحال تر ډيره حده پورې راکم شى البته د بعضې ګوندونو لخوا د اوس نه شکونه راپورته کول به د ټاکنو عمل اغيزمن کړى.

ډيوه سره خبرو کي د ياد ګوند سنيټر عرفان صديقي وويل "هيله ده چې دا ځل به بې پلوه او رڼې ټاکنې وشي خو دا هم اوس د ټولو سياسى ګوندونو ذمه واري ده چې په دي اړه د اوس نه دا شان شکونه چې ټولو ګوندونو ته يو شان کتل پکار دي ،به د عمومى ټاکنو ساک (عمل)د وخت نه وړاندي خراب کړي"

د پيپلز ګوند عمومي سکتر نيئر بخاري ويلي دي چې ګوند يې پر وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

په يوه خبرپاڼه کې د پیپلز ګوند سکتر زیاته کړې ده چې د اساسي قانون له مخې باید ټاکنې په ۹۰ ورځو کې شوې وی.

ډيوه سره خبرو کي سنيټیرې کرشنا کماري وويل " مونږ غواړو چې بې پلوه ټاکنې وشي او پيپلز ګوند غواړي چې په ملک کي دې جمهورى نظام وي او جمهورى نظام دټاکنو پرته نه شى راتلی٠

د هغې وینا وه د دوي د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ډير وخت راهيسې د ټاکنو کولو غږ کړی او ټاکنې چې څومره د ځنډ ښکار کيږي هم دومره به دهيواد حالات نور خرابيږي.

دغه شان نورو ګوندونو هم دا يو ښه ګام بللی او ويلي یې دي چې د يو سياسى حکومت راتلو سره به په هيواد کي سياسى ثبات راشي.

ډيوه ته پخپل غبرګون کي د بلوچستان عوامي پارټۍ سنيټر دنيش کمار وويل"دا يوه ښه خبره ده او زه نه ګڼم چې دې کي څه شک شته ، او څنګه چې صدر او سپريم کورټ په دي اړه خپل رول ولوبولو نو يقين سره ویلی شم چې دا ټاکنې به په اتمه فرورۍ ترسره کيږي"

د ایم کیو ایم پاکستان ګوند يو مشر امين الحق پخپل بيان کي غوښتنه کړې "چې په کال 2018 م کې د RTS سیسټم د ناکامۍ او د 72 ساعتونو وروسته د ټاکنو د نتيجو خپرولو تجربې باید په راتلونکو ټولټاکنو کې تکرار نه شي.

د پاکستان صدر ښاغلي عارف علوي اوړمه ورځ اعلان کړی ؤ چې په پاکستان کې نوي عام انتخابات به د راتلونکي کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه کولی شي.

په پاکستان کې د کال 2018م د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د جوړې شوې قامي اسمبلۍ موده د 2018م کال د اګست د 13مې نېټې څخه پېل شوې وه او د هغې 5 کلن معياد د 2023م کال اګست په 12مه نېټه سرته رسېدو خو پخواني وزیر اعظم شهباز شريف قامي اسمبلي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې د اګست په 9مه ماته کړې وه.

د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي.

د اييني چارو ماهرين وايي که اسمبلۍ خپله دستوري موده پوره کوي نو بيا د هغې ورځې وروسته په 60 ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي او که چېرې اسمبلي د وخت څه مخکې تحلیل کړی شي نو ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG