لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله خلاف د فتوې د پاره اسلام آباد کې کانفرنس رابللی شوی


رپورټونه وايي اسلام اباد کې رابلل شوې کانفرنس ته به عمر باکري محمد هم وینا کوي چې د کال ٢٠٠١ د حملو په ستائنه د برطانيي نه ویستل شوی
رپورټونه وايي اسلام اباد کې رابلل شوې کانفرنس ته به عمر باکري محمد هم وینا کوي چې د کال ٢٠٠١ د حملو په ستائنه د برطانيي نه ویستل شوی
برطانیه کې میشه د یو سخت دریزې ډلې مشر د اسلام آباد په لال مسجد کې یو کانفرنس رابللی چې پکې به د ملاله یوسفزۍ او د پاکستان خلاف د کفر فتوې جاري کولی شي.
پاکستاني نژاد انجم چودهري خبرې ادارو سره خپلو مرکو کې ویلي د لال مسجد جومات د انتظاميي سره په شریکا شریعت فار پاکستان په نوم کانفرنس به د نومبر د میاشت په ٣٠ نیټه کولی ‍شي چې د ملاله په حقله به پکې فتوه جاري کولی ‍شي.
انعم چودهري برطانيه کې د سخت دریزه او د لانجمنو مسلو په ډله کولو یادیږي. هغه د المحاجرون نومې تنظیم سره تعلق لري چې برطانیه او پاکستان غیرقانونه گرځولی دی.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه انعم چودهري ویلي پاکستان او ملاله د مسلمانانو دښمنانو سره ودریدلې دي نو دا فطري خبره ده چې مسلمانان به دوې په نخښه کوي.
مطبوعاتي رپورټونه د انجم چودري د قوله وايي په ملاله حمله د حیرانتیا خبره ځکه نه ده چې هغې ویلي پاکستان ته د شریعت ضرورت نشته، د امریکې صدر براک اوباما يي غوره شخصیت گرځولی او د غرب د ازادۍ ستائنه يي کړې ده. انجم چودهري زیاتوي چې ١٥ کلنه ملاله بالغه ده او باید چې ورته د خپلو خبرو علم وي.
د انجم چودهري په ویب پاڼه هم وویل شوې چې غواړي پاکستان کې شریعت نافظ کړی شي او د نومبر په ٣٠ نیټه به د هغه په وینا د ملاله، د پاکستان پخواني او موجوده واکمنو او د پاکستان د کفر آئین په حقله به فتوې جاري کولی شي.
برطانیه کې د پاکستان سفیر یا هائي کمشنر واجد شمس الحسن وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي د انجم چودهري مسله به د برطانيي حکومت سره پورته کوي.
په سمدستي توگه داسې څه رپورټونه نه دي راغلي چې د پاکستان حکومت اسلام آباد کې کیدونکې کانفرنس په مو‍ضوع څه دریز لري او آیا چې غونډې ته به اجازه ورکوي او که نه؟
ملاله تیره میاشت سوات کې د طالبانو په حمله کې د زخمي کیدو ورستو دا مهال برطانیه کې د علاج د لاندې ده. هغه سوات کې د زنانه ؤ د تعلیم او د حقوقو د پاره خپل غږ پورته کړی وو. طالبانو په هغې د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
د برطانيي سخت دریزه مذهبي مشر انجم چودهري په داسې مهال د ملاله خلاف فتوې د پاره کانفرنس رابللی چې هم برطانیه کې ملاله ته د امن نوبل انعام ورکولو په حق کې مهم شورو شوی چې په زرگونو خلک يي ډله کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG