لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیاسي مشرانو په بیانونو د پېمرا پابندۍ خو په سزا شوي پخواني جرنېل ولې نا؟ په سوشل میډیا پوښتنه


په اسلام اباد کې د پېمرا وداني

د پوځ پخواني مشر پرویز مشرف ته د غدارۍ په الزام د مرگ په سزا د هغه د عکس العمل مرکه په مطبوعاتو کې د خپرېدو وروسته په سوشل میډیا د پېمرا په کردار تاوده بحثوه راپارېدلي دي خلک پوښتنې کوي چې پېمرا خو د سیاسي مشرانو په بیانونو پابندۍ لگولي خو د پرویز مشرف په اړه یې داسې بندیز ولې نه دی لگولی؟

د ټولنیزو رسنیو صارفینو په پېمرا چې میډیا د انتظام اداره ده، د دوه مخي چلند الزام لگولی دی.

په مطبوعاتو لیدل شوي یوه وډیو کې ښکاري چې پرویز مشرف د هسپتال په بستر پروت دی او هغه ته د اورول شوي سزا په اړه وايي عدالت ورته د سپېناوي موقع نه ده ورکړې. "ماخو تر دې حده ویلي وؤ چې که کوم ځانګړی کمیشن وي نو چمتو دی چې ددغه کمیشن مخې ته خپل بیان ورکړي،هغه دې دلته(دوبۍ ته) راشي اؤ زما بیان دې واخلي خو زما خبره له پامه وغورځول شوه."

په پاکستان کې په ټوېټر د "غدار مشرف" ټرينډ د سرخط لاندې چلېدونکي ټرېنډ کې د زرګونو په شميره کې خلکو ټويټس کړې دي او وايي د مشرف نه وړاندې پېمرا مطبوعات منع کړي وو چې د پخواني صدر اصف علي زرداري، د مريم نواز شريف، مولانا فضل الرحمن او د الطاف حسین په گډون د پښتون ژغورنې غورځنگ د فعالينو مرکې به نه نشر کوي.

وتلې خبريال احمد نوراني په ټوېټر پوښتنه کوي چې ايا د يو مفرور او سزا شوي مجرم د عدالت پرضد بيان نشر کيدې شي؟ اوس پيمرا چرته ده او د هغې ضابطه اخلاق څه شول؟

صحافي مرتضا سولنګي په ټويټر ليکې ، په شخصي ډول هغه د سزا شوي مشرف د بيان د خپيريدو سره مسله نه لري خو پوښتنه کوي د پيمرا او پي ټي اي هغه "يوټهيا" وزيران چرته دي چې د هغه په وینا به یې دوی ته د سياسي مشرانو د مرکو په نه خپرولو لکچرې (بیانونه) ورکولی؟

د پخواني صدر پرويز مشرف په هسپتال کې ريکارډ شوی ويډيو په پاکستان کې په لويه کچه شريک شوی او شریک کېږي او خلک سوالونه راپورته کوي چې ايا دا تن غدار کيدلی شي؟

قاضي ضياالحق نومې صارف په فيس بک ليکلې، داسې زړه ور تن (مشرف) ته غدار ويونکي خپله غداران دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم ملاړی محسن داوړ وايي د پمېرا کردار همېشه لانجمن او غير شفاف پاتې شوی دی.

محسن داوړ
محسن داوړ

محسن داوړ وویل دعدالت نه غوښتنه کوي چې دا خو يو قسم د عدالت توهين دی چې یو سړی چې عدالت غدار ګرځولی دی او د مرګ په سزا تورن شوې دې پکار نه ده چې هغه تن ته د پاکستان په ټي وي چينلو باندې کوريج وکړې شي.

دغه رنګ په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي پېمرا او پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي باید د پخواني صدر پرويز مشرف د دې ويډيو د خپريدو نوټس واخلي ځکه چې هم دغه پيمرا د سزا شویو سياسي مشرانو په بيانونو او مرکو نشر کېدو بندیز لګولی و.

هغفه واي د پيمرا دغه پاليسي بيا د مشرف دپاره هم پکار ده او په خلکو کې فرق نه دی پکار او چې کله داسې کيږي نو بيا ځکه خلک د پېمرا په خپلواکې پوښتنې راپورته کوي.

د يادونې وړ ده چې د جمعيت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا فصل الرحمن د حکومت "ازادي مارچ" د پيل کيدو مخکې د هغه خبري کانفرنس پېمرا ودرولی و او اوس د جمعيت د سوشل ميډيا نيټ ورک يو ټويټ کړې او پوښتلي یې دي چې ايا قاون يوازې د مذهبي ډلو او سياستمدارانو دپاره دې او د ايين د کومې مادې لاندې غدار ته اجازه ورکړی شوی دې چې په ښکاره ډول د پاکستان په عدالتونو ټکونه وکړي.

څرګنده دي وي چې په پاکستان کې د ميډيا د څار او انتظام ادارې پيمرا پدې اړه لا کوم غبرګون يا بيان نه دې ورکړی.

XS
SM
MD
LG