لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په قبائیلي سیمه کې ١٦ جنگیالي وژل شوې

پاکستان په قبائیلي سیمه کې ١٦ جنگیالي وژل شوې
پاکستان په قبائیلي سیمه کې ١٦ جنگیالي وژل شوې

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو کې امنيتي ځواکونودجنگي جهازونو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې ١٦ جنگيالي وژل شوي دي.

دبره اورکزو ايجنسۍ دماموزۍ په اخون کوټ سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې دغه گوله بارۍ کې تر ٢٠ؤ پورې جنگيالي ژوبل شوي او دهغوي درې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.

څو اوونۍ دمخه په بره اورکزو کې دتندلارو لخوا دپاکستاني پوځيانو يو گاډى په ريموټ کنټرول بم تباه کړې ؤ پکې ديو پوځي افسر په شمول شپږ عسکر وژل شوي وؤ اؤ ددغه پيښې څخه راپديخوا پاکستاني عسکرو په سيمه کې دتندلارو په ضد عملياتو کې چټکتيا راوستې ده.

تير کال چې کله پاکستاني پوځيانو په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په لويه پيمانه عمليات پيل کړل نو دپاکستان پوځي چارواکو هم منلې وه چې په دغه قبائيلي سيمه کې په تندلارو دعملياتو له امله دفشار سيوا کيدو سره هغوي نزدې نورو قبائيلي سيمو ته اوښتي دي.

په سيمه کې دتندلاروپه ضد په نااعلانه توگه روانو پوځي عملياتو کې تر دې مهاله د٦٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي او خواؤشا ١٨ عسکر وژل شوي دي.

پوځ څومياشتې دمخه په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو دختمولواعلان کړى ؤ خو په ډاگه کړې يې وه چې هدفي عمليات به وخت په وخت ترسره کولى شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG