لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منير: د افغانستان خاوره دې د پاکستان ضد ونه کاريږي


د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان پوځي اکېډمۍ کاکول کې د ملک د 76مې ازادۍ د کلیزي د پرېډ دستورې ته په وینا کې دغه خبرې کړي دي
د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان پوځي اکېډمۍ کاکول کې د ملک د 76مې ازادۍ د کلیزي د پرېډ دستورې ته په وینا کې دغه خبرې کړي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير دا خبره بیا تکرار کړې چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پرضد ونه کاريږي. نوموړي د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې ولس په مخاطب کولو سره ویلي دوی ته باور ورکوي د ترهګرۍ ضد به کامیابي ترلاسه کړي".

د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان پوځي اکېډمۍ کاکول کې د ملک د 76مې ازادۍ د کلیزي د پرېډ دستورې ته په وینا کې دغه خبرې کړي دي.

جنرل عاصم منير ویلي، "نن مونږ د يو سخت وخت نه تېريږو، د جغرافيايي، سياسي شخړو، اقتدار ترلاسه کولو د کشمکش په څېر چېلنجونو سره مخ يو، پکار ده د ويرې او مايوسۍ پروپېګنډا رد کړو".

نوموړي زياته کړې، "مونږ د هغو ناکامه قوتونه سره مخ يو څوک چې پاکستان کمزوری کول غواړي خو د نړۍ يو طاقت هم پاکستان نه شي ختمولی".

د پاکستان پوځي مشر ویلي، پوځ به د ملکي خپلواکۍ، او سيمې د امنيت دپاره د هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړي.

جنرل عاصم منير ويلي، "د خېبرپښتونخوا او بلوچستان خلک د دوه لسيزو راهسې د ترهګرۍ ضد مقابله کوي". هغه وويل "زه تاسو ته باور درکوم چې د ترهګرۍ ضد به کاميابي ترلاسه کوو او غواړو چې تاسو په امن او د خلکو د هيلو سره سم ژوند او پرمختګ وکړئ".

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د تېرې اوږدې مودې راهسې د ناامنۍ سره مخ دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

د ادارې لخوا خپور شوي د روان کال د لومړو شپږو مياشتو په رپورټ کې ويل شوي وو، په خېبرپښتونخوا پسې بلوچسان صوبه کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي، او هلته په 75 ترهګرو پېښو کې 100 کسان وژل شوي او 163 ژوبل شوي وو. ویل شوي د تېر کال په مقابله کې په صوبه کې ترهګر بريدونه 103 فیصده زيات شوي دي.

افغانستان په مخاطب کولو سره د پاکستان پوځي مشر جنرل عاصم منير ویلي، "پاکستان تر ټولو زیات مېلمه پاله ملک دی مونږ غواړو افغان وروڼه دې زمونږ اخلاص ته هم په دغه ډول ځواب اووايي او خپله خاوره دې زمونږ ضد کارېدو ته پرې نه ږدي".

پاکستان په وروستيو کې وار په وار تورونه لګولي چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاريږي په افغانستان کې واکمن طالبان دې مخنيوي وکړي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاریږي.

د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغانستان او امریکا په پاکستان تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه ردول.

که څه هم د جنرل منیر تازه خبرو ته د افغانستان د واکمنو طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو طالبانو د جنرل منیر په شمول د نورو پاکستاني چارواکي دا خبرې رد کړي چې وسله وال د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې حملې ترتيبوي.

د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په دې اړه په یوه موقع ویلي وو چې پاکستان ترهګرۍ په مخنیوي کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو وراچوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG