لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم منیر:ترهګرو سره دمذاکراتو انجام د دوي د لامنظم کېدو په شکل کې مخې ته راغلی دی


له کیمرو پرته دجمعې په ورځ دپاکستان دقامي‌ اسمبلۍ کې راجوړې شوې دملي سلامتیا دکمیتې غونډې ته پخپله وینا کې جنرال منیر ویلي وسله وال پوځونه دهیواد امنیت ساتلو ته په بشپړ ډول چمتو دي اؤ ترهګرو سره له دې پرته بله لاره نشته چې د ریاست ځواکمنۍ ته غاړه کښیږدي

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وایي ترهګرو سره دمذاکراتو انجام د دوي د نورې ډله بندۍ په شکل کې مخې ته راغلی دی.

له کیمرو پرته دجمعې په ورځ دپاکستان دقامي‌ اسمبلۍ کې راجوړې شوې دملي سلامتیا دکمیتې غونډې ته پخپله وینا کې جنرال منیر ویلي وسله وال پوځونه دهیواد امنیت ساتلو ته په بشپړ ډول چمتو دي اؤ ترهګرو سره له دې پرته بله لاره نشته چې د ریاست ځواکمنۍ ته غاړه کښیږدي.

د وي او ای اردو په رپورټ کې دپاکستان دسرکاري ټي وي له خولې ویل شوي چې دپوځ سرلښکر پارلیمان ته وویل دا وخت په هیواد کې هیڅ داسې سیمه وجود نه لري چې لاس رسی ورته نه کیږي.

پوځي سرلښکر ویلی چې پاکستان سره د وسیلو اؤ افرادي قوت هیڅ کمی نشته.

هغه وویل د ولس استازي دې د منزل ټاکنه وکړي، پوځ به دپاکستان دپرمختیا اؤ بریا په سفر کې د دوي ترشا ولاړ وي.

هغه وویل دترهګرو پرضد روزانه داستخباراتي معلومات پر اساس عملیات کیږي اؤ هغوي ته به په هر حال کې د ریاست واکمنۍ ته غاړه اېښودل وي.

سرچینې وایي چې دملي سلامتیا دکمیټۍ دې غونډه کې برخه دقامي اسمبلۍ غړو خیبر پښتونخوا کې د تجویز کړل شوؤ پوځي عملیاتو په اړوند خپلې رایې څرګندې کړې دي.

غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف، دهیواد پخواني صدر اصف علي زرداري، دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ،ددفاع وزیر خواجه اصف اؤ نورو وزیرانو اؤ لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د وي او ای اردو رپورټ وایي چې دقامي اسمبلۍ داسپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ دترسره شوې دې مهمې غونډې هیڅ اعلامیه نه ده خپره کړل شوې خو دبیلابیلو سیاسي ګوندونو غړو وي او ای سره غیر رسمي خبرو کې په دې غونډه تسله ښکاره کړې ده.

ددغې غونډې ځېنو برخه والو د نومونو نه ښودلو په شرط وي او ای اردو ته ویلي غونډه کې دپوځ سرلښکر ویلي،قبایلي ضلعو اؤ دافغانستان سرحدي سیمو کې هیڅ نوي پوځي عملیات نه پیل کیږي بلکې وړاندې نه چې دغلته داستخباراتي معلوماتو په اساس کوم هدفي عملیات کیدل هغې کې به اوس نوره چټکتیا راوستل کیږي.

دخېبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لرونکي ددغه غونډې یو برخه وال وي او ای ته ویلي دپوځ سرلښکر ټي ټي پي سره مذاکرات تېروتنه وګرځوله.

یو بل غړي وویل جنرال عاصم منیر ټي ټي پي سره شوې خبرې داسلام د اصولو پرضد وبللې اؤ وئ ویل چې د زرګونو وګړو اؤ قانون نافذوونکو ادارو د غړو قاتلانو ته له سزا ورکولو پرته دهغوي سره مداکرات څنګه کیدای شي.

دپیپلز ګوند مشر اؤ خارجه وزیر بلاول بوټو ایوان نه د وتلو په وخت غیر رسمي خبرو کې ویلي دا دترهګرۍ پرضد ملي امنیت دکمیټې غونډه وه چې کیمرې پکې نه وې اېښودل شوې نو ځکه هغه ددې غونډه په اړه خبرې کول مناسب نه ګڼي.

دپارلیمان یو اقلیتي غړي وي او ای ته ویلي دپوځ سرلښکر خپلو خبرو کې داسلام اؤ انساني کدرونو زیاته یادونه وکړه اؤ ددې ترڅنګ یې پارلمان د ټولو ادارو مور بللې ده.

(د وي او ای اردو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

څیړونکي وایي پاکستان کې لوي طبقاتي تقسیم روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG