لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني خبريالان د پوځي وياند نه په سياست پوښتنې کولی شي؟


ماروي سرمد او د پي ټي اېم ملاتړي ګلالۍ اسماعیل
ماروي سرمد او د پي ټي اېم ملاتړي ګلالۍ اسماعیل

صحافي، ليکوالې او د مدني ټولنې کارمندې ماروي سرمد په ټوېټر د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل افتخار بابر پرېس کانفرنس ته په غبرګون کې ليکلي چې ‌‌‌‌‌‌ډېره موده پس د پوځ وياند مي‌‌‌‌‌‌ډيا ته وينا وکړه خو يو صحافي هم د سياست په اړه پوښتنه ونکړه.

ماروي سرمد ليکلي “زه هم دغسې يو کانفرنس ته تلې يم او په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه ويلی شم چې ټولې پوښتنې د وړاندې نه منل شوي وي او وايي په يو صحافي کې توان نشته هغه پوښتنه وکړي چې د ‌‌‌‌‌‌ډي جي (اي ايس پي ار) خوښه نه وي”.

د ماروي سرمد غبرګون د پوځ د وياند په دې دعوه مخې ته راغلی چې جنرل افتخار بابر ويلي د معلوماتو په بنياد پوځ او نورو استخباراتي او امنيتي ادارو په ملک کې د ترهګرو خلاف 375000 ګ‌‌‌‌‌‌ډ عمليات کړي او ترهګري يې ماته کړې ده.

په ماروي سرمد څه موده وړاندې په پاکستان کې مسلح بريد شوی و چې پکې پخپله بچ شوې وه خو ګا‌‌‌‌‌‌ډي ته يې زيان اوړېدلی و چې د يادې پېښې وروسته ماروي سرمد ملک پرېښود او امريکې ته لاړه.

د پاکستان د پوځ په دعوو د بروکېنګز ‌‌‌‌‌‌ډاټ اي ‌‌‌‌‌‌ډي يو ادارې په اي‌‌‌‌‌‌ډيټرز نوټ کې ليکي چې د ساوت ايشيا ټېررېزم پورټل د شمېرو د مخه په کال 2020 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی چې په 319 ترهګر بريدونو کې 169 عام وګړي وژل شوي.

د پوځي وياند په انګرېزۍ شمېره کې د 375000 اي بي اووز د نتيجو په اړه څېړنکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد تقي ‌‌‌‌‌‌وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي “دا اي بي اووز ‌‌‌‌‌‌ډېر ستايل کېدونکی ټکی دی چې د پولېس په ژبه مخبري ده چې امنيتي ادارو ته د ناوړو خلکو په اړه معلومات ورکوي خو دا په ريښتيا پوځي عمليات نه دي”.

ښاغلی تقي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي داسې هيڅ ازادې سرچينې نشته چې د پوځ د دومره چاپو او دعوو پخلی وکړي خو ريښتيا دا دي چې پخوانۍ قبايلي سيمې او بيا دواړو وزيرستانونو ته صحافيان او د څار نورې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه شي تلی.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر تقي پوښتنه کوي چې ولې دې سيمو ته ازاده مي‌‌‌‌‌‌ډيا تللی نه شي نو وايي چې “ولې د قامي اسمبلۍ يو منتخب غړی علي وزير په جېل کې دی او بل منتخب غړي محسن داوړ ته د هغه د ملکي شناخت د ختمولو دړکې ورکول کيږي ځکه چې د هغوی بد دا دي چې تش په نوم د تسليم شوو ښو طالبانو بيا راښکاره کېدل او يو ځای کېدل څرګندوي؟”

د بروکېنګز ادارې اي‌‌‌‌‌‌ډيټوريل نوټ ليکي چې د پوځ د ترهګرۍ خلاف د کاميابۍ دعوې د ازادو سرچينو د خوا تايد شوي نه دي او دا ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو سيمو ته په خصوصي توګه د پخوانۍ فاټا او بلوچستان سيمو ته پخپله خوښه تګ نه کيږي چرته چې لوی پوځي عمليات شوي.

د پخوانۍ فاټا چې اوس په انتطامي توګه د پښتونخوا صوبې برخه ده په ‌‌‌‌‌‌‌ډېرو سيمو کې د رپورټونو د مخه يو ځل بيا د پټو ترهګرو لخوا د هغه ځايي مشرانو او سياسي کارمندانو د وژلو او په پاکستاني امنيتي ځواکونو حملې تېزې شوي دي چېرته چې وخت په وخت په بيلا بيلو نومونو عمليات شوي خو څېړونکي یې نتيجې د تپوس لاندې راولي.

د پاکستان پوځ وايي په پاکستان کې د هندي لاس وهنې په سوب ترهګري روانه ده خوامريکايي، نړيوال او افغان ادارې تورونه لګوي ترهګري د پاکستان د پوځ رياستي تګلاره ده چې پوځ يې د پوځ او رياست خلاف پروپېګن‌‌‌‌‌‌ډه مني.

پخوانی سنېټر او د سيمې د چارو څېړنکار افراسياب خټک په ټوېټر د ريښتياو د کمېشن د جوړولو غوښتنه کوي چې “وزيرستان په پاکستان کې د ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېره پوځي سيمه ده چې پوځي قلاګانې، ګړۍ او څوکۍ لري. دلته په لويه کچه پوځي چارې وشوې چې پکې د جنګي الوتکو بمبار د ټينکونو او درنو وسلو نه کار واخستل شو خو دا بيا هم د ترهګرۍ کور دی؟”

د بروکېنګز د اي‌‌‌‌‌‌ډيټوريل مطابق د پاکستان پوځ دريځ لري چې په پاکستان کې دا هر رنګه ترهګري هند کوي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې دا هر څه د پوځ د لاسه روان دي چې ازادې سر چينې يې درک نه لري.

د سويلي وزيرستان ضلعي انتظاميې د څلورو کارمندانو ښځو د وژل کېدو وروسته امر کړی چې د امنيت ساتلو په اړه دې کارمندان د انتظاميې سره په رابطه کې وي او بايد چې کار کوي نو ورسره بولېټ پروف موټرې وي”.

د دې په غبرګونن کې څېړنکاره بشرا ګوهر په خپل ټوېټر پوښتنه کوي “او بولېټ پروف ګا‌‌‌‌‌‌ډی به ورله څوک ورکوي، پېن‌‌‌‌‌‌ډۍ او که بني ګاله؟ دا پوځي عمليات چې کروړونه پرې خرڅ شوې د دې لکونو مړو او در په در شوو حساب به څوک ورکوي؟ د حالاتو خرابېدو حساب به د چا نه غواړو؟

بلخوا د پاکستان پوځ دعوه کړې په شمالي وزيرستان کې د څلورو ښځو په وژنه کې ککړ تن حسن خان چې د سجنا په نوم یاېدو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د نهې/ سه شنبې په ورځ (23 فرورۍ) وویل امنیتي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو په اساس په میرعلي کې عملیات کړي او په نښته کې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې کمانډر حسن خان چې په سجنا یاد و ووژلو.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG