د پاکستان پوځ ویلي د خېبرضلعې په تېراه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو جګړه شوې چې په کې د پوځ د یو لوړ رتبه افسر په شمول درې نور عسکر وژل شوي او اووه عسکر زخمیان شوي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار ترمخه، په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي هم دي.
ايي اېس پي ار وویل امنیتي ځواکونو په تېراه کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد یو عملیات کول چې د وسله والو سره يې د ډزو تبادله شروع شوه چې په کې د لېفټېنېنټ کرنل د عهدي پوځي افسر او درې نور عسکر ووژل شوو.
پوځ وویل سیمه وسله والو نه د خالي کولو دپاره عملیات دوام لري.
د پوځ په بیان کې دا نه دي وېل شوي چې د کومې ډلې وسله والو پې حمله وکړه خو د وي او ای اردو څانګې په خپل رپورټ کې ویلي چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د تېراه په کومه علاقه کې چې د پوځ او وسله والو جګړه شوې، د افغانستان پولې ته نږدې ده.
په تېره څه موده کې ټي ټي پي په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا صوبه کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.
د خالي، شنبې، په ورځ پوځ وویل د پنجاب په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د برید په مهال يې نهه وسله وال ووژل.
د جمعې په ورځ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د امنیتي ځواکونو په موټرو حمله کط ۱۴ عسکر ووژل شوو.
Forum