لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: ځینې بې درکه کسان ممکنه ده چې د طالبانو سره او یا د جنگونو په نورو سیمو کې وي


د پوځ د یو بیان ترمخه، پوځي ترجمان میجرجنرل اصف غفور د جمعې په ورځ د ډېفنس اف هیومن رایټس یا د انساني حقونو دفاع نومې تنظیم مشرې امینه مسعود جنجوعه سره ولیدل
د پوځ د یو بیان ترمخه، پوځي ترجمان میجرجنرل اصف غفور د جمعې په ورځ د ډېفنس اف هیومن رایټس یا د انساني حقونو دفاع نومې تنظیم مشرې امینه مسعود جنجوعه سره ولیدل

د پاکستان د پوځ ترجمان ویلي په پاکستان کې ټول بې درکه خلک د ریاست سره نشي تړل کېدی، ځینې کسان ممکنه ده چې د طالبانو سره په افغانستان او یا د جنگونو په نورو سیمو کې وي او د انساني حقونو یو تنظیم ویلي د بې درکه خلکو معامله یوازې هله حل کېدی شي چې امنیتي ادارې خپله ولکه کې مشکوک کسان عدالتونو ته وړاندې کړي او بې گناه ازاد کړي.

د پوځ د یو بیان ترمخه، پوځي ترجمان میجرجنرل اصف غفور د جمعې په ورځ د ډېفنس اف هیومن رایټس یا د انساني حقونو دفاع نومې تنظیم مشرې امینه مسعود جنجوعه سره ولیدل او د بې درکه کسانو د معلومولو دپاره د حکومت او د امنیتي ادارو د کوښښونه نه یې خبر کړه.

مېرمن جنجوعه وي او ای ډیوه سره خبرو کې د پوځ د ترجمان سره د ملاقات تصدیق وکړو او ویې وېل د لیدنې مقصد پوځ سره "ډائیلاگ" یا مکالمه شروع کول وو چې دا ډول د بې درکه شویو خلکو خپلو خپلوانو تشویش پوځ ته ورسول شي. هغې وویل د دوی غوښتنه ده چې پوځ دې د بې درکه کسانو په معلومولو کې مرسته وکړي، څوک کې مړه شوي د هغوي کورنیو ته دې تاوان ورکړی شي او د حقایقو معلومولو دپاره دې "ټروت اینډ ریکنسیلیشن" یا د ریښتیاو معلومول او د مرورو پخلاینه وشي.

مېرمن جنجوعه د تېرو ١۴ کلونو راهسې د خپل خاوند او په پاکستان کې د نورو بې درکه شویو کسانو د معلومولو دپاره هلې ځلې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنگ هم په پاکستان کې د ټروت اېنډ ریکنسینلیشن یا د ریښنتیاو د معلومولو او د پخلانیې او د بې درکه کسانو د معلومولو غوښتنه کوي او وايي د ریاستي ادارو په ولکه کې بې گناه کسان دې ازاد کړی شي او که څوک په کوم جرم کې مشکوک گڼل کېږي نو عدالتونو ته حاضر کړی شي. د پي ټي اېم په جلسو کې اکثر د بې درکه خلکو د کورنیو غړي موجود وي چې د خپلوانو په اړه معلوماتو ته سترگې په لار وي.

مېرمن جنجوعه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه سره خبرو کې وویل د بې درکه کسانو د کورنۍ غړي غواړي چې د خپلوانو د بې درکۍ معامله دې د تل دپاره حل شي او هغه داسې کېدی شي چې په جرم کې مشکوک تن عدالت ته وړاندې کړی شي، بې گناه کس ته اجازت ورکړی شي چې خپل کور ته لاړ شی او که څوک مړی شوی وي نو د هغه کورنۍ ته دې ریښتیا وویل شي چې څه چل شوی و او د مړو کسانو خپلوانو ته دې تاوان ورکړی شي.

د بې درکه کسانو د معلومولو دپاره د پاکستان حکومت یو کمېشن هم جوړ کړی دی او د پوځ په بیان کې وویل شو چې په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي دفتر یا جي اېچ کیو کې هم یوه څانگې د بې درکه کسانو د معلومولو دپاره کار کوي.

د پوځ د بیان ترمخه، مېجرجنرل اصف غفور مېرمن جنجوعه سره خبرو کې وویل چې په پاکستان کې ټول بې درکه کسان د ریاست سره نشي تړل کیدی او کوم خلک چې د ریاست سره دي هغوی سره قانوني چلند کولی شي. پوځي ترجمان وویل ځینې خلک ممکنه ده چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په افغانستان کې او یا د جنگونو په نورو سیمو کې وي. جنرل غفور وویل ځینې خلک ممکنه ده چې د پاکستان خلاف د جنگېدو په مهال وژل شوي وي خو هغه زیاته کړه چې د دغه کسان هم باید چې د بې درکه کسانو په فهرست کې شامل کړی شي.

د ډېفنس اف هیومن رایټس امینه جنجوعه وویل "څوک چې افغانستان ته تللي دي یا ټي ټي پي (ته) سره شامل شوي دي هغه خو مسنگ پرسنز (بې درکه) کسانو کې نه وي." هغې زیاته کړه څوک چې د طالبانو سره شامل شي او یا افغانستان ته لاړ چي د هغوی د بې درکه کېدو په اړه شکایت نه ترلاسه کیږي.

مېرمن جنجوعه وویلد هغې تنظیم سره د ٣٠٠٠ پورې بې درکه کسانو نومونه درج دي.

افغان مامورین اکثر د پاکستان دا تور ردوي چې د پاکستاني طالبانو وسله وال په په افغانستان کې پټن ځایونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG