لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس :ايجنسۍ دبنديانو په زندان کې دساتلو جواز نۀ لري


جسټس چوهدري زياته کړه که چرې ددغو کسانو په ضد کوم ثبوت وى نو بايد زندان ته ليږل شوي وى، خو ددغو بنديانو نيول غيرقانوني دي او منظوري يې نۀ شي ورکړل کيدى
جسټس چوهدري زياته کړه که چرې ددغو کسانو په ضد کوم ثبوت وى نو بايد زندان ته ليږل شوي وى، خو ددغو بنديانو نيول غيرقانوني دي او منظوري يې نۀ شي ورکړل کيدى
د پاړه چنار په زندانونو کې دبندي دترهه گرۍ فعاليتونو کې دککړو پخوانو اوؤ بنديانو په حواله دکيس داوريدنې په مهال دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري وئيلي دي چې خفيه ايجنسۍ ددغو کسانو دنيولو دمودې دسيوا کولو هيڅ جواز نۀ لري.
په چيف جسټس افتخار محمدچوهدري، جسټس گلزار احمد اؤ جسټس شيخ عظمت سعيد مشتمل دسترې محکمې بينچ ددغه کيس اوريدنه کړې ده.
داوريدنې په مهال چيف جسټس وويل دغه اووۀ کسان په زندانونو کې د26م جون کال ٢٠١١م راهسې بندي دي.
جسټس چوهدري زياته کړه که چرې ددغو کسانو په ضد کوم ثبوت وى نو بايد زندان ته ليږل شوي وى، خو ددغو بنديانو نيول غيرقانوني دي او منظوري يې نۀ شي ورکړل کيدى.
چيف جسټس وويل ايډوکيټ راجه محمد ارشاد، چې دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) او ملټري انټلي جنس( ايم ائي) استازيتوب کوي بينچ ته وئيلي چې ددغو بنديانو په ضد ثبوت نشته.
سترې محکمې ددغز بنديانو دريکارډونو دوړاندې کولو لپاره دسيکرټري فاټا او ډپټي اټارني جنرل عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو دناخوښۍ څرگندونه وکړه.
چيف جسټس وويل اوس خفيه ايجنسۍ داوؤ بنديانو دبند په موده کې دپراختيا کولو هيڅ جواز نۀ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG