پاکستان
په پاکستان کې د بې درکو کسانو د پلټنو سرکاري کمیشن ویلي په ستمبر میاشت کې 34 نور کسان لادرکه شوي

په پاکستان کې د بې درکو کسانو د پلټنو سرکاري کمیشن ویلي دي په ستمبر میاشت کې 34 کسانو د بې درکه کیدلو رپورټونه درج شوي، د کمیشن تر مخه په پاکستان کې 6886 کسان بې درکه دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کونکې ادارې دغه شمیرې نورې زیاتې ښاي.
د کمیشن اعلامیه واي دوي په زوره د بې درکو کړی شوو زرګونو کسانو د پېښو پلټنې کوي.
د بې درکو کسانو لپاره کار کونکی وکیل انعام الرحيم واي کمیشن د بې درکو کسانو پلټنې کوي خو دا نه واي چې ددې کسانو په بې درکه کولو کې څوک ککړ دي. هغه واي کمیشن باید دا په ډاګه کړي چې په زوره د خلکو په بې درکه کولو کې کومه اداره ککړه وه.
د بشري حقونو د خپلواکه کمیشن ایچ ار سي پي پخوانۍ مشره زهره یوسف واي د سرکاري کمیشن کار کردګي نیمګړې ده، د هغې په خیال کله چې دا کمیشن پلټنې کوي نو دا پکې نه واي دا کسان څنګه بې درکه شوي وو.
د بشري حقونو د ادارو غړیو تل د خلکو د بې درکه کولو تور د هیواد په استخباراتي ادارو پورې کړی دی.
د بې درکو کړی شوو کسانو د حقونو لپاره جوړ تنظیم وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز مشران تور پورې کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو په زرګونو کسان نیولي او عدالتونو ته یې نه وړاندې کوي.
دسازمان د مشرانو غوښتنه ده چې که په زوره بې درکه کړل شوي کسان په څه غیرقانوي چارو کې ککړ وي نو عدلتونو ته دې وړاندې کړی شي.
تېره میاشت د حکومت مخالفو ګوندونو په ټولګوندیز غونډه کې یوه غوښتنه دا هم شوې وه چې د پاکستاني وګړو د لاردرکۍ روایت دې ختم کړی شي او لادرکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
د تحریک انصاف یو ایتلافي ګوند بي این پي چې وس د حکومت نه جدا شوې واي دوي د 1500 په زوره د بې درکو کسانو یو فهرست حکومت ته وړاندې کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند په واک کې د راتلو په وخت ددغو بې درکو کسانو د مسلې د حل کولو لوظ کړی ؤ، خو وس د حکومت مخالفین واي حکومت په دغه لوظ ځان غلی کړی دی.
د پاکستان مشران واي داسې خلق چې د دښمن په لمسه د هیواد په ادارو حملې کوي د هغوي کارونه د زغملو وړ نه دي.
د پاکستان پوځي چارواکو اکثر ويلي په بلوچستان کې ځیني داسې تنظیمونه متحرک دي چې د هند په لمسه اړی ګړی جوړوي.
پوځ ددغه تورونو نه هم انکار کوي چې دوي په زرګونو کسان په زوره بې درکه کړي دي.
See all News Updates of the Day
د پاکستان د مملکت وزیره: آی ایم ایف سره تړون د باور د نشتوالي له امله ځنډېدلی دی

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ د پاکستان د خزانې او محصولاتو په چارو کې د مملکت وزیرې ډاكټر عائشه غوث پاشا د پارلماني كمېټې غونډې ته په وینا کې ویلي د پیسو د نړیوالې ادارې آی ایم ایف سره د کارکوونکو په کچه د معاهدې لپاره د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو بهرنۍ مالي مرسته کې پرمختګ شوی دی، کوم چې د مارچ له 9 څخه ځنډول شوی، خو دوی په دې اړه څه تفصیلات نه دي وړاندې کړي.
دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې «دي نېشن» ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کې ویلي، نړیوال مالیاتي فنډ (IMF) د پټرولو په اړه د وړاندیز شوي سبسیډي لومړنی وړاندیز رد کړی او په دې اړه یې د پاکستان څخه په اصلاحي پلان جوړولو ټینګار کړی دی.
عایشه غوث پاشا تېره ورځ ویلي وو، د آی ایم ایف سره د کارکوونکو په کچه د تړون ځنډېدل د باور د نشتوالي له امله دي.
د اقتصاد پوهانو وینا ده د دغه بې باورۍ له امله نړیوال مالیاتي اداره غواړي د دوی شرطونه په بشپړه توګه عملي کړی شي.
د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد. د څانګې پروفیسر ډاکټر معراج الحق وې او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، د تېر تحریک انصاف د حکومت په وخت کې د آی ایم ایف شرطونه نه وو تر سره کړی شوي، همددې له کبله اوسني حکومت سره دغه لوظنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې.
دوی زیاتوي دې ځل آی ایم ایف ښکاري چې د ټولو شرطونو د منلو په کلکه پخلی غواړي.
د پاکستان ایتلافي حکومت د روانې میاشتې په شلمه نیټه د کم آمدني لرونکو خلکو لپاره د پټرولو سبسیډي اعلان کړې وه. وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي وو، دغه مرستې به د هغو خلکو لپاره وي چې موټرسایکل، رکشه، 800 سي سي موټر او نور کوچني موټرونه لري.
عایشه غوث پاشا د پټرولو د سبسیډي سکیم په اړه وویل، آی ایم ایف د مستقيم سبسیډي مخالفت كوي خو د پټرولو د سبسیډۍ په اړه ورسره خبرې نه دي شوې ولې چې دا پروژه بشپړه شوې نه ده او پرې کار روان دی.
د پاکستان او د آی ایم ایف عملي مشن د فرورۍ په نهمه د 6.5 اربه ډالرو فنډ پراخولو په اړه د نهمې بیاکتنې لپاره خبرې اترې بشپړې کړې وې، خو د دغه فنډ په اړه تراوسه دو اړخیزه موافقه نه ده شوې.
مشر سوداګر او اقتصادپوه قاضي زاهد حسین وې او اې ډیوه ته وایي، آی ایم ایف سره لوظنامه د پاکستان ضرورت او مجبورې ده.
زاهد حسېن وایي که چېرې دغه لوظنامه تر سره شوه، نو د نړیوال بېنک او اېشیایي پرمختیایي بېنک په شمول ملګري هیوادونه هم مرستې کولی شي، البته که چېرې داسې ونه شو نو هیواد د نورو اقتصادي ستونځو سره مخ کېدای شي.
وفاقي حکومت د آی ایم ایف ددغې لوظنامې د سر ته رسولو لپاره د ملګرو هیوادونو سره هم په رابطه کې دی. په دې لړ کې تېره ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد كې د متحده عربي اماراتو له سفير حمد عبيد ابراهيم سليم الذهبي سره هم لیدلي دي.
پاکستان د نړیوال مالیاتي فنډ څخه د 6.5 اربه ډالرو پور ترلاسه کولو د پاره یو شمېر ګامونه پورته کړي چې په نتیجه کې یې د مالیاتو او د انرژۍ د بیو د لوړېدو تر څنګ د روپۍ بیه د تاریخ تر ټولو کښته کچې ته رارسېدلې او دا وخت د یو امریکایي ډالر بیه 283 روپیو ته لوړه شوې ده.
د رایټرز تر مخه په پاکستان کې د آی ایم ایف استازې ایستر پیریز رویز تېره اوونۍ ویلي وو، حکومت د تېلو د قیمتونو په اړه د دوی سره مشوره نه ده کړې او دا چې د کارمندانو په کچه تړون به وروسته له هغه لاسلیک شي چې د تېلو د سکیم په ګډون پر یو څو پاتې ټکو باندې موافقه وشي.
د کوټې او کندهار پر لويه لار هره ورځ زرګونه ماشومان وېکسين کېږي

کوټه / واشنګټن ــــ د کوټې او د سپين بولدک تر منځ پر غزېدلي سړک هره ورځ زرګونه هغه ماشومان وېکسين کېږي، چې د بلوچستان او د افغانستان د سرحدي ولايتونو تر منځ سفر کوي او له ويکسين پاتې شوي وي.
بلال احمد له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر دې لويه لار د پوليو وېکسين کار کوي او هر ورځ سلګونه هغه ماشومان وېکسین کوي چې افغانستان ته ځي او يا هم له هغې خوا کوټې ته راستنېږي.
بلال يو له هغه اتلس کارکوونکو دی، چې پښين بازار ته څېرمه په يارو سيمه کې پر لويه لاره جوړ د پوليو وېکسين پر مرکز يا ټرانزیټ پواينټ ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.
بلال وي او اې ډيوه ته وايي چې د کندهار، هلمند، غزني او نورو ولايتونو ماشومان له دې لارې تېرېږي چې وایي يو ماشوم هم پرته له وېکسين کولو نه دی تېر شوی:
"موږ د لېويز په مرسته هڅه کوو چې هر ماشوم وېکسين کړو. دلته د کندهار، سرحدي سيمو، پښين، کوټې او کچلاغ خلک تېرېږي. د دې ترڅنګ کډوال ماشومان چې افغانستان ته ځي، هم ويکسين کوو".
د يارو سیمې د وېکسين مرکز سپروايزر اجمل خان بيا د افغان روغتيايي چارواکو هغه خبرې ناسمې بللې چې په دې وروستيو کې يې ويلي، له بلوچستانه د چمن له لارې ورتلونکو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې نه وي ورکول شوې:
"دا خبره څه حقيقت نه لري، موږ يو ماشوم هم پرته له څاڅکو ورکولو نه پرېږدو. له کراچۍ راتلونکي ماشومان هم چې له ويکسين پاتي وي، دلته وېکسين کېږي. دلته د ورځې د څلور لېويز سرتېرو په شمول اتلس تنه د ويکسين کار کوي".
پوليو وايرس چې اوس په ټوله نړۍ کې ختم شوی، يواځې پاکستان او افغانستان هغه دوه هيوادونه دي، چې دغه وايرس اوس هم دلته وجود لري.
په پاکستان کې په تېرکال کې شل ماشومان پولیو وهلي خو په روان کال کې تر اوسه د پوليو يو مثبت کېس د پښتونخوا په بنو ضلع کې رپوټ شوی دی.
په بلوچستان کې په تېر او روان کال کې تر اوسه کوم ماشوم په ګوزڼ نه دی اخته شوی.
پاکستان: د چيف جسټس د اختيار محدودولو قانوني مسوده په سېنېټ کې هم منظوره شوې

د پاکستان د سپريم کورټ د چيف جسټس يا سترې محکمې د مشر قاضي د سوموټو نوټس يا از خود نوټس اخستو د اختیار راکمولو دپاره جوړه کړی شوې قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ وروسته د برني اېوان سېنېټ هم منظوره کړی شوې ده. د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې د سېنېټ نه منظورۍ په وخت پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی دی.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ د سپريم کورټ د پرېکټس او پروسيجر په نوم قانوني مسوده سېنټ ته وړاندې کړې، تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی او قانوني مسوده یې د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته د لېږلو ويلي، خو رایې شماري پرې شوې 60 ووټونه یې په حق کې او 19 په مخالفت کې راغلي او قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده.
قامي اسمبلۍ د دغه قانوني مسوده د شورو/ چهارشنبې په ورځ منظوره کړې ده، اوس د سېنېټ د منظورۍ وروسته دا صدر ته ولېږل شي او چې صدر یې لاسليک کړي رسمي قانون به شي.
د قانون وزیر په سېنېټ کې د قانوني مسودې وړاندې کولو په وخت ويلي، په تېرو دوه لسیزو کې په ځينو داسې معاملاتو از خود ټسونه اخستل شوي چې په هغې پوښتنې راولاړې شوي چې ايا دغه معاملې د سوټو اخستو جوګه هم وې که نه وې او انتظامي افسران پکې په کټهرو کې ودرول شوي دي.
هغه ويلي وکيلانو، قانون پوهانو بار کونسلو سره په اېوان کې په دغه اړوند د قانون سازۍ غږونه پورته شوي او اوس په عدليه کې دننه هم دا اوازونه مخې ته راغلي دي.
د از خود نوټس د واک په اړوند قانوني مسوده
د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې له مخې له دې وروسته به د سپریم کورټ د درو سینېره ججانو کمېټۍ د «ازخود نوټس» اخیستو پرېکړه کوي.
په مسوده کې ویل شوي چې دغه کمېټۍ به د آیین د هر ډول تشریح لپاره پینځه کسیز بېنچ جوړوي. د آیین د 184 مادې په بنیاد هره موضوع باید لومړی د قاضیانو کمېټۍ ته وړاندې شي.
ياده مسوده چې په قانون بدله شي د دې په بنیاد به د سپریم کورټ د ازخود نوټس خلاف د اپیل کولو حق هم وي.
په مسوده کې راغلي چې اپیل یا درخواست به د ازخود نوټس تر اخیستو وروسته په 30 ورځو دننه کې کېږي او د هر سوموټو خلاف اپیل به په دوه اوونیو کې دننه اورېدل کیږي.
په ترمیمي مسوده کې راغلي چې دا قانون به د سپریم کورټ او هایکورټ پر فیصله عملي کېږي، چې پکې د بېنچونو جوړولو لپاره هم د چیف جسټس د واک محدودولو وړاندیز شوی دی.
د تحريک انصاف مخالفت
پاکستان تحریک انصاف په دغه قانوني مسددوه نيوکې کړي او د یاد ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی چې وزيراعظم شهباز شریف د انتخاباتو نه د تېښتې دپاره په عدليه فشار اچول غواړي.
د ججانو اختلاف
دا قانوني مسوده وروسته له هغه وړاندې شوې چې د سپريم کورټ دوو ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل د دوشنبې- ګل په ورځ د انتخاباتو د مقدمې پر فېصله باندې خپل اختلافي نوټ خپور کړ.
دوی په خپل اختلافي نوټ کې ويلي وو چې د چيف جسټس د پراخ اختیار له کبله په عدليه باندې نيوکې کېږي، دوی غوښتنه کړې وه چې د سپریم کورټ د جج په پراخ اختیار ته دې له نوي سره کتنه وشي.
د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په 90 ورځو کې په پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو پر معامله از خود نوټس اخستی وو او د دې مقدمې لپاره نهه کسيز لوی بېنچ جوړ کړل شوی وو خو وروسته دوو ججانو جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د حکومتي ګوندونو تر اعتراض وروسته د مقدمې له اورېدنې بخښنه وغوښته.
څېړونکي: د پوځ د منظورۍ بغېر د ترهګرۍ په اړوند بدلون نه شي راتلی

څیړونکي وايي، د پاکستان موجوده ايتلافي [د پي ډي اېم] حکومت په تېر وزيراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه په حکومت کې ترهګر بیرته پښتونخوا او پاکستان ته راوستل شوي خو دا حکومت چې نزدې کال یې پوره کيږي، دې حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم خاص څه نه دي کړي او د ترهګرۍ په اړوند بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی.
د پاکستان د موجوده حکومت د وزيراعظم شهباز شریف نه تر بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري او نورو وزيرانو پورې ټول د عمران خان په حکومت د وسله والو سره د خبرو په تړاو تور لګول کیږي چې په هغو خبرو کې یې ترهګر بیرته راوستي دي.
خو عمران خان د دغو تورونو په اړوند تل دريځ خپل کړی چې هغه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره خبرې پېل کړې وې ځکه چې د هغه په وينا د زرګونو په شمېره کې وسله وال په افغانستان کې دېره وو بيرته به راتلل دوی وژلی نه شو.
خو دغه خبرې چې د کال 2021 په اکتوبر کې یې عمران خان د ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې تاييد کړی وو، د تېر کال د نومبر پورې پکې ډز بندي روانه وه د پاکسان نه کابل ته پلاوي هم لېږل شوي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب یې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو سره خبرې شوي، ډز بندۍ شوي، او د پاکستان نه کابل ته تللو جرګو ويلي چې د هغه وخت د استخباراتي ادارې د مشر او بيا په پېښور کې کور کمانډر جنرل فېض حميد په وينا دغه مذاکرات کېدل.
خو تحريک طالبان پاکستان د دغو مذاکراتو په لړ کې روانه ډز بندي تېر کال د نومبر په مياشت کې ختمه کړې او د بريدونو پېل کولو یې ويلي وو، او د دغې وروسته یې بيا پرله پسې د بريدونو زمه وارۍ اخستل منل پېل کړي دي.
موجوده حکومت بيا بیا دعوې کوي چې د ترهګرۍ نوغی به اوباسي خو څیړونکي وايي دې اوسني حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم خاص څه نه دي کړي او ښايي چې د دې حکومت په وړاندې دومره ډېر بحرانونه يا چېلنجونه دي چې لومړيتوب کوم ته ورکړي ځکه چې په خپله نښتی دی.
د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان خان وايي، پاکستان کې ترهګري د انتهاپسندۍ نه زېږېدلې او دا په پښتنه سيمه کې په منظم ډول سېوا کړی شوې ده.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د"ا انتهاپسندي اوسنۍ نه ده د دې پېل په افغانستان کې د شوري اتحاد پرضد چې نړيوال اتحاد، امريکا او غرب او د پاکستان ډکټېټر ضياالحق جنګ شورو کړو د هغې وخت نه دا انتها پسندي پېل شوې او بيا د 9/11 نه وروسته ترهګري ډېره زیاته شوې ده".
هغه وويل "پاکستان کې د حميد ګل نه واخله تر فېض حميد پورې جرنېلانو که د وسله والو ملاتړ نه کولو خو نرمه رويه یې ورسره ساتله او عمران خان د طالبان خان په نوم ياد کړی شو او د پيپلز ګوند حکومت که د وسله والو مخالف وو خو په دغه لړ کې حکومتونو څه نه شو کولی".
د ډاکټر سرفرخان خان په خبره "موجوده حکومت دومره کړي چې عمران خان کومې خبرې شورو کړې وې دوی ورته ويلي که ټي ټي پي د ايين چوکاټ نه مني دوی ورسره خبرې نه کوي او نه یې مني دومره بدلون به راغلی وي نور بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی".
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير روانه مياشت د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر کړی د افغانستان سره په پوله جوړو مورچو ته ورغلی او ویلي يې وو چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.
او څيړونکی پروفېسر اعجاز خټک هم وايي، "دې اوسني حکومت هم د ترهګرۍ ضد ډېر څه نه دي کړي".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د عمران خان په حکومت او جنرل فېض په وخت کې وسله وال په رضا راوستل شو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته ټي ټي پي ځان ډاډ محسوسول پېل کړه او دېخوا یې خپله کيسه شورو کړه، دې حکومت ته اوس خپله سياسي حالات ګډوډ دي او اقتصاد هم په داسې حالت کې دی چې نه ښکاري چې دا حکومت به څه وکړي او کولی شي".
هغه زياته کړه، "دا حکومت به غواړي او ترجيحاتو کې به یې هم وي، ترهګري ده، اقتصادي سياسي او عدالتي مسلې دې، د هر ځای خپلې مسلې دي په ملک کې يو ډول ثبات هم نشته نو هر اړخ ته بحران دی".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف مشرۍ پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي وو، "غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي".
تېره شپه د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې په پوليسو په وسله وال بريد او چاودنه کې د يو ډي اېس پي افسر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. تحريک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.
د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان د لکي مروت د پېښې غندنه کړې ده.
مسرت هلالي د پېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه مشره ججه ټاکل شوې ده

دپېښور هایکورټ تر ټولو سینیر ججه اغلې مسرت هلالي دپېښور هایکورټ په تاریخ کې د وړومبۍ ښځینه قاضڼې یا چیف جسټس په توګه ټاکل شوې ده اؤ دپاکستان دقانون اؤ انصاف وزارت دهغې دتقررۍ اعلامیه هم خپره کړې ده.
مېرمن مسرت هلالي دپښتو د وتلي شاعر اؤ ادیب ارواښاد خانمیر هلالي لور ده چې دکال2014 راهسې پېښور هایکورټ کې دججې په توګه خدمات ترسره کوي.
دمشرې قاضڼې په توګه دهغې دتقررۍ منظوري دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي ورکړې ده اؤ دا به دپاکستان په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې دیو هایکورټ مشري په لاس کې اخلي.
تر دې وړاندې دکال2018 نه اکتوبر کال2019 پورې ښځینه ججه طاهرہ صفدر دبلوچستان هایکورټ چیف جسټس پاتې شوې وه.
دقانون اؤ انصاف وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې مسرت هلالي به دپاکستان دجوډیشل کمیشن له لوري دهایکورټ دچیف جسټس تر باقاعده تقررۍ د اپریل د وړومبۍ نیټې نه دپېښور هایکورټ دمشرې ججې یا چیف جسټس په توګه ذمه وارۍ سمبالې کړې.
د ډان ورڅپاڼې د رپورټ له مخې دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده.
هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي.
هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده.
ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده.
میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه
دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی.
خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ .
په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ