لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير قتل کيس : په پرويز مشرف به فردجرم په ٦ اگست لگولى شي


 په ٢٧م دسمبر، کال ٢٠٠٧م کې چې کله پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو دراولپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې يوې جلسې ته دوينا وروستو دچاؤدنې اؤ ډزو په پيښه کې ووژل شوه نو په هاغه وخت پرويز مشرف دپاکستان صدر ؤ
په ٢٧م دسمبر، کال ٢٠٠٧م کې چې کله پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو دراولپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې يوې جلسې ته دوينا وروستو دچاؤدنې اؤ ډزو په پيښه کې ووژل شوه نو په هاغه وخت پرويز مشرف دپاکستان صدر ؤ
دپاکستان راولپينډۍ ښار کې دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل کيس کې يوځل بيا پرويز مشرف ته عدالت ته د وړاندې کيدو حکم ورکړى اؤ هم په دغه ورځ به په هغه فردجرم هم لگولى شي.
دبې نظير قتل کيس اورينه دنهې په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړي عدالت دجج چوهدري حبيب الرحمان په مشرۍ کې وشوه ، چې ورته پرويز مشرف وړاندې کړل شوى ؤ.
پرويز مشرف دسختو حفاظتي گامونو لاندې دخپل فارم هاؤس څخه دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته راوستل شوى ؤ.
ددغه مقدمې پلټونکې کوونکې دايف ائي اى ډلې دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دقتل مقدمه کې پرويز مشرف مرکزي ملزمانو کې شامل کړى.
پخوانى صدر پرويز مشرف په دغه مقدمه کې په ضمانت خوشې دى اؤ ايف ائي دغه عدالتي فيصله تر دې مهاله هائيکورټ کې چيلنج کړې نۀ ده.
دبې نظير بهټو دقتل دکيس په اړه دريکارډ نقلونه هم پخواني پوځي سرلښکر ته ورکړل شوي ،هغه پرې لاسليک کړى اؤ دځان سره يې هم نقلونه ساتلي.
په ٢٧م دسمبر، کال ٢٠٠٧م کې چې کله پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو دراولپينډۍ په لياقت باغ سيمه کې يوې جلسې ته دوينا وروستو دچاؤدنې اؤ ډزو په پيښه کې ووژل شوه نو په هاغه وخت پرويز مشرف دپاکستان صدر ؤ.
دبې نظيرې دقتل کيس داوريدنې په مهال پخوانى سي سي پي او سعود عزيز، پخوانى ايس پي راول ټاؤن خرم شهزاد هم عدالت ته پيش کړل شوي وؤ.
بلخوا عدالت دپخواني صدر پرويز مشرف له لوري د اکاؤنټس دمنجمد کولو په درخواست دفيصلې اورولو په ترڅ کې دبينک اکاؤنټس اؤ اثاثو دبحالۍ حکم وکړو اؤ وې وئيل چې دبې نظير دقتل کيس کې دپيش کيدو له امله دهغه اثاثې بحال کړل شوي.
دپخواني صدر په اثاثو کې بينکونو کې يوولس کروړه روپۍ، يو فارم فاؤس اؤ گوادر کې پلاټ شامل دي.
عدالت چارواکو ته حکم کړى چې پرويز مشرف دې دراتلونکې اوريدنې په مهال پيش کړل شي اؤ زياته کړې يې ده چې په هغه به په ٦م اگست فردجرم لگولى شي، وروستو دغه کيس ديادې کړل شوې نيټې پورې وځنډول شو.
دکيس دځنډولو وروستو پرويز مشرف بيرته داسلام اباد چک شهزاد خپل کور ته لاړى، دغه کور دهغه لپاره وړوکى جيل گرځول شوى دى.
دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت په دغه مقدمه کې دپرويز مشرف نوم ٢٠١١م کې دشاملولو په ترڅ کې هغه اشتهاري گرځولى ؤ.
اخوا دپرويز مشرف په ضد دبلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بگهټي کيس کې دبلوچستان هائيکورټ دپرويز مشرف دضمانت په درخواست دفيصلې کولو سره درخواست مسترد کړى دى.
په جسټس نعيم افغان اؤ جسټس مصطفي مينگل مشتمل بينچ په ٢٢ جولا ئي په دغه درخواست فيصله محفوظه کړې وه.
له دې وړاندې دکوئټې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دپخواني صدر پرويز مشرف دنيولو څخه دمخه دضمانت درخواست مسترد کړى اؤ دهغه دگرفتارۍ وارنټ يې جاري کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG