لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مشرف به په ٢٠ اگست عدالت کې حاضریږي


بې نظیر بهټو د کال ٢٠٠٧ د ډسمبر په میاشت کې راولپنډۍ کې د ډزو او بم حمله کې ووژل شوه. حکومت د هغې د وژنې الزام په طالبانو لگولی دی
د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بهټو د وژنې په مقدمه کې پخوانی صدر او پوځي مشر جنرل پرویز مشرف د نهې په ورځ عدالت کې نه دی حاضر شوی.
د ښاغلې مشرف وکیل راولپنډۍ ښار کې عدالت ته ویلې پخواني صدر عدالت کې د عدم تحفظ په وجه نشې حاضریدی. خو بیا د پرویز مشرف لپاره عدالت کې د حاضریدو د پاره د اگست د میاشت ٢٠ مه نیټه وټاکلی شوه.
د ښاغلې مشرف وکیل ویلې هغه ته د مرگ دړکې ورکړی شوي دي.
په پرویز مشرف بې نظیر بهټو ته مناسب تحفظ نه ورکولو او د هغې د قتل په سمه توگه تحقیقات د نه کولو الزام لگول شوی.
بې نظیر بهټو د کال ٢٠٠٧ د ډسمبر په میاشت کې راولپنډۍ کې د ډزو او بم حمله کې ووژل شوه. حکومت د هغې د وژنې الزام په طالبانو لگولی دی.
XS
SM
MD
LG