لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: پرویز مشرف ته د مرگ سزا په پوځ کې غصه او درد راپارولی


د کال ١٩٩٩ د اکتوبر د ١٧ نېټې د پرویز مشرف قام ته د لومړي تقریر په موقع اخیستل شوی تصویر
د کال ١٩٩٩ د اکتوبر د ١٧ نېټې د پرویز مشرف قام ته د لومړي تقریر په موقع اخیستل شوی تصویر

د پاکستان پوځ خپل پخواني مشر او د هېواد پخواني صدر پرویز مشرف ته د غدارۍ په الزام د مرگ سزا وغندله او ویې وېل پرویز مشرف د هیواد خدمت کړی دی او د هیواد د دفاع دپاره یې جنگونه کړې دي هغه غدار نشي کیدلی.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې په ټوېټر خپور شوي بیان کې وویل د خصوصي عدالت فیصلې د پوځ په صفونو کې "درد او غصه" راوپارولې ده.

پوځ په خپل بیان کې وویل پرویز مشرف د پوځ مشر و او جنگونه یې کړې دي او هغه "یقیناً غدار نشي کېدلی."

پوځ د عدالت د فېصلې په اړه وویل عدالت د اساسي قانون سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې د دفاع موقع نه ده ورکړې او عدالت په خپل سر مقدمه سر ته رسولې او فیصله یې په "بېړه" کې کړې ده. " د پاکستام مسلح ځواکونه توقع کوي چې انصاف به د اسلامي جمهوري پاکستان د ائین سره سم ورکړی کېږي."

د پوځ د رد عمل نه وړاندې د اسلام اباد ځانګړي عدالت پروېز مشرف ته د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ يا تېزندۍ سزا واوروله.

د پروېز مشرف پرضد د غدارۍ د مقدمې فېصله د جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې د دوه ججانه په اکثريتي فېصلې سره واوروله. عدالت په خپله لنډه فېصله کې ويلي پروېز مشرف په درېم نومبر ۲۰۰۷م ائين مات کړی او غداري يې کړې ده.

دوه ججانو پروېز مشرف ته د مرګ د سزا په حق کې فېصله اورولې او بل یې مخالفت کړی دی.

په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې تور ؤ چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې د پاکستان آیین مات کړی او په همدې تور د هغه په ضد له ۲۰۱۳م کال راهیسې د غدارۍ مقدمه روانه وه، چې هغه په دې موده کې یواځې یو ځل عدالت ته وړاندې شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG