لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې د عمران خان حکومت د پخواني پوځي ډېکټيټر عدالتي مرستې ته ورودانگل؟


دا خبره مهمه ده چې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د مسلم ليگ نون تېر منتخب حکومت د پوځ د کوم مشر په ضد د ايين سره د غدارۍ مقدمه کړې ده
دا خبره مهمه ده چې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د مسلم ليگ نون تېر منتخب حکومت د پوځ د کوم مشر په ضد د ايين سره د غدارۍ مقدمه کړې ده

د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف پرضد د غدارۍ په قضیه کې د خصوصي عدالت راتلونکې فيصلې نه مخکې واکمن گوند تحريک انصاف د لاهور وروسته اوس د اسلام اباد هاي کورټ دروازه ټکولې چې د ممکنه فيصلې مخه ونيسي.

دا تر اوسه معلومه نه ده چې د خصوصي عدالت فيصله به څه وي خو د حکومت هڅو نه داسې ښکاري چې حکومت ويره لري چې په راتلونکې فيصله کې جنرل مشرف غدار وگرځول شي.

د پاکستان يو خصوصي عدالت د جنرل مشرف خلاف د ايين سره د غدارۍ په مقدمه کې په ١٩م نومبر بحث پوره کړی او د نومبر ٢٨م يې د فيصلې د اورولو نيټه ايښې ده.

د يادو درخواستونو په اړه د پېښور هاي کورټ وکيل شبير حسين گگياڼي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وپوښتل چې حکومت د کوم اختيار لاندې عدالت ته د يو مفرور پرضد درخواست ورکولی شي؟

د ښاغلي گگياڼي په وينا د فوجدارۍ دفعه ٨٧، دفعه ٢٠۴ او دفعه ٥١٢ لاندې جنرل مشرف مفرور گرځول شوی او د قانون له مخې، نه حکومت او نه کوم وکيل دا اختيار او قانوني حق لري چې عدالت ته درخواست وکړي.

حکومتي هڅو د پاکستان په شخصي او سوشل ميډيا بحثونه راپارولي او دا تاثر پيدا کوي چې د عمران خان حکومت د جنرال مشرف خلاف د راوروانې فيصلې نه وړاندې د دې لاره نيول غواړي.

د جنرل مشرف وکيل خواجه احمد طارق رحيم په لاهور هايي کورټ کې په خواست کې د عدالت نه غوښتلي چې د جنرال مشرف خلاف د خصوصي عدالت فيصله دې ودرولی شي.

خو د عدالت يو جج سيد مظهر علي اکبر نقوي د جنرل مشرف د وکيل نه پوښتلي چې د نهې يا سه شنبې په ورځ دې خپل دليل ووايي چې د څه په بنياد عدالت ته ورکړل شوی درخواست د اوريدلو د پاره ومنل شي؟

ښاغلي جسټس نقوي د جنرال مشرف د وکيل نه دا هم پوښتلي چې د لاهور هايي کورټ څنگه دغه درخواست قبلولی شي چې د جنرل مشرف خلاف مقدمه د ملک په ستر عدالت سپريم کورټ کې روانه وي؟

د لاهور هايي کورټ د قاضيانو د پوښتنو وروسته د حکومت په استازيتوب، وزارت داخله هم نن د اسلام اباد عدالت ته دغه خواست وړی چې د هغه ځايه د خصوصی عدالت فيصله ودروي.

د حکومت دليل دا دی چې په مقدمه کې د نواز شريف د حکومت ټاکلی د استغاثې د وکيلانو ډله ختمه کړل شوې ده او دوی ته وخت نه دی ورکړل شوی چې د وکيلانو بله ډله وټاکل شي. د اسلام اباد هاي کورټ د داخله چارو وزارت په درخواست لا څه کاروايي نه ده کړې.

ښاغلي گگياڼي وويل نه خو په داسې مقدمو کې د درخواستونو اورېدلو اختيار شته او نه يو وکيل دا قانوني حق لري چې عدالت ته وړاندې شي.

٫٫ زه خو حيران يم حکومت دا اختيار څنگه اخستلی دی. په داسې مقدمو کې خو سپريم کورټ او هاي کورټ وکيلانو ته د عدالت د سپکاوي نوټسونه ورکوي چې مثالونه يې پراته دي.٬٬

د جنرال مشرف د مقدمې او د وزارت داخله د دليل په اړه ښاغلي گگياڼي وويل خصوصي عدالت د مقدمې په اړه ټول دلايل اوريدلي او د هغې په بنياد يې فيصله محفوظ کړې ده او زياته يې کړه داسې درخواستونه د عدالت سپکاوی گڼل کيږي.

په دې ټوله قيصه کې ناشنا خبره دا ده چې د وزير اعظم عمران خان حکومت ولې جنرل مشرف-پلوه ډله جوړه شوې ده؟ د حکومت د دې گام وروسته به د مخالف سياسي گوندونو دا تورونه لا نور زيات شي چې وايي اوسنی حکومت او وزير اعظم (سلېکټېډ) دي.

دلته دا خبره مهمه ده چې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د مسلم ليگ نون تېر منتخب حکومت د پوځ د کوم مشر په ضد د ايين سره د غدارۍ مقدمه کړې ده. سياسي څېړونکي وايي د پوځ او د پخواني وزير اعظم نواز شريف تر منځ بدي هله پيدا شوه چې جنرل مشرف په کال ١٩٩٩ کې د نواز شريف د منتخب حکومت تخته واړوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG