لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني پوځي مشر پروېز مشرف ته د مرگ د سزا خلاف اپیل چا ته کېدی شي؟ د پاکستان ائین څه وايي؟


پروېز مشرف
پروېز مشرف

د پاکستان ائین ١٩٧٣ شپږم ارټیکل وايي چې ائین ماتول به سخته غداري وي او ددې سزا به مرگ او یا بیا ټول عمري بند وي.

د خصوصي عدالت قانون

قانون پوه شبیر گگیاني وايي چې د ١٩٧٣ ائین ماتولو د سزا تعریف درې کاله وروسته د غدارۍ د سزا عملي کولو لپاره عدالتي طریقه کار جوړ کړی شو او د هغه وخت پارلیمان د کریمینل لا ترمیمي خصوصي عدالتي اېکټ ١٩٧٦ په نوم یو قانون جوړ کړلو.

د غدارۍ د مقدمې قانوني طریقه کار

د غدارۍ یا ائین ماتولو سازش د مقدمې خواست کونکی یا په قانوني ژبه استغاثه وفاقي حکومت وي.

شبیر گگیاني وايي چې د قانون ترمخه د ائین ماتولو په سر د مقدمې لپاره وفاقي حکومت سپریم کورټ ته د خصوصي عدالت جوړولو خواست کولی شي، سپریم کورټ به مرکزي حکومت ته د عدالت جوړلو لپاره د هايي کورټ د دریو ججانو نومونه لېږي او حکومت به ددې نوټېفېکېشن جاري کوي. او دا عدالت به د یو ځل لپاره وي.

د لاهورهايي کورټ فېصلې قانوني حېثیت

قانون پوهان د لاهور هايي کورټ ددې فېصلې چې وايي د پروېز مشرف خلاف د غدارۍ د مقدمې لپاره قانوني او ائینی لاره نه ده خپله کړی شوې او د وفاقي کابینې نه منظوري نه وه اخستې شوې، په اړه گگیاني وايي په کال ٢٠١٣ کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف حکومت سپریم کورټ خواست ورکړی وو.

خو گگیانی وايي چې د کال ١٩٧٦ د خصوصي عدالت جوړولو طریقه کار کې د کابینې نه د منظورۍ اخستلو ذکر نیشته.

د خصوصي عدالت فېصلې خلاف د اپیل حق او قانون

د قانون پوهانو په خیال د لاهور هايي کورټ لخوا خصوصي عدالت په اړه اورونه پخپله غېر ائینې عمل دی ځکه چې په قانون کې لیکلی شوي دي چې د خصوصي عدالت د فېصلې خلاف اپیل یواځې سپریم کورټ ته کېدلی شي.

گگیاني وايي چې په قانون کې ښکاره ذکر دی چې د خصوصي عدالت حېثیت به د هايي کورټ برابر وي او د پاکستان د ائین ترمخه د هايي کورټ د کچې عدالتي فېصلې خلاف اپیل یواځې سپریم کورټ ته کېدلی شي.

د اشتهاري ملزم په اړه قانون څه وايي ؟

شبیرگگیاني د لاهور هايي کورټ د فېصلې هغه برخه هم چېلېنج کوي چې وايي پروېز مشرف ته د خپلې صفاېی پورا حق نه دی ورکړی شوې.

گگیاني وايي چې که د کال ٢٠١٣ نه تر د سمبر ٢٠١٩ پورې د خصوصي عدالت د غدارۍ د مقدمې ټول عمل ته که وکتلی شي نو د لاهور هايي کورټ فېصله نه داسې ښکاري چې د مشرف په اړه د اشتهاري ملزم قانون ته سمه کتنه نه ده شوې.

گگیاني وايي چې پروېز مشرف ته څو وارې موقع ورکړی شوې وه خو هغه عدالت ته نه وو حاضر شوې.

گگیاني وايي چې کله خصوصي عدالت مشرف اشتهاري ملزم ورگرځولو نو ددې خلاف په سپریم کورټ کې اپیل شوې وو او اعلا عدالت پخواني پوځي مشر ته یوه بله موقع ورکړې وه خو پروېز مشرف بیا هم عدالت ته نه وو حاضر شوې.

گگیاني وايي چې د قانون ترمخه که چرې ملزم پرله پسې د اعلاناتو باوجود عدالت حاضر نه شي نو عدالت دده په غېر موجودگۍ کې هم فېصله اورولی شي. او د عدالتي احکاماتو نه منلو په سر د ملزم نه د وکیل اختیار هم اخستلې شي.

پروېزمشرف او د تحریک انصاف حکومت خصوصي عدالت منلی؟

قانون پوه گگیاني وايي چې پخواني پوځي مشر پروېز مشرف په شپږو کلنو کې یوه ورځ هم د ځان په خلاف په حکومتي مقدمه کې د خصوصي عدالت په جوړښت او طریقه کار نېوکې نه دي کړي.

دې زیاتوي چې د پروېز مشرف وکیلان څو وارې هم خصوصي عدالت ته وړاندی شوي دي نو دا یې منلې چې پروېز مشرف ائین مات کړی وو خو د هغوي وېنا دا وه چې یواځې د مشرف دغه کار نه وو کړې باېد د هغه وخت حکومتي ذمه وار ورسره هم په مقدمه کې شامل کړی شي.

قانون پوه گگیانی وايي چې د نوازشریف د حکومت نه وروسته د عمران خان حکومت یا سرکاري وکیلان هم عدالت ته د استغاثه په حېث وړاندی شوي او چېرې یې هم د مقدمې بېرته اخستو خواست نه دی کړې. نه یې د خصوصي عدالت جوړولو په طریقه کار اعتراض کړی دی. کوم چې دا ثابته وي چې دواړه خواو د خصوصي عدالت ایني حېثېت تسلیم کړی وو.

گگیاني وايي که څه هم د لاهور هايي کورټ ټوله کاروايي پخپله د قانوني پوښتنو سره مخ کېږي خو باېد دغه عدالت د مقدمې د وکیلانو او استغاثه (حکومت) نه هم دا پوښتنې کړې وې چې که ددي په خیال خصوصي عدالت په غېرائني طریقه جوړ کړی شوې وو نو ولې ورته دوي تر شپږو کلنو پورې وړاندې کېدل او دا ټوله کاروايي یې نه چېلنج کوله؟

لاهور هايي کورټ او د خصوصي عدالت دفېصلو مستقبل

شبېرگگیاني وايي چې دا فېصله به اوس سپریم کورټ کوي چې د خصوصي عدالت فېصله په لاهور هايي کورټ کې چېلنج کېدل په قانوني توگه سم کار شوې دی او کنه.

شبیر گگیاني نه چې مو کله دا پوښته وکړه که چېرې حکومت ( استغاثه) یا د مشرف وکیلان سپریم کورټ ته د مزید اپیل لپاره لاړ نشي نو بیا به د دواړو عدالتونو د فېصلو مستقبل تعین څوک کوي؟

شبېرگگیاني وايي د لاهور هايي کورټ تفصیلي فېصلې راتلو وروسته به ښکاره شي چې ددغه فېصلو د مستقبل حتمي تعین به سپریم کورټ کې کېږي.

گگیاني وايي چې عدالتي فېصلو په اړه د اپیل لپاره که حکومت یا د پروېز مشرف وکیلان سپریم کورټ لاړنه شي هم نو د پاکستان یو عام وگړی کولی شي چې سپریم کورټ ته لاړشي. ځکه چې دا یوه ائیني مسله ده او هر وگړی دا حق لري چې د ائین په رڼا کې شوې فېصلو په اړه عدالت ته اپیل وکړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG