لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید وکیل د مقدمې د اورونې څخه پریکون (بائیکاټ) وکړو


د نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې د نقيب د کورنۍ وکيل ويلي په عدالت کې د دوی په خواستونو غور نه کيږي ځکه هغه د مدعي په لارښوونه د ترهګرۍ ضد عدالتي اورېدنې څخه پرېکون (بائيکاټ) کوي.

صلاح الدين پهنور وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل دوی د دغه قضيې د لومړۍ ورځې څخه عدالت ته ويلي ؤ چې د نقيب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار د ريمانډ په وخت په هتکړو او بيا د بنديانو په جامو کې عدالت ته نه وړاندې کيږي عدالت ته ته مو په دغې شکايت کړی ؤ.

هغه وويل د دغې وروستو عدالت ته د ګواښانو د ساتنې دپاره خواست شوی ؤ په هغې تراوسه پورې څه کارروايي نه ده شوې او سېف الرحمان چې په ياده قضيه کې مهم ګواه دی هغه ته نېغ په نېغه د ګواښ ټيليفون شوی دی په دغه اړوند عدالت او د صوبې پوليس مشر ته خواست شوی خو په هغې هم څه کارروايي نه ده شوې.

پهنور زياته کړه عدالت ته د مقدمې د پلټونکي افسر نه حاضرېدو په اړه هم ويل شوي خو نه د صوبې د پوليس مشر او نه څارنوال په دغه اړوند کوم ګام پورته کړی دی.

نوموړي د ترهګرۍ ضد په عدالت تور ولګوؤ چې په دغه قضيه کې د تعصب نه کار اخلي او زياته يې کړه چې دوی د سندهـ صوبې هائيکورټ ته خواست کړی دی چې دغه قضيه نوره د دې عدالت نه بل عدالت ته منتقل کړي.

د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت يوه اوونۍ وړاندې د نقيب الله مسيد د وژنې په قضيه کې د کراچۍ پوليس پخواني افسر راؤ انوار د ضمانت خواست منظور کړی او هغه ته يې د لس لاکه روپو مچلکو جمع کولو ویلي ؤ.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل وویل د مدعي په لارښوونه چې تر څو پورې د هائيکورټ فېصله نه وي راغلي د هغې پورې دوی د عدالتي اورېدنې څخه بائيکاټ کوي دغه عدالت ته نه وړاندې کیږي.

هغه وويل دوی د عدالتي نظام څخه بائيکاټ نه شي کولی خو يواځې د دغه عدالت څخه بائيکاټ کوي او تور يې ولګوؤ چې د دغه عدالت قاضي تعصب کوي.

صلاح الدين پهنور وويل دوی د راؤ انوار د ضمانت د منظورېدو پرضد په هائيکورټ کې د خواست کولو دپاره تياري کړې ده د هغې په ضد به هم خواست کوي.

د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.

د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

عدالت د روانې مياشتې په پینځمه نېټه د راؤ انوار د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې د نقيب مسيد د وژنې په پېښه خپل ځاني نوټس (از خود نوټس) اخستی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG